افغان حکومت : ولسمشر کرزی لا هم پر خلکو ګران دی

ښاغلی کرزی په کندهار کې له خلکو سره
Image caption د امريکا د دفاع ورزات له لوري په چمتو شوي راپور کې ويل شوي چې د افغانانو په منځ کې اوس د ښاغلي کرزي ملاتړي لږ شوي دي .

هغه راپور چې د امريکا ددفاع وزارت د هغه هېواد ولسي جرگې ته سپارلی دی ځينو برخو يې رسنيو ته لاره موندلې ده .

راپور ښيي چې د افغانستان له١٢١ سيمو څخه چې دوى يې مهمې بولي يوازې د ٢٩ سيمو خلک د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره خواخوږي لري او ملاتړ يې کوي.

په راپور کې د ولسمشر حامد کرزي د خواخوږو د شمېرې د ټيټېدو يو لامل د نوموړي په حکومت کې د پراخ فساد شتوالى په گوته شوی ، خو دا هم ويل شوي چې په دې وروستيو کې د اداري اصلاحاتو او ځينو نورو برخو کې پرمختگ شوى دى.

پينټاگون دا راپور هغو پوځي پېښو ته يو څرک نظربللى چې په تېرو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې شوې دي.

خو افغان حکومت دا نه مني چې ګنې د ولسمشر خواخوږي دې يوازې ٢٥ په سلو کې وي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ د تگلارې جوړونې د برخې مشر صبغت الله سنجر وايي چې د افغان ولسمشر د محبوبيت د کچې د معلومولو لپاره د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پايلو ته کتل په کار دي: (( دا راپورونه افغانستان ته ښه دي ،ددې لپاره چې حکومتي او نا حکومتي ادارې پام وکړي ، خو دا شمېرې کره نه دي.

ځکه کره نه دي چې په اوسنيو حالاتو کې هېڅ شونتيا نه لري چې ارزونې دې کره وي ،که د هرې ادارې او سرچينې له خوا تر سره شوې وي، هيڅوک نه شي کولاى چې له ټولو افغانانو سره خبرې وکړي.

ورکړل شوې شمېرې ډېرې ټيټې دي . له نېکه مرغه افغان ولسمشر په ولسمشريزو ټاکنو کې ثابته کړه چې نوموړى د دغه هېواد د ډېرو خلکو له رايو څخه برخمن دى . زه فکر کوم چې دا يوه کره حقيقت دى. ))

راپور له دې سره سره چې د افغان حکومت د خواخوږو د کمېدو خبره کوي خو دا هم ښيي چې د يادو شويو سيمو ٨٤ په سلو کې کسان د خپل امنيت په اړه ډاډه دي.

راپورونه وايي د ولسواليو او مرکز تر منځ د واټن د پيدا کيدو يو لامل دادى چې سيمېزې ادارې د کمزورتيا له کبله د خلکو ستونزې نه هواروي او چارواکي يې په فساد کې ښکېل دي.

خو افغان حکومت وايي چې اوس يې د سيميزو ادارو پياوړي کولو ته هم مخه کړې ده.

د بيلگې په ډول دوی مارجه يادوي چې تر اوسه پکې د سيميزو ادارو د پياوړي کولو کار روان دى.

د پينټاگون راپور له هغه وخت سره همهاله برابر شوى دى چې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په وينا افغانستان ته د نورو دېرشو زرو امريکايي پوځيانو د راتللو لړۍ روانه ده .

راپور وايي د پاکستان لوري ته قبايلي سيمو کې د هغه هېواد د لسگونو زرو پوځيانو عمليات هم ددې لامل نه شول چې په افغانستان کې د امنيت د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

همدا راز راپور کاږي چې په پاکستان کې د ملا عبدالغني برادر، او نورو لوړ پوړو چارواکو نيولو هم د ياغيانو پوځي خوځښتونه ساړه نه کړل.

راپور کاږي چې د تېر زېږدي کال له فبرورۍ راهيسې د وسلوالو طالبانو فعايلتونه ٨٧ په سلو کې ډېر شوي دي.

پينټاگون داسې مهال په خپل دغه راپور کې د ولسمشر حامد کرزي د خواخوږو شمېر لږ ښيي چې ټاکل شوې ده نوموړى شاوخوا لس ورځې وروسته د امريکا د ولسمشر په بلنه هغه هېواد ته د خبرو اترو لپاره ورشي.