و کيلان: د ټاکنو په قانون کې د بدلونونو امکان شته

د افغانستان ولسي جرګه
Image caption د ولسي جرګې پلاوی وايي ولسمشر ورته ډاډ ورکړی چې د ټاکنو په نوي قانون کې که کومه ستونزه وه نو هواره به يې کړي .

افغان ولسمشر حامدکرزي د ولسي جرگې له يوه پلاوي سره تر ليدو وروسته هوکړه کړې چې د ټاکنو په هغه نوي قانون کې به بدلون راولي چې ده د يوه تقنيني فرمان په ډول منظور کړی خو ولسي جرگې رد کړی دی.

د ټاکنو په نوي عملي شوي قانون کې دځينو بدلونونو د راوستلو پر ولسمشر د وکيلانو غوښتنو ته داسې مهال مثبت ځواب وايي چې د همدې نوي قانون پر بنسټ دملي شورا د ټاکنو لپاره منډې ترړې روانې دي .

د ولسې جرگې د غړو يوه، ۷ کسيز پلاوي بلاخره ښاغلی کرزى په دې قانع کړ چې په ټاکنو کې ستونزې شته .

ددغه پلاوي يوه غړي کبير رنجبر، چې نن يې له ولسمشر کرزي سره د ټاکنو د ناندريز قانون په تړاو خبرې کړي بي بي سي ته وويل ولسمشر ومنله چې په قانون کې د نويو بدلونونو د را وستو لپاره به يو گډ کمېسيون جوړوي .

ښاغلى رنجبر وايي چې د ولسي جرگې استازو ولسمشر ته په نوي قانون کې شته ستونزې ور په گوته کړې چې د يوه کانديد لپاره د نوم ليکنې د زرو کارتونو لرل او له لسو زرو څخه٣٠ زرو ته د ضمانتي افغانيو پورته کول مهمې هغې وې .

خو وکيلان وايي چې دټاکنو په نوي قانون کې دغه ډول ډېرې ستونزې شته چې پر همدې بنسټ دوى ٢ مياشتې وړاندې نوی قانون رد کړ.

هغه مهال حکومت داسې وويل چې ولسي جرگه د اساسي قانون پر بنسټ په خپل وروستي کال کې د ټاکنو پر قانون، نه بحث کولى شي او نه يې ردولى شي ، خو ښاغلى رنجبر وايي ولسمشر ته يې وضاحت ورکړ چې دوى داساسي قانون پر بنسټ د ټول قانون د نه منلو حق لر ي .

ښاغلى رنجبر وايي نوى کمېسيون به د قانون اصلاح شوې بڼه تر ټاکنو وړاندې ولسمشر ته د نوي فرمان د ورکولو لپاره وړاندې کوي چې له مخې به يې ټاکنې وشي .

ولسمشر کرزي د ټاکنو د قانون نوې بڼه د يوه فرمان په توگه وړاندې کړه چې وروسته په رسمي جريده کې هم خپور شو، خو ولسي جرگې په لوى اکثريت رد کړاو ورپسې د مشرانو جرگې د ولسي جرگې دغه گام نا سم وباله او د ولسمشر فرمان يې په قانون وشمېره.

له دې کبله په هېواد کې يو حقوقي بحراني حالت رامنځ ته شو ځکه ټولې خواوې په خپلو دريځونوکلکې ولاړې وې خو اوس پوښتنه داده چې د ټاکنو د نوي نافذ شوي قانون په تړاو ولې ولسمشر له دومره ډېرو ناندريو وروسته پر خپلې پرېکړې له سره کتنې ته چمتو شو .

د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي : ((يوه غاړه هم له خپلې پرېکړې څخه نه ده په شا شوې او د يوه تفاهم د رامنځته کېدو او دوکيلانو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره ولسمشر دعدليې وزارت ته دنده وسپارله چې له وکيلانو سره دې کېنې او که کومه ستونزه وه په ګډه دې حل کړي .))

ښاغلى عمر وايي د نوي قانون په اړه به يوازې د وکيلانو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره ولسمشر له وکيلانو سره ومنله چې داندېښنو وړ ټکو ته حل ومومي .

ښاغلى عمر وايي بيا به ولسمشر د ټاکنو قانون په اړه بل فرمان نه ورکوي او د قانون همغه اصلاح شوې بڼه به تر ټاکنو وړاندې ولسي جرگې ته استوي چې نوې جرگه يې پاس کړي .