د ټاکنو د کمېسيون د دارالانشاء نوی مشر و ټاکل شو

Image caption څو ورځې مخکې د ټاکنو د کمېسون د پخواني مشر پر ځای هم بل سړی ټاکل شوی دی.

ټاکنو د کمېسيون چارواکي وايي عبدالله احمدزی د ټاکنو د کمېسيون په وړانديز د ولسمشر کرزي د يوه فرمان پر بنسټ ددغه کمېسيون د دارالانشا د مشر په توګه ټاکل شوی دی .

ښاغلی احمدزی چې تر دې مهاله يې د ايشا فونډېشن په نوم يوې خيريه ټولنه کې کار کاوه تېره ورځ ورته نوې دنده ورکړل شوه .

د ټاکنو د کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي ښاغلی احمدزی به سر له سبا خپل کار پيل کړي.

ښاغلی نور زياته کړه چې عبدالله احمدزي د ټاکنو په برخه کې بشپړه تجربه لري او هغه مهال چې دټاکنو کمېسيون او د افغانستان او ملګرو ملتونو يو ګډ بورډ و ښاغلی احمدزی يې دعملياتي برخې مشر و.

ښاغلی احمدزی له هغه وروسته پر دغې دندې ګمارل کېږي چې پخواني مشر داوود علي نجفي ظاهر د يو لړ فشارونو له امله استعفاوکړه او د کمېسيون مشر عزيزالله لودين هم خپله دنده پرېښوده.

پر دوی دواړو تور و چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ښاغلي کرزي ملاتړ کړی وخو داوړه تر اوسه پورې دغه تور ردوي .

څو ورځې مخکې د ټاکنو دکمېسيون د مشر پر ځای هم د فضل احمد معنوي په نوم بل تن ټاکل شوی دی .

د ټاکنو د کمېسيون د مشرانو بدلون د ښاغلي کرزي د مخالفينو لويه غوښتنه وه .

دوی ادعا کوله چې که د کمېسيون پخواني مشران پر خپلو ځايونو پاتې شي نو د ولسي جرګې را روانې ټاکنې به رڼې نه وي .

ټاکل شوې چې دو لسي جرګې ټاکنې په وږي يا سپټمبر کې وشي .