افغانستان: سېلابونو شاوخوا سل تنه مړه کړي دي

Image caption د سېلابونو له کبله اوښتي زيانونه بشپړ نه دي معلوم خو چارواکي وايي دوی پلټنې پيل کړې دي.

په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له کبله نژدې سل تنه مړه شوي دي . ددې په خوا کې د چارواکو په خبره زرگونو کورونه او لسگونه زره جريبه ځمکه هم سېلا بونو ورانه کړې .

د اونۍ له نيمايي را هيسې په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو له کبله تراوسه د ټولو مړو او ټپيانو دقيقه او وروستى شمېره نه معلومه خو د اوس لپاره حکومت د لسگونو کسانو د وژل کېدو او د لسگونو نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

هرات ، بادغيس او غور، په لوېديځ ، دايکنډي او باميان په مرکز ، فارياب، جوزجان او بغلان په شمال کې تر ټولو سخت سېلا ب ځپلي ولايتونه دي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر عبدالمتين ادراک په وينا تر اوسه په دغو ټولو ولايتونونژدې سل تنه مړه شوي :

((شل تنه د بادغيس په بالا مرغاب ، يويشت تنه په غور ، ٣ تنه په بغلان ، شل تنه په فارياب ، پنځه پنځه تنه په دايکنډي او باميانو کې ، وژل شوي ، ٢ سوه تنه د بغلان په اندراب کې خلکو ژغورلي ، دارنگه له بدخشان ، تخار او ځينو نورو ولايتونو څخه هم د نويو معلوماتو د را ټولولو په لټه کې يو ، نو تر اوسه د۸٨ تنو مړينه تايد شوې ده.))

ښاغلى ادراک وايي د ډېرو لويو او وړو کليو او ولسواليو لارې اوبو وړې چې د مرستو رسولو په برخه کې يې لويې ستونزې رامنځته کړې دي .

دارنگه ښاغلى ادراک وايي د تلفاتو او زيانونو شمېره اوکچه هره شېبه تغير کولى شي.

په همدې اړه د لا نورو معلوماتو د تر لاسه کولولپاره له پلازمېنې او دارنگه له ولايتي مرکزونو څخه پلاوي بېلا بېلو سيمو ته استول شوي دي .

زرگونو څاروي او زرگونه جريبه ځمکه هم دافغانستان په ډېرو سيمو کې سېلا ب وړې ده چې له اقتصادي اړخه يې هم خلکو ته درانه زيانونونه اړولي دي .

وروستي سخت سېلاونه د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کې راوتي چې د تلفاتو او زيانونو دقيقه شمېره يې نه ده معلومه .

خو ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې وروستيو راوتليو سېلا بونو د والي منشي عبدالمجيد په وينا له سيمې د خلکو لخوا د ټېلېفوني معلوماتو پر اساس د زرگونو کورونو د ورانېدو خبر ورکوي .

ښاغلى مجيد وايي يو ولايتي بېړنى پلاوى يې گمارلی چې په ټولو ولسواليو کې اوښتي زيانونه او د مرستو اړتيا معلومه کړي .

د خوراکي توکو ، خيمو او کمپلو اړتيا ښاغلي مجيد تر ټولو ډېره وبلله .

د بغلان سيمه ييزو چارواکو د ا يو ساعت وړاندې وويل چې د څو ماشومانو په گډون دغلته د سېلابونو له کبله د ٧ تنو مړينه او د ١٣ نورو ټپيانېدل تايدشوي دي .

د بغلان د پلخمري او د بادغيس د بالا مرغاب څو اوسېدونکيو هم بي بي سي ته د خپل زيان په اړه خبرې وکړې .

دوی ټولو ويل چې سېلابونو ورته ډېر مالي زيانونه اړولي دي .

ټول سيلاب ځپلي له حکومت او خيريه ټولنو د مرستو غوښتنه کوي .

له پېښو سره د مبارزې اداره وايي د مرستو په برابرولو بوخت او ژمنه کو ي چې ژر به يې استول شوي پلاوي د بېلا بېلو سېمو د مرستو د اړتيا ريپوټ ورته وړاندې او ورسره به مرستې ور ولېږي .

خو اندېښنه يې د خپلو امکاناتو له کموالي ده .

دغه اداره له نړيوالو مرسته ورکونکو ادارو غواړي چې له دوى سره خپلې مرستې ونه سپموي .

په افغانستان کې هر کال ځکه د بارانونو په زياتېدوسره د سيلا وونو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي چې له ٣ لسيزو جنگونو وروسته عامو خلکو تر ډېره بريده د سېلا بونو د راوتو په سيمو او د خوړونو پر غاړو کورونه ودان کړي چې ډېر کله د طبيعي پېښو له گواښونو سره مخا مخ وي .