امريکا د افغانستان د بيارغونې د چارو سمه څارنه غواړي

Image caption ولسمشر اوباما له ولسي جرګې څخه د ملياردونو ډالرو په غوښتلو سره غواړي چې په افغانستان کې د بيارغونې چارې ګړندۍ، حکومتوالي پياوړې او افغان امنيتي ځواکونه پر پښو ودروي .

د افغانستان د بيارغونې د مالي چارو لپاره ددغه هېواد ځانګړی استازي جان بروميټ دجمعې پر ورځ وويل که د اوباما حکومت په افغانستان کې دبيا رغوني دچټکولو لپاره له ولسي جرګې څخه نور شل ميليارده ډالر غواړي نو دغلا او بې ځايه لګښت مخنيوی هم بايد وشي.

ښاغلي بروميټ له امريکايي ادارو څخه وغوښتل چې د افغانستان دحکومتي اورګانونو د وړتياوو ، زياتولو اوپراخولو ته دي پام وکړي.

په 2002 زېږدي کال کې چې د امريکا حکومت د افغانستان دبيا رغوني لپاره ۱۵،۵ ميليارده ډالر ځانګړي کړي ول، د ۲۰۱۰ او يولسم په کلني مالي تخصيص کې د هغه په پرتله د 38 سلنې زياتوالي غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې دحکومت د غلا او بډو دمخنيوي په نامه د امريکا، دوو پلټنو ښوولې چې د اداري فساد په نامه کارکوونکي چارواکي نه خپلواکي او نه هم دکار وړتيا لري.

دغه راپور جان بروميټ دجمعې پر ورځ د امريکا ولسي جرګې ته استولی دی.

د دغې پلټنې يوه چارواکي ارنالډ فيلډز خبرداری ورکړی چې که د افغانستان په بيا رغونه کې سمه څارنه او سم پام ونه شي نو د امريکا ټولې مرستي به په اوبو کې لاهو شي.

دغې پلټنې په افغانستان کې د غلا او بډو داسې بېلګې ښوولې چې د امريکا دتېر واکمن جورج ډبليوبوش دحکومت په شپو کې په عراق کې د ميلياردونو ډالرو له تشې سرسري څارني سره ورته والی لري.

جان بروميټ ومنله چې په افغانستان کې ځينې تېروتنې د عراق هغو ته ورته دي او زياته يې کړه چې په افغانستان کې حکومت بې سېکه دی او بايد وروزل شي.

د ران زېږدي کال په اوږدو کې بارک اوباما په افغانستان کې دبيا رغونې او د امنيتي ځواکونو د روزنې په نامه د غوښتل شويو پيسو په سلو کې اويا يې دحکومتي ځواکونو روزلو ته ځکه ځانګړې شوې چې په دغه کال امريکايي لښکرې له افغانستان څخه وتو ته ځان برابروي.

Image caption ښاغلی کرزی په کابل کې د فساد ضد کنفرانس ته د وينا په ترڅ کې و منله چې په دولت کې فساد شته خو د مخنيوي ټټر يې هم وډباوه.

د امريکا حکومت وايي چې تر را روان زېږدي کال پورې به د افغانستان د امنيتي ځواکونو شمېر شاوخوا درې لکو ته ورسېږي.

خو پلټنې د افغانستان په پوځي برخه کې د دو نيمګړو اوخوارو جوړشويو ګارنيزونو کيسه کړې چې د ودانيو کار يې د نشت برابر بلل شوی دی.

راپور وايي چې دبيا رغونې په کارونوکې تر اوسه د غلا اوبډو د دو څلوېښت قضيو په تړاو پلټنې روانې دي.

راپور همدارنګه په امريکايي پوځيانو کې ديوه غله کيسه کوي چې په کابل کې يې زرګونه ډالر وهلي او پرخپله غلا يې اعتراف کړی چې وايي مجازات ورکړل شوی دي.

د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د امريکا د ورجينيا ايالت دميرين پوهنتون په يوه غونډه کې ګڼ شمېرامريکايي نظامي چارواکو د افغانستان په جګړه کې امريکايي لښکرو ته دسختو ورځو د راتګ خبرداری ورکړ.

دغو نظامي چارواکو په افغانستان کې د ناوړه او فاسد حکومت پړه پر ټولو هغو غربي حکومتونو ور واچوله چې د افغانستان په جګړه کې د امريکا جنګي ملګري دي او وويل شول چي د افغانستان په اته کلنه جګړه کي دښې حکومتوالۍ او د پوليسو د روزلو لپاره په حقيقت کې هېڅ هم نه دي شوي.

په افغانستان کې دلګښت پوښتنه امريکايي چارواکو په داسي حال کې راپورته کړې چې دوه ورځې مخکې دامريکا ولسي جرګې دبارک اوباما له خوا د افغانستان دجګړې په تړاو لومړی راپور له نهيلۍ څخه ډک بللی و.