په خوست کې چاودنې ۱۲ ولسي وګړي ووژل

خوست کې د يوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption خوست کې د يوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ

د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سوارلۍ په موټر پسې چاودنه شوې او ۱۶ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د تڼيو ولسوال دولت خان قيومي وويل چې ددې ولسوالۍ اړوند د سينکيو د زنده خېلو سيمې اوسيدونکي په فلاينکوچ ډوله موټر کې له ښاره کلي ته روان وو چې له دې پېښې سره مخامخ شول.

نوموړى وايي چې پېښه د ولسوالۍ له مرکز ( درګي ) څخه اته کيلومتره لېرې لويديځ لورې ته شوې او په ترڅ کې يې ۱۲ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي .

دى وايي چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شته خو د شمېر په اړه يې کره معلومات ورنه کړل.

ولسوال وويل : '' موټر اور اخېستى و لمبې ترې پورته کيدې او د سړک جوړونې د يوه خصوصي شرکت د اوبو ټانکر نه په ګټه اخيستو سره مو اور مړ کړ ''.

د قيومي په خبره له همدې امله په موټر کې ځينې سواره کسان سوځيدلى دي.

په خوست کې د عامې روغتيا ريس ډاکټر امير پادشاه رحمتزي وويل چې دوى له پېښې نه يوازې يو ټپي وروړل شوى و ،روغتيايي حالت يې خراب و او د خپلوانو له خواپه شار کې يوه شخصي روغتون ته وليږدول شو.

له دې وړاندې هم د خوست په بېلابېلو سيمو کې د ملکي وګړو موټرونه په ماينونو ختلي او کڼه مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

څو مياشتې وړاندې خوست ښار ته نږدې د متون په شکرې کلي په ورته پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي وو.

Image caption د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو طالبانو نفوذ زيات دى او ډېر کله ترې د ناامنيو رپورونه ورکول کيږي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤوليت کومې ولسوالې ډلې نه دى منلى.

بل لورې ته د خوست ولايت اړوند د صبريو ولسوالۍ په مرکز خلبيسات ښارګوټي کې د افغان پوليسو او وسله طالبانو ترمنځ مخامخ نښته شوې او په پايله کې يې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزى وايي چې پوليس يې په موټر کې نژدې پوستې د اکمالاتو لپاره پر لار وو چې په سراچه ډوله موټر کې سوارو کسانو پرې مخامخ ډزې وکړې او په ترڅ کې يې يو پوليس ووژل شو او بل ټپي شو.

نوموړى وايي چې پوليسو د بريد کوونکو موټر په راکټ ويشتلى او سوځېدلى دى.

دده په خبره په موټر کې يو څو کسان وژل شوي دي خو د يوه جسد د دوى د ځواکونو لاسته ورغلى او نور وژل شوي او ټپيان د بريدکوونکو د ملګرو له خوا له سيمې ايستل شوي او وړونکي يې په تېښته بريالي شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذپيح الله مجاهد د دې پېښې په اړه وويل چې اووه تنه وسله وال کسان يې د خلبيسات ښارګوټي ته ننولي او د پوليسو پر ګزمه يې بريد کړى دى.

ده ومنله چې په نښته کې يې دوه تنه جنګيالي وژل شوي دي خو ده ادعا وکړه شلو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو دا ادعا ځايي چارواکو رد کړه.

له سيمې نه عيني کتونکو وويل چې له نښتې وروسته سيمه کلابنده شوه او د ويرې له امله د خلبيسات ښارګوټى وتړل شو ،ډيرى هټيوال، سودا اخيستونکي او موټر چلوونکي له ښارګوټي ووتل.

د خوست ښار شمال پرته د صبريو ولسوالي د خوست په کچه ناامنه او له کړکيچونو ډکه ولسوالي بلل کيږي.

په دې ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو طالبانو نفوذ زيات دى او ډېر کله ترې د ناامنيو رپورونه ورکول کيږي.

ورته مطالب