د نومليکنې وخت د چهارشنبې مازيګر پای ته رسی

Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي تمه لري چې د ورځې تر پايه پورې به يو شمېر نور کسان هم د ولسي جرګې لپاره ځانونه و نوموي .

د افغانستان د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره د نومليکنې وخت د چهارشنبې ورځې پر مازيګر پای ته رسي .

د ټاکنو کمېسيون وايي تر دې مهاله د ولسي جرگې لپاره ټول ټال 2087 کسان ولاړ دي چې د تېرو ټاکنو په پرتله دغه شمېر دوه برابره کمه ده .

د دوی زياتوي چې ددغو نوماندانو په ډله کې 299 ښځې او 37 تنه کوچيان دي چې پېنځه پکې مېرمنې دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي چې په کندهار کې د نا امنۍ او په تخار او بدخشان کې د نومليکنې د توکو د ځنډ رسېدنې له امله به د نومليکنې بهير يوه يا دوه ورځې نور هم وغزېږي.

تر دې وروسته به د نوماندانو لومړنی نوملړ جوړېږي او يوه اونۍ به د عامو خلکو په واک کې وي چې که څوک نيوکه او يا د چا په اړه شکايت کوي .

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سرچينو په وينا دا ځل د ښځو شمېره هم تر تېر ځل ټيټه برېښي او په وينايې يو لامل يې دا کېدای شي چې دا ځل د تيرو ټاکنو په پرتله د کانديدانو لپاره شرايط سخت شوي دي .

ولسي جرگې ته د دريدلو کسانو په ډله کې د اوسنۍ ولسي جرگې له يو څو استازيو پرته نور ټول غړي شامل دي .

داسې ويل کېږي چې دا ځل به د ولاړو کانديدانو تر منځ ټاکنيزې سيالۍ هم سختې وي ، او لامل يې هم د تېر په پرتله د ټاکنو په اړه د خلکو تجربه او پوهه زياته شوې ده .

د روانو ټاکنو يو بل توپير به له تېرو هغو سره دا وي چې په تېرو ټاکنو کې داسې استازي هم وو چې شا وخوا پېنځوس زره رايې يې خپلې کړې وې ، خو دا ځل سياسي کړۍ او گوندونه هڅه کوي چې د يوه داسې کانديد پر ځاى څو کانديدان ودروي .

خو لا هم د ټاکنو د نوي قانون پر سر د ولسي جرگې او افغان حکومت تر منځ راټوکېدلى کړکيچ پرخپل ځاى پاتې دى .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې ټاکنې به د نوي فرمان له مخې تر سره کېږي او د کمېسيون د وياند نور محمد نور په وينا د ټاکنو لومړى پړاو يا نوم ليکنه هم د همدغه فرمان له مخې ترسره شوې ده.

دغې مسلې د افغانستان د ولسي جرگې د غړو تر منځ درز، رامنځته کړى او د جرگې غړي يې سره وېشلي دي .

ځينې استازي وايي ټاکنې بايد د هماغه پخواني قانون له مخې ترسره شي او په وينا يې نوى فرمان دوى په غوڅ اکثريت رد کړى دى .

د جرگې مشر يونس قانوني وايي چې نوى فرمان رد شوى او د جرگې استازي کولاى شي چې د نوم ليکنې تر ټاکلې مودې پورې خپل نومونه په کمېسيون کې وليکي : ((د سې شنبې ورځ د نوم ليکنې وروستى ورځ ده ، تاسې کولاى شىء تر همدغې ورځې خپلې هڅې وکړئ ، او دا چې کوم قانون نافذ دى او کوم نه دى ، نو موږ خو له حقوقي پلوه دغه دوسيه تړلې او پرېکړه مو کړې چې دوولسم نمبر فرمان نافذ دی.

دا چې حکومت له قانونه سرغړونه کوي ، مسوليت يې د هغوى په غاړه دى نه ستاسې ، هغه وکيلان چې نوم ليکنه و نه کړي نو د سې شنبې تر ورځې هغوى خپل چانس له لاسه ورکوي ، نو که دغه نېټه پاى ته ورسېده تاسې ټول له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې کېږئ . ))

خو د ځينو استازيو استدلال دا دى کله چې د ټاکنو لپاره نوم ليکنه د نوي تقنيني فرمان له مخې کېږي نو په باور يې دا په دې مانا ده چې نوى فرمان او قانون د منلو دى .

د کاپيسا ولايت استازى زين العاب الدين فريد وايي دده په ګډون د ولسي جرګې يو زيات شمېر غړو دهمدغه نوي فرمان له مخې نومليکنه کړې ده او دا په دې مانا دی چې دغه فرمان دوی ته د منلو وړ دی .

له لويه سره د ولسي جرگې غړي وايي چې د ولسمشر نوى تقنيني فرمان د دوى له نظره بې اعتباره دى ، او په خبره يې که اوس هغوى د نوي قانون له مخې ځانونه نوموي نو دا د دې مانا نه لري چې گواکې دغه قانون يې منلى دى .

بل لوري ته د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم پخپل دريځ ټينگ ولاړ دى او وايي چې دوى به د ټاکنو ټولې چارې د نوي فرمان له مخې تر سره کړي .

تر دې وړاندې افغان ولسمشر د ولسي جرگې له هغه پلاوي سر ليدلي ول چې د ټاکنو د فرمان په اړه له ولسمشر سره سلا مشوره وکړي .

دغو ټولو ته په کتو داسې برېښي چې دواړه غاړې چمتو دي پخپلو دريځونو کې تر پخوا زيات نرمښت راولي .

يو شمير سياسي کتونکي وايي که چيرته په دغو دريځونو کې د نرمښت څرک و نه لگېږي نو کېداى شي د ولسي جرگې راتلونکې ټاکنې له خنډونو او ځنډونو سره ملې شي.