اند او طبيعت: د اجمل اند شاعري ته لنډه کتنه

اجل اند
Image caption اجمل اند د پښتو ژبې ځوان شاعر دی چې تر دې مهاله يې څو شعري ټولګې خپرې شوې دي .

اپلاتون به ويل چې هنر د طبيعت عکس دى نو له دې امله يې ارزښت پاموړ نه دى، خو د هغه شاگرد ارسطو دا ومونده چې هنر يوازې عکس نه دی بلکې د انسان تخيل هم ور سره گډ دى.

خو په دواړو حالتونو کې دا څرگنده شوې ده چې طبيعت د هنر سرچينه ده.

فرانسوی ډيډرو وايي که ښه هنر پنځول غواړئ نو د طبيعت پلو مخه وکړئ.

ښاغلی اند همداسې دی، د سپين غره ځنگلونو او رودونو چې له ماشومتوبه تر ځوانۍ ورته کومې خوږې او روانې کيسې کړې دي د هغو انځورگري يې په خپلو غزلونو او نظمونو کې کړې ده.

ځينې کره کتونکي پرته له تخيله هډو په فطرت کې ښکلا نه ويني خو زه وايم خبره به داسې نه وي .

هنر د انسان تخليق دى او طبيعت د خداى-او د بنده څه وس چې له خداى سره برابري وکړي .

خو دا خبره سمه ده چې ښاغلی اند په خپل تخيل سره د طبيعت هغه کمى پوره کړى دى،چې انسان يې محسوسوي.

ښاغلی اند د سپين غره په لمنو کې لوى شوى دى،د ابشارونو غږ ،د چينو ځلا،د رودونو ترنم،او هغه د شيدا خبره د د بازونو حملې او د زرکو کوکې يې احساس کړې دي.

ځينې کره کتونکي وايي د شعر لپاره بايد داسې مضمونونه انتخاب شي چې د وخت په تېريدو سره لکه مينه نه زاړه نه شي.

طبيعت هم همداسې يو مضمون دى،تر کومه چې انسان ژوندى وي له طبيعت سره به د يارانې مزی لري.

ښايي دا ډېر لاملونه ولري خو زه يې دلته دوه بيانوم:

يو لامل خو دا دى چې طبيعت د انسان لومړى کور دى،د لاشعور برخه يې ده نو هېڅکله ورته دا مضمون نه زړېږي.

بل لامل يې دادى چې طبيعت به تر پايله له انسان سره تړاو لري،بلکې ادم مخکې تر هغې چې نړۍ ته راشي په يوه باغ(جنت) کې و.

او پس له مرگه هم د باغونو کيسه ده ،داسې برېښي چې طبيعت د دنيا او عقبا ښکلا ده.

ښاغلی اند نيکمرغه دى چې د طبيعت استازی شاعر دى.

ما ددې مضمون لپاره د نوموړي، ((دا ښار هغه غرونه )) کتاب ولوست چې ښايي د کابل په شور کې د سپين غره د رود نغمه وي خو اوس ښاغلی اند يوه بل ښار ته تللى دى.

ښايي ځينې خلک ووايي چې اند به تر دې وروسته غرونه نه يادوي، طبيعت به نه يادوي ځکه چې اوس د نورو ځايونو احساس کوي.

خو زه وايم چې د نوموړي وطن دوستي او طبيعت دوستي به نوره هم ډېره شي او لامل يې دادى چې په داسې حالاتو کې د وطن تصور په زړه منگولې ښخوي او د شاعر تخيل يې لا پسې ښکلى کوي.

زما دا خبرې د اند صيب د ټولې شاعرۍ په اړه دي خو مخې ته مې د نوموړي څلورمه شعري ټولگه ((دا ښار،هغه غرونه)) ايښې ده.

تاسې وگورئ چې اند صيب خپل کتاب په کومو ټکو ډالۍ کوي ليکي چې:

خپل پلرني کلي(کوز بيار)ته چې د رود شرنگ يې سندرې او د مازيگر رنگ يې مينه راښوولې ده.

له دې څخه همدا څرگندېږي چې اند صيب له طبيعته مينه او سندرې زده کړې.

اند صيب چې ماشوم و نو طبيعت هم ورته ځان ماشوم کړى و،خو چې زلمى شو د طبيعت توکيو هم ورسره د زلميانو ژبه پيل کړه خپله وايي:

رود ،چينه،چينار، غونډۍ خو اوس لويان دي

زه چې ووړ وم نو پنځه واړه کمکيان وو

مانا دا چې طبيعت په هر گام او هر پړاو کې د شاعر ملگرى و.

د اند صيب طبيعت خوښ دى او خپله معشوقه هم پرې گرانه ده ،نو چې ښکلا يي ستايي پرته د فطرت له تشبيهاتو يې پر بل څه مينه نه ماتېږي،د يوه نظم يو بند يې وگورئ همدا ريښتينولي ښکاره کوي:

ته مې د کلي د څو دنگو دنگو غرونو په شان

ته د چينو د شرنگيدلو اوازونو په شان

ته د کونړ د سيند ياغي ياغي موجونو په شان

ته د گورگرو او نښترو د رنگونو په شان

ټوله د سپين غره د رڼو رڼو رودونو په شان

کټ مټ زما د زړه د ټولو ارمانونو په شان

واه!هيروم خو دې نه تل به دې په ياد ساتمه

د زړه وطن به مې دا ستا په نوم اباد ساتمه

او دا شعر يې هم د کتو دى:

بس مننه د وروستي سپرلي بارانه

څوک د غره د رود په شان در سره راغى

دا وه د ښاغلي اند د شاعرۍ په اړه لنډه تبصره هغه خلک چې فطري او ښکلايز ذوقونه يې ډېر تراشل شوي دي ښايي تر دې ډېر ښايستونه پکې بيا مومي ځکه چې اند زما په باور يو لوى او تلپاتې شاعر دى.