پېتدۍس کتنرهاد مهم بړلی

کندهار
Image caption کندهار کې د عملياتو خلاف لاريون

کندهار د مرکزي اسيا او منځني ختيز لپاره د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال ډېويډ پيټريس داسې مهال سفر کوي چې هلته د نا امنيو او قومي او سياسي سټو د وژنو لړۍ پراخه شوې ده .

ړاندې افغان ولسمشر کندهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال ويلي و تر هغې به په دغه ولايت کې عمليات نه کېږي چې پخپله کندهاريان پرې نه دي سلا شوي .

امريکايي ځواکونو بيا په وار وار ويلي چې د ولسمشسر کرزي ورورو او د کندهار دولايتي شورا مشر احمد ولي کرزی دغلته د عملياتو لپاره خنډونه جوړوي .

خو ښاغلی پيټريس وايي هر څومره چې کندهار نن سبا کندهار د نړيوالو لپاره د ارزښتمن دی په هماغې کچې د مخالفيٍنو لپاره هم ارزښت لري .

هغه زياته کړه دسولې او ټکاو د راوستلو لپاره به کندهار ته نور ځواکونه واستوي :

(( کندهار هغه ولايت دی چې هم يې د نړيوالو او هم يې زموږ د دښمنانو ډېر پام ځانته ور اړولی دی .

موږ دغلته د پراخو او برياليو عملياتو د تر سره کولو لپاره ژمن يو. زموږ دغه عمليات به له نورو تېرو عملياتو سره خورا توپير ولري ، موږ به دغلته له قومي مشرانو سره په سلا مشورو هغه ځايونه په نښه کوو چې زموږ د د ښمنانو پټنځايونه دي .

البته بايد ووايم زموږ دغه عمليات چې په څو پړاوونو کې به تر سره شي لومړی پړاو يې چې د معلوماتو راغونډول دي لا له وړاندې پيل شوي دي . موږ به کندهار ته نور ځواکونه هم واستوو چې له افغان پوليسو او پوځ په ګډه کار وکړي .))

داسې ويل کېږي چې په کندهار کې د پلان شويو عملياتو پوځي پړاو به په را روان جون کې پيل شي خو دجنرال پيټريس په ويناڅو نور پړاوونو به هم ولري.

له ښاغلي پيټريس سره په دغه سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرا ل سټنيلي مکريسټل او په کابل کې دامريکا سفير کارل ايکنبيري هم مله ول.

د کندهار والي توريالی ويسا وايي چې ددغه پلاوي سفر ښيي چې دکندهار له بيارغونې سره د نړيوالو مينه زياته شوې او هڅه کوي چې دغلته خلکو ته د کارموندنې له لارې يو شمېر مخالفين دسولې بهير ته ورمات کړي:

(( ددوی راتګ کندهار ته واقعا ډېر مفيد دی او هغه پاملرنه ښيي چې ولسمشر کرزی او نړيوال يې کندهار ته کوي . ))

په کندهار کې پيليدونکي عمليات د نادعلي او مارجې ولسواليو د عملياتو لړۍ ده چې څه باندې درې مياشتې مخکې تر سره شول .

په هغو عملياتو کې شاوخوا پنځه لس زره افغان او بهرنيو ځواکونو برخه لرله چې د افغان چارواکو په خبره په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو بريالي هغه ول .

هغه مهال هم جنرال پټريس ويلي و چې د مارجې جګړه يوه ډېره اوږده جګړه ده او دا د نړيوالو لومړنی غشی دی چې پر طالبانو ويشتل کېږي .