عمر: په پاکستان کې د ملا برادر محاکمه ناسم کار دی

وحيدعمر
Image caption وحيد عمر وايي که پاکستان ملابرادر هلته محاکمه کړي نو دا به له افغانستان سره له شوي توافق څخه سرغړونه وي .

افغان حکومت وايي په پاکستان کې د طالب مشر ملا عبدالغني برادر محاکمه له کابل سره د شوې توافق خلاف کار دي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر ددغه توافق د جزياتو په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې پاکستان ورسره ژمنه کړې وه چې افغانستان ته د ملابرادر او يو شمېر نورو طالبان د ورسپارلو په اړه به فکر وکړي .

د ريپوټونو له مخې ملابرادر د پاکستان د سيند ايالت د سوداګريز مرکز کراچۍ په يوه مدرسه کې د امريکايي او پاکستاني اجنټانو په يوه ګډه چاپه کې نيول شوی و .

د ده تر نيول کېدو وروسته د پاکستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو انکار وکړ چې ګنې هغه دې نيول شوی وي خو پاکستان پوځ په يوه وينا پاڼه کې د هغه نيول کېدل و منل .

د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د اپريل په 13 د لاهور سترې محکمې ته وويل چې د ملابرادر د نيول کېدو په اړه به په دوو اونيو کې ورته يو ريپوټ چمتوي کوي .

تمه ده چې نن د ورځې تر پايه به دغه ريپوټ د لاهور سترې محکمې ته وسپارل شي چې له مخې به يې محکمه بل ګام اخلي.

له بلې خوا د ملابرادر تر نيولو وروسته دپاکستان د استخباراتو يوه غړي خالد خواجه د لاهور محکمې ته عريضه ورکړه چې پکې نه يوازې د ملابرادر د نيولو خبره شوې وه بلکې له محکمې يې د هغه د پرېښودو غوښتنه هم کړې وه.

خالد خواجه څو ورځې وړاندې په وزيرستان کې د وسلوالو له لوري ووژل شو او اوس به وکتل شي چې د هغه وکيل طارق اسد دغه عريضه پر مخ بيايي او که ترې تېرېږي .

Image caption ښاغلی فراهي په 2008 کال کې د پېښور په حيات اباد کې نا څرګندو وسلوالو و تښتاوه.

د خالد خواجه مېرمنې د هغه تر وژل کېدو وروسته ادعا وکړه چې مېړه يې ددغې قضيې له امله وژل شوی دی او داسې اشاره يې هم ورکړه چې کېدای شي له دغې عريضې څخه تېره شي .

خو تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې د خالد خواجه عريضه به دوام کوي او که به اخيستل کېږي .

له دې سره همهاله افغان حکومت وايي په پاکستان کې دتښتول شوي افغان سفير عبدالخالق فراهي د خوشې کولو هڅې يوه حساس پړاو ته رسېدلې دي .

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر له بي بي سي سره په خبرو کې په دې اړه نور جزيات ور نه کړل خو په وينا يې له تېر يوه کاله راهيسې يې په دې اړه خبرې روانې کړې دي .

ښاغلی فراهي په پېښور کې افغان کونسل او د پاکستان لپاره نوی سفير نومول شوی و چې د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په دوه ويشتمه د پېښور په حيات اباد کې وتښتول شو.

له اوږده ځنډه وروسته د صلاح الدين په نوم يوې ډلې د يکشنبې پر ورځ د هغه يوه ويډيو خپره کړه او ګواښ يې وکړ چې که تر يوې اونۍ پورې ددغې ډلې غوښتنې و نه منل شي نو هغه به ووژني .