بهرنيو ځواکونو د صفيې صديقي پر کور بريد کړی

اغلې صديقي
Image caption مېرمن صديقي وايي داسې ښکاري چې بهرنيو ځواکونو د بل چا په لټون کې ددې کور تالاشي کړی وي .

د ننګرهار چارواکي وايي تېره شپه بهرنيو ځواکونو په ولسي جرګه کې ددغه ولايت د استازې صفيې صديقي پر کور بريد کړی او يو تن يې وژلی دی .

د صفيې صديقي کور د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دی خو دا تېره شپه په کور کې نه وه .

نوموړې بي بي سي ته وويل داسې ښکاري چې بهرنيانو د بل چا په لټه ددې کور تالاشي کړ ی وي.

چارواکي وايي تر دې مهاله معلومه نه ده چې بهرنيو ځواکونو به د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د اغلې صديقي کور تالاشي کړی وي او که به بله خبره وي .

خو دوی زياتوي چې به له بهرنيو ځواکونو سره په دې اړه خبرې وکړي .

وژل شوی تن د مېرمن صديقي د خپلوانو له ډلې څخه دی چې تېره ورځ له کابل څخه ننګرهار ته ورغلی و.

له پېښې وروسته نن سهار د سيمې خلکو د پېښې په غبرګون کې د کابل جلال اباد لويه لاره څو ساعته د ټرافيک پر مخ بنده کړې وه .

ناټو ځواکونو د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ځواکونو يې له افغان ځواکونو سره په ګډه په نظراباد کلي کې يو تن هغه مهال ووژاه چې دوی په طالبانو پسې لټه کوله .

په ويناپاڼه کې ويل شوي چې دغه سړی د دوی د ځواکونو غوښتنې ته يې غاړه کېنښوده او غوښتل يې پر دوی ډزې وکړي .