نیجېريايی سناتور له ۱۳ کلنې مصرۍ سره واده کوي

احمد ثاني يېريما
Image caption احمد ثاني يېريما په زمفارا کې د اسلامي شريعت پلي کولو څارنه کوله.

د نيجريا د مشرانو جرګه د هغو راپورنو پلټنه کوي چې وايي يوه سياستوال له يوې ۱۳ کلنې نجلۍ سره واده کړی دی. دغه کس چې (احمد ثاني يېريما) نومېږي د نيجريا د مشرانو جرګې غړی دی.

پر نوموړي تور لګېدلی چې دغه ۱۳ کلنه نجلۍ يې په دې موخه له مصر نه نيجريا ته بوولې چې واده ورسره وکړي. ښځينه سياستوالو اوس د نيجريا مشرانو جرګې ته غوښتنليک وړاندې کړی چې دی بايد پړ وګڼل شي. دغه سناتور چې اوس ۴۹ کلن دی، د (زمفارا) ولايت پخوانی والي و. نوموړي په ۱۹۹۹ کال کې په دغه شمالي ولايت کې د اسلامی شريعت قانون په پلي کولو پيل وکړ. زمفارا لومړی ولايت و، چې اسلامي شريعت په کې پلی شو، ورپسې يو شمېر نورو ولايتونو هم ورته ګام پورته کړ.

Image caption نيجريا په افريقا کې ګڼ نفوسه هېواد دی، چې شمالي ولايتونه يې ډېری مسلمانان دي، او په ځينونو ولايتونو کې اسلامي شريعت پلی کېږي

د نيجريا د ښځو ډلې د دې غوښتنه هم کوي چې د سناتور (ثاني يېريما) پر ضد د قانون ټول ځواک وکارول شي. دوی غواړي چې نوموړی د محاکمې لپاره راوکاږل شي، چې پر خپل دغه عمل جريمه او بندي شي. راپورونه وايي چې سناتور (يېريما) د (ناوې بيه) په نامه د نجلۍ مور او پلار ته (۱۰۰) زره ډالر مهر ورکړی، او بيا يې نجلی له مصر نه نيجېريا ته لېږدولې ده. د نيجېريا د مشرانو جرګې اوس د دغو راپورونو په اړه د پلټنې امر کړی دی.

سناتورانو غوښتنه کړې چې دغه پلټڼه دې د مشرانو جرګې د يوې کمېټې له خوا ترسره شي. ډاکټره (ما ووکوچا) چې د ښځو د طبي ټولنې مشره ده، د هغو ښځو ترمنځ ده چې د مشرانو جرګې ته يې غوښتنليک وړاندې کړی دی. دا وايي:

((د هغه څه په اړه چې موږ اندېښمن يوو، دا دي، چې زموږ کشرانو، ماشومې نجلۍ، ته بايد د دې لار پرانيستې وي، چې له واده مخکې لويان شي. زموږ مخور قانون جوړونکي بايد داسې ونه ليدل شي چې دغه ډول شرناک عمل ترسره کړي، موږ همدا خبره کوو.))

Image caption د نيجېريا ورځپاڼې راپور ورکوي، چې دغه سناتور په ۲۰۰۶ کال کې هم له يوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره واده کړی و.

د دغه واده جزييات چې په ورځپاڼو کې راڅرګندېږي، د بشري حقونو ډلو ترمنځ يې توپان جوړ کړی دی. سناتور يېريما په خپله د هغو تورونو په اړه په ښکاره څه نه وايي چې د ده پر ضد راپورته شوي دي. ورځپاڼې راپور ورکوي چې دغه سناتور په ۲۰۰۶ کال کې هم له يوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره واده کړی و.

ښځينه سناتورانې، وکيلانې او ډاکټرانې چې اوس يې په احتجاج لاس پورې کړی، وايي دوی د دغې ماشومې د روغتيا په اړه وېره لري. د دغې نجلۍ ځای ځايګی لا نه دی معلوم، او دا لا څرګنده نه چې، پلار يا مور او يا هم کوم ساتندوی خپلوان يې ورسره دی که نه؟