ايسا: په کابل کې نوی صنعتي پارک جوړېږي

په کابل کې يوه فابريکه
Image caption په نوي صنعتي پارک کې به زرګونه، وزګار افغانان په کار بوخت او د ګټې وټې څښتنان شي .

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره يا ايسا وايي ډېر ژر به په پلازمېنه کابل کې يو نوی صنعتي پارک جوړ شي.

دغه نوی صنعتي پارک به د کابل په ختيز بګراميو سيمه کې جوړ شي چې د ايسا ادارې د مرستيال او ددغې پروژې د مشر نسيم اکبر په ويناپکې به لسګونه لويې او وړې فابريکې جوړې شي :

(( په دغه پارک کې به له دېرشو تر څلوېښتو پورې فابريکې فعالې شي، له پېنځوسو تر شپېتو ميليونو ډالرو پورې به پانګونه وشي او څلور زره کسانو ته به پکې کار پيدا شي.))

ښاغلي اکبر وويل چې د ډېری دغو فابريکو توليدات به خوراکي توکي او سپک صنايع وي.

همدا اوس هم په دغه سيمې کې شاوخوا شل بېلابېلې فابريکې فعالې دي چې زياتې يې خوراکي توکي توليدوي .

ښاغلي اکبر وويل چې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې سترې ستونزې نا امنۍ او پانګوالو ته د پورونو نه ورکول دي .

پر دې سربېره ډېر سوداګر وايي چې د برېښنا د نشتوالي له امله هم نه شي کولای شي چې پر فابريکو باندې پانګونه وکړي .

د برېښنا د نشتوالي له امله په تېرو څو کلونو کې د کندهار او هرات په ګډون يو شمېر نورو سيمو کې ځينې جوړې شوې فابريکې بېرته بندې شوې .

افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی چې کورني توليدات يې لږ او دا مهال يې ډېره تکيه يې پر بهرنيو توليداتو ده .

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې که په کور د ننه پر لويو او وړو فابريکو پانګونه وشي نو له يوې خوا به بهرنيو توليداتو او وارداتو ته اړتيا او له بلې خوا به په هېواد کې د بيکارۍ لوړه کچه راټيټه شي .