کندهار: وسلوالو يو قومي مشر وواژه

Image caption په دې وروستيو کې په کندهار کې دقومي مشرانو او مخورو وژنې زياتې شوې دي .

نا څرګندو وسلوالو دکندهار د ارغستان ولسوالۍ يو قومي مشر او ددغې ولسوالۍ د قومي شوار غړی وواژه .

حيات الله د سې شنبې د ورځې پر سهار د کندهار په ښار کې د ښاروالۍ د وانۍ مخې ته په ډزو وويشتل شو.

د کندهار د ښاروالۍ ودانۍ د ولايت دفتر سره څېرمه په هغې سيمه کې پرته ده چې د ښار د نورو برخو په پرتله يې ګڼه گوڼه ډېره وي.

دکندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي د ارغستان ولسوالۍ د شورا دغه غړی،د خپل رسمي کار لپاره ښار ته راغلى و.

وژل شوى څلوېښت کلن حيات الله په خپلې ولسوالۍ کې د مهمو قومي مشرانو له ډلې شمېرل کېده.

تېره اونۍ په يوه ورته بله پېښه کې يو بل قومي مشر عبدالرحمن اکا هم ووژل شو،او تر ده وړاندې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ريس په گډون يو شمېر نور چارواکي او مخور کسان وژل شوي دي.

د ځينو دغو وژنو مسوليت وسلوالو طالبانو منلی خو د حيات الله د وژنې په اړه يې تر دې مهاله څه نه دي ويلي .

څو ورځې وړاندې ملگرو ملتونو د ناامنۍ له وېرې له کندهار څخه خپل بهرني کارکوونکي کابل ته بوتلل او ځايي هغو ته وويل چې پر کور کېني .

دغه بريدونه داسې مهال کېږي چې ناټو په کندهار کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره د پراخو عملياتو د پيلولو خبر ورکړى دى.