د پېلوزي ادبي هنري خپرونه

د دې اوونۍ پېلوزي کې مو دغو مطالبو ته ځای ورکړی دی

د کندهار کې انار ګل وغوړېد

انار ګل
Image caption هر کال په کندهار کې د انار ګل مشاعره جوړېږي.

د مې په شپږمه په کندهار کې د انار ګل مشاعره ترسره شوه. په مشاعره کي د کندهار، ننګرهار، جنوبي پښتونخوا، هلمند، کابل، جلال اباد او نورو ولايتونو شاعرانو او ليکوالانو ګډون درلود او د انارګل شعري غونډې ته يې شعرونه او نظمونه وړاندې کړل.

د کندهار والي توريالي ويسا په خپله وينا کې د کلتوري ادارې د پخواني مشر مجيد بابي يادونه وکړه. ښاغلی بابی څه موده وړاندې په کندهار کې وسله والو کسانو په ډزو وواژه. خو د کلتوري چارو اوسني مشر عبدالقديم پتيال بيا وويل چې مشاعره د کندهاري اديبانو د پياوړو روحياتو څرګندونه کوي. انار ګل ته د کرښې له جنوب لوري له کوټې او پښين هم ليکوالان او اديبان ورغلي وو. دوی د مشاعرې د وېشليو پښتنو ترمنځ د تړاو مزی وباله.

پر کندهار سربېره، دا اوونۍ په نورو ځايونو کې هم د شعر او مشاعرو اوونۍ وه، په کونړ کې د (کونړ سيند) او په لوګر کې د سنځل ګل مشاعرې شوې دي. دکونړ سيند مشاعره هم د مې په ۶ مه د دغه ولايت په مرکز(اسعداباد) کې د کونړ سيند پرغاړه جوړه شوې وه. په مشاعره کې پر کوربه او ګاونډيو ولايتونو لغمان او ننګرهار سربېره له نورو بېلابېلو ولايتونو سل ګونه شاعرانواو مينوالو ګډون کړى و. خو د انار ګل شاعران او مينه وال بيا دکندهار په منډيګک ماڼۍ کې راغونډ شوي وو. د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاذ لال پاچا ازمون د انار ګل په اړه راسره غږېږي.

دوه پټکي او دوه ټيکري

پښتو ادبي غورځنګ تکل لري د دېورېنډ کرښې دواړو غاړو پر څلورو شاعرانو او ليکوالانو يو سيمينار جوړ کړي. دغه سيمينار به دوه ورځنی وي، او د مې په ۸ مه په کوټه کې پيلېږي. پښتو ادبي غورځنګ وايي دوی د لروبرې پښتونخوا څه د پاسه پنځه سوه اديبانو او ليکوالانو ته د ګډون بلنه ورکړې. زموږ همکار ايوب ترين په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له مشر صادق ژېړک سره د دغه سيمينار په اړه غږېدلی دی.

سپوږمۍ واهي

په جنوبي پښتونخوا کې د لورلايي ځوان شاعر هرات خان ناصر د شعرونو ټولګه د (سپوږمۍ واهي) تازه چاپ شوې ده. شاعر په خپله دغه ټولګه کې غزلونه، نظمونه او څلوريځي راغونډې کړې دي. ښاغلی ناصر په بوری سيمه کې اوسېږي، او د ډاکټرۍ يا روغتيا پالنې دنده ترسره کوي. دی په شعر او ادب کې د خپل ځان په اړه راسره خبرې کوي.

د اجمل اند ادبي ژوند

دا اوونۍ د ننگرهار په کامه کې د ځوان او نوښتګر شاعر اجمل اند په درناوي يوه درنه غونډه جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې يې گڼو کره کتونکيو او ليکوالو د ښاغلي اند پر ژوند او ادبي کار رڼا واچوله. مصطفى سالک هم په کابل کې د ښاغلي اند د شاعرۍ ځواکمن مضون يانې طبيعت ته کتنه کړې.

په پېلوزي کې د دې اوونۍ فرهنګي خبرونه

Image caption د پيکاسو دغه انځور نوی ريکارډ جوړ کړی، او په (۱۰۶) مليون ډالره پلورل شوی دی

د (پابلو پيکاسو) يو انځور تر ټولو ګران بيه هنري ټوټې نوی ريکارډ جوړ کړی، او په (۱۰۶) مليون ډالره پلورل شوی دی. د د دغه اسپانوي هنرمند د (۱۹۳۲) انځور، چې (بربنډه څېره، زرغونې پاڼې او نيمه موجسمه) په کې دي، په نيويارک کې د مزادونو په (کريسټي) تالار کې وپلورل شو. باور کېږي، چې (پيکاسو) په دغه لوحه کې د خپلې معشوقې (ماري ټېرېز والټر) بدن کښلی وي.

(پابلو پيکاسو) په ۲۰ مه پېړۍ کې د تشکيلي هنر له مخکښانو شمېرل کېږي، چې په ۱۹۷۳ کال کې په ۹۰ کلنۍ مړ شو. ده د تېرې پېړۍ په درېيمه لسيزه کې د خپل هنر تر ټولو مشهور کارونه کړي، چې يو يې د (ګوورنيکا) لوحه وه، چې د اسپانيا د کورنۍ جګړې وحشتونه يې په کې انځور کړي وو. د پسرلي په رادبره کېدو سره يو شمېر ستر نقد کوونکي او د تشکيلي هنر مينه وال په نيويارک کې د مزادونو موسم څاري. د (پيکاسو) يوې بلې هنري لوحې هم چې (ګارکون ا لا پيپې) نومېده په ۲۰۰۴ کال کې يې ريکارډ جوړ کړی و، او په (۱۰۴) مليون ډالره پلورل شوې وه.

