م.م:'ښايي زموږ امريکايی ساتونکی افغان پولیسو وژلی وي'

افغان پوليسو هغه مهال ويلي وو چې ښاغلى مکسويل د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.
Image caption افغان پوليسو هغه مهال ويلي وو چې ښاغلى مکسويل د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.

د ملگرو ملتو يو رپوټ وايي ښايي ددغې ټولتې يو امنيتي ساتونکى تېر منى په کابل کې افغان پوليسو له هغو طالبانو سره د مقابلې پر مهال وژلى وي چې پر يوه مېلسمتون يې يرغل وروړى و.

دغه امريکايي ساتونکى چې لوييس ماکسوېل نومېده، پر دې وستايل شو چې د طالبانو د بريد پر وړاندې سپر شوى و چې نور همکاران يې پښې وباسي.

خو د ملگرو ملتو په يوه کورني رپوټ کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى ته له ورتگ وروسته ښايي هغه د طالب پر گومان ويشتلى وي.

ملگرو ملتو اوس له افغان حکومت نه غوښتي چې د موضوع د سمې سپړنې لپاره دې ورسره گډه پلټنه تر سره کړي.

په نيويارک کې د ملگرو ملتو له مرکز نه باربرا پلېټ رپوټ راکوي .

پلټونکې ډله وايي ډېر اټکل دادى چې ښاغلى ماکسوېل به افغان ځواکونو وژلى وي، خو د اثبات لپاره يې شواهد ورسره نشته، تر ډېره په دې دليل چې هغه مهال پر سيمه گډوډي خپره وه.

Image caption وړاندې يوې جرمنۍ مجلې ويلي وو د ٢٠٠٩ ميلادي کال په اکتوبر کې چې په کابل کې د ملگرو ملتونو پر مېلمستون ځانمرگي بريدونه شوي وو، په ترڅ کې يې ددغه سازمان يو کارکوونکى 'د افغان امنيتي ځواکونو د ډزو له کبله وژل شوى و نه د طالب وسله والو له خوا .'

د ملگرو ملتو يوې جگپوړې چارواکې سيوزان مالکورا خبريالانو ته وويل چې گدوډي ډېره وه، ځکه چې هم طالبانو او هم افغان امنيتي کسانو د پوليسو کالي اغوستي وو او دواړو له يو ډول کالاشينکوف مشينگڼو نه کار اخيسته.

هغې وويل: ''شواهد ښيي چې ښاغلي ماکسوېل سيمې ته پر ورغلو پوليسو ډزې کړي، ځکه فکر يې کاوه چې دا هم گنې ياغيان دي. پوليسو بيا په خپل وار پر هغه د طالبانو شک کړى و. دا خبره چې نوموړى د دريو طالبانو تر ځان الوزونې وروسته وژل شوى ، ددغې ادعا پخلى کوي. ''

خو آغلې مالکورا وويل چې دا کورنۍ پلټنه د قضايي څېړنو برخه نده او ځکه يې هغو ځانگړو شواهدو ته لاسرسى محدود دى چې را ايستلې نتيجې لا پياوړې کولى شي.

د ملگرو ملتو سرمنشي بان کيمون اوس له افغان حکومت نه غوښتي چې د ناروښانو ټکو د سپينولو لپاره دې يوه گډه پلټنه تر سره کړي.

هغه دغه راز د ملگرو ملتو له جگپوړو چارواکو نه غوښتي چې له افغان حکومت او ناټو سره پر دې وغږېږي چې که په راتلونکې کې داسې کومه ناوړه پېښه کېږي نو همکاري په کې څه ډول ښه کېدلى شي.

وړاندې يوې جرمنۍ مجلې ويلي وو د ٢٠٠٩ ميلادي کال په اکتوبر کې چې په کابل کې د ملگرو ملتونو پر مېلمستون ځانمرگي بريدونه شوي وو، په ترڅ کې يې ددغه سازمان يو کارکوونکى 'د افغان امنيتي ځواکونو د ډزو له کبله وژل شوى و نه د طالب وسله والو له خوا .'

ورته مطالب