په کابل کې د فساد پر ضد لومړنۍ محاکمه پيل شوه

ښاغلی کرزی
Image caption ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د فساد ضد کنفرانس ته وينا کوي .

په افغانستان کې پر فساد ، د لومړي تورن علني محاکمه پيل شوه.

دغه سړی چې د حج او اوقافو وزارت خزانه دار، و د فساد او بډو په تور نيول شوی دی .

څارنوالانو د هغه دمحاکمې د پيل پر لومړۍ ورځ وويل نوموړی د کابل په هوايي ډګر کې له 362 زره امريکايي ډالرو سره نيول شوی چې له سعودي عربستان څخه يې کابل ته رالېږدول .

د څارنوالانو په وينا دا درشوت پيسې وې چې د حاجيانو دلېږد پر مهال يې له شرکتونو څخه اخيستې وې .

دوی وويل چې د تورن داسې ټلېفوني خبرې يې ثبت کړې چې د پخواني وزير صديق چکري او هوايي شرکتونو تر منځ د بډو اخيستلو لپاره واسطه کېږي .

خو تورن دغه تور رد کړ.

د حج او اوقافو پخوانی وزير صديق چکر وار له مخکې د لويې څارنوالۍ له لوري پر فساد تورن شوی دی او د نيولو حکم يې شوی دی .

خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او تر اوسه لا په بريتانيا کې اوسېږي.

تورن وويل چې يادې شوې پيسې يې د حاجيانو لپاره د استونګنځايونو د برابرولو لپاره سعودي ته وړې وې او د وزير صديق چکري په امر يې بېرته کابل ته راوړلې.

څارنوالانو دا هم وويل چې د تورن په بانکي حساب کې شل ميليونه افغانۍ موندل شوې چې د فساد اوبډو له لارې يې تر لاسه کړې دي .

خو تورن وايي دغه پيسې يې د خپل کور د پلورلو له لارې موندلې وې.

په افغانستان کې دفساد ادعاوې ډېرې پراخې دي ، ولسمشر کرزی پخپله دا مني چې په حکومت کې يې فساد جرړې غزولې دي.

ويل کېږي چې د پخوانيو او اوسنيو وزيرانو په ګډون يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په فساد کې لاس لري .

خو ښاغلي کرزي ويلي حکومت به يې له فساد سره کلکه مبارزه کوي او په دې لړ کې د هېواد لويې څارنوالۍ پر ځينو چارواکو د فساد تورونه هم پوري کړي خو نيول شوي لا نه دي .

نوې محاکمه په افغانستان کې د فساد پر ضد د خپل ډول لومړنۍ محاکمه او د فساد پر ضد قضايي بهير لومړنی پړاو بلل کېږي .