زمری بشري : د ولسي خلکو زيانونه زيات شوي دي

 بشري
Image caption که څه هم د کورنيو چارو وزارت د مخالفينو دزيان د زياتوالي خبره کوي خو په تېرو څو کلونو کې د مخالفينو زيان د افغانستان په جګړه کومه ښکاره اغېزه نه درلوده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د روان کال په وري کې د تېر کال د همدغې مياشتې په پرتله د ولسي خلکو مرګ ژوبله او د مخالفينو بريدونه زيات شوي دي خو بالعکس د پوليسو زيانونه کم شوي دي .

د وزارت وياند زمري بشري وويل د روان کال په لومړۍ مياشت کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د نا امنۍ 500 پېښې شوې چې د تېر کال د لومړۍ مياشتې په پرتله دېرش سلنه زياتوالی ښيي .

په دغې ډله کې ډېرې پېښې په کندهار، غزني، هېلمند او خوست ولايتونو کې شوې چې لامل يې ماينونه، چاودنې او ځانمرګي بريدونه ول.

په دوديز ډول هر کال د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې د ناامنۍ پېښې ډېرېږي .

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي د مخالفينو د بريدونو له زياتوالي سره سره د پوليسو زيانونه راکم شوي دي .

نوموړي د پوليسو دزيان د کموالي لامل له مخالفنيو سره په جګړه کې د هغوی د وړتيا لوړېدل او پر وسلو ښه سمبالېدل وبلل.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل د مخالفينو زيانونه د تېر کال د وري د مياشتې په پرتله په سلو کې اته زيات شوي دي .

په ټوله کې اوس ويل کېږي چې د مخالفنيو پر ضد جګړه کې ډېره تکيه په استخباراتي معلوماتو کېږي چې له مخې يې ځيني سيمې او کورونه په نښه کېږي او د شپې له خوا ناڅاپي چټک عمليات پرې کېږي چې مخالفينو ته پکې زيان اوړي.

ده زياته کړه چې په تېره مياشت کې 350 مخالفين وژل شوي ، نژدې سل تنه ټپيان شوي او تر 250 زيات نيول شوي دي .

که څه هم د کورنيو چارو وزارت دبريدونو له زياتوالي سره د مخالفينو د زيان د زياتوالي خبره هم کوي خو په تېرو څو کلونو کې تجربو ښوولې چې دمخالفينو مرګ ژوبله د جګړې پر تودېدا او سړېدا ډېره اغېزه نه لري.