کابل: د ايران خلاف لاريون وشو

لاريون کوونکي
Image caption لاريون کوونکي د ايران د سفارت مخې ته راغونډ شوي او د ايران دحکومت خلاف شعارونه ورکوي .

په پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د ايران له لوري د افغانانو د اعدامولو او ځورولو په مخالفت کې د ايران د سفارت مخې ته لاريون وکړ .

لاريونکونکي د هغو اعدامونو او ځورونو له امله خواشيني او غوسه ول چې په دې وروستيو کې يې په اړه په رسنيو کې ګڼ ريپوټونه خپاره شوي دي.

که څه هم د ايران حکومت تر اوسه پورې د افغانانو اعدامونو او ځورونې نه مني ، خو د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي وايي ، له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په ايران کې لسګونه افغانان اعدام شوي دي .

تېره ورځ د افغانستان ولسي جرګې په خپله عمومي غونډه کې د هغو راپورونو په اړه تود بحث وکړ ،چې ويل کېږي ايران د افغانانو پر اعدام سربېره د اعدام شويو کسانو د بدن ځينې غړي هم ورڅخه جلاکوي .

له لويه سره د افغانستان په ولسي جرګه کې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په ايران کې د افغانانو د اعدام په هکله پرله پسې بحثونه او نيوکې روانې دي .

د بدن د غړو د پرېکولو پېښې د کابل چاپ د يکشنبې ورځې په ورځپاڼو کې هم په پراخه کچه راسپړل شوې دي .

دغه راز تېره ورځ د ولسي جرګې غړو، وويل په دې وروستيو کې په ايران کې د يو شمېر افغانانو کورنه هم سوځول شوي او د کورنيو نارينه يې د پوليسو له لوري نيول شوي او بنديان شوي دي.

لاريون کوونکو چې د ايران پر ضد يې شعارونه ورکول له هغه هېواده وغوښتل چې افغانان ځورونه و دروي.

دوی پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې په ايران کې د مېشتو کډوالو غم وخوري .

په افغانستان کې دايران سفارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .

څو مياشتې وړاندې د اسې راپورونه خپارل شول چې ايران خپله پوله د افغانانو پر مخ پرانستې ده او هر چا ته د ورننوتلو اجازه ورکوي .

دغه راز دا اوازې هم تودې وې چې ايران ګواکې د خپلو ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هم د افغان زده کوونکو پر مخ پرانستې دي .

خو په دې پسې لږ وروسته په ناڅاپي توګه د افغانانو د اعدامولو او ځورولو اوازې تودې شوې .

تر دې مهاله د يو شمېر اعدام شويو افغانانو جنازې هم خپل هېواد ته را وړل شوې دي .