کندهار کې وسله والو يو قومي مشر په ډزو وواژۀ

کندهار
Image caption دا بريد د هغو بريدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده چې په دې وروستيو کې په کندهار کې پيل شوې ده چې په ترڅ کې يې ځينې چارواکي وژل شوي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ کې يو قومي مشر حاجي عبدالرحمن اکا ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژلی دی.

خبريالان وايي حاجي عبدالرحمن په کندهار کې ولسمشر کرزي او يوشمېر نورو قومي مشرانو د ليدو پرمهال سختې خبرې کړې وې.

حاجي عبدالرحمن اکا د ژيړۍ او ارغنداب ولسواليو ترمنځ خپل کور ته پر لاره وو، چې وسله والو پرې ډزې وکړې او ويې واژه .

رپوټونه وايي چې بريد کوونکي پر موټر سايکل سپاره ول، او له بريده وروسته سملاسي په تېښته بريالي شول.

د ژيړۍ ولسوال وايي حاجي عبدالرحمن له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله، بلکې د سيمې د خلکو د خيرښېګڼې غوښتونکی و .

ولسوال زیاتوي حاجي عبدالرحمن د ژيړۍ او ارغنداب ترمنځ په ميراخوران ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو، چې خپل نوي جوړېدوونکي کور ته پر لاره و.

د پېښې ځای ته پوليس ورغلي چې د هغه د وژلو په اړه پلټنه وکړي.

په دې وروستيو کې په کندهار کې بريدونه زيات شوي دي.

تير ماښام هم په دغه ولايت کې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ په دروازه کې ځانمرگى بريد شوى دى چې په ترڅ کې يې ددغې کمپنۍ درې ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وړاندې کندهار ښار ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال حاجي عبدالرحمن اکا کرزي ته د سپين روبو په يوه ناسته کې وويل چې له طالبانو سره له نرمښته کار واخلي .

Image caption کندهار ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال په يوه قومي غونډه کې حاجي عبدالرحمن اکا له کرزي وغوښتل چې له طالبانو سره په جدي توګه خبرو ته کښېني.

نوموړي ويلي وو: ((طالبان خو څلور پنځه کسه طالبان دي، دوی هم د دې هېواد بچيان دي، څه پردي خو نه دي، بايد خبرو ته ورسره کښېنو.))

که څه هم وړاندې وسله والو طالبانو د حاجي عبدالرحمن د وژلو پړه پرغاړه وانخیسته، خو وروسته یې ومنله چې د دوی جنګياليو وژلی دی.

دا بريد د هغو بريدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده چې په دې وروستيو کې په کندهار کې پيل شوې ده چې په ترڅ کې يې ځينې چارواکي وژل شوي دي.

ملگرو ملتونو هم اوړمه ورځ خپل بهرني کارکوونکي د نا امنۍ له کبله کندهار نه کابل ته وغوښتل او سميز کارکونکي يې د نا څرگند وخت پورې پر کورونو کينول.

وروستي بريدونه د کندهار د ولايتي شورا د مشر احمد ولي کرزي تر هغو څرگندونو څو ساعته وروسته وشول چې د ملگرو ملتونو وروستۍ پريکړه يې بې ځايه وبلله او څرگنده يې کړه چې د کندهار امنيت خوندى دى.

په کندهار کې داسې مهال د نا امنۍ څپې په خورېدو دي چې بهرني ځواکونه سږ کال اوړى په دغه ولايت کې د پراخو عملياتو د خپريدو خبره کوي.

ورته مطالب