د ۲۰۱۰ کال (ټرنر) جايزې ګټلو لپاره د کانديدانو وروستی نوملړ خپور شوی دی. په دغه نوملړ کې د (ډېکسټر ډالووډ Dexter Dalwood، انجېلا ډېلا کروز Angela de la Cruz، سوزان فېليپ Susan Philipsz او د اوټوليټ ډلې Otolith Group) نومونو ځای نيولی دی. په دوی کې ځينې د رسامۍ او ځينې نور د موسيقۍ کارونو له مخې جايزې ته کانديد شوي دي. د جايزې ګټونکی به، د دوی د هنري کارونو له نندارتون وروسته، د دسمبر په ۶ مه اعلانېږي. د (ټرنر) جايزه د معاصرو هنرونو جايزه ده. د دغې جايزې بنسټ په ۱۹۸۴ کال کې ايښودل شوی، چې د اوسنۍ زمانې هنر د پرمختګ هڅونه وکړي. دغه جايزه هرکال له (۵۰) کلنو ښکته بريتانوي هنرمندانو ته ورکول کېږي.

د سږ کال د (ټوني) جايزې ته فېلمي ستوري (جوډ لا Jude Law) او (کاترين زيتا جونز Catherine Zeta-Jones) نومول شوي دي. دوی دواړه بريتانويان دي. ښاغلی (لا) چې د (بروډوې) تمثيل کې يې په (هاملېټ) کې رول لوبولی، د جايزې لپاره په (رېډ Red) فېلم کې له بريتانوي (الفرېډ مولينا Alfred Molina) او په (فېنسېز) فېلم کې له امريکايي (ډېنزل واشنګټن Denzil Washington) سره سيالي کوي. خو مېرمن (زېتا جونز) بيا په (الېټل نايټ ميوزيک A Little Night Music يا د شپې وړه موسيقۍ) کې د غوره فېلمستورې په توګه جايزې ته سيالی کوي. (امېرکن ايډيوټ) چې د امريکا د راک موسيقۍ ډلې (ګرين ډې Green Day) انځوريزه کيسه کوي، د غوره موسيقۍ ګټلو ته نومول شوی دی. د جايزې ګټونکي به د جون په ۱۳ مه د نيويارک د (رېډيو سيټي) په موسيقۍ تالار کې اعلان شي. د (ټوني) جايزې د امريکايي تياټر څانګې له خوا په تياټر کې شهکارونو ته ورکول کېږي، چې په ۱۹۴۷ کال کې پيل شوې دي.

Image caption د (اتريش ملي بانک) په شتمنيو کې (۳۶) ګران بيه ويلونونه دي

د اتريش د بهرنيو چارو وزارت بريالی شوی، چې يو ګران بيه (ويلون) په سويزرلنډ کې د زيوريخ له هوايي ډګر بېرته ترلاسه کړي. دغه (ويلون) د اپرېل په ۲۴ مه د زيوريخ په هوايي ډګر کې نيول شوی و، او بيا د هوا له لارې بېرته اتريش ته واستول شو. دغه ويلون يوې مېرمنې (پاټريشيا کوپاچينسکايا)، چې يوه مشهوره ويلون ږغوونکې ده، له اتريش نه سويس ته له ځان سره ووړ. خو د (زيوريخ) هوايي ډګر ګومرک ته يې داسې سند پاڼه وښوده چې ويل يې، دغه ويلون يې د اتريش له ملي بانک نه پور کړی و. ويلون په ۱۸ مه ميلادي پېړی کې جوړ شوی، او اټکل شوې بيه يې شاوخوا ۷ مليون ډالرو ته رسېږي. مېرمن (کوپاچينسکايا) په اتريش کې اوسېږي، خو په سويس کې هم کور لري، او د زيوريخ چارواکيو په وينا قانون دا د سويس اوسېدونکې شمېري. د زيوريخ هوايي ډګر ويل دا چې دغې ويلونستې مېرمنې د هوايي ډګر له ګومرکه د ويلون د پرېښودو لپاره (د لنډمهالې اجازې) غوښتنه نه وه کړې، نو له همدې امله يې بايد شاوخوا (۷۰۰) ډالره ګرو ايښي وی. د (اتريش ملي بانک) په شتمنيو کې (۳۶) ګران بيه ويلونونه دي، چې د ويلون غږونې دوو لويو استاذانو (انټونيو سترادواري) او (جوزېپې ګوارنري) جوړ کړي دي.

د اتريش ملي بانک، د فرهنګي خدمت په توګه ځينې ويلونونه نومياليو ويلون غږوونکيو ته په پور ورکوي چې يوه موده ترې هنري ګټه واخلي. (پاتريشيا کوپاچينسکايا) په کال ۱۹۷۷ کال کې په (مولډووا) کې زېږېدلې، په ۱۲ کلنۍ کې يې له خپلې کورنۍ سره اتريش ته کډه کړې، او اوس په نړۍ کې يوه غوره ويلون غږونکې بلل کېږي.

د موسيقۍ په برخه کې (فلورانس وېلچ Florence Welch) د (موجو Mojo) مجلې د جايزې سياليو په سر کې راځي. سندرغاړې (فلورانس) د بريالي تمثيل، غوره البوم، غوره ژوندی تمثيل او د کال سندرې (مينه دې وګټله) له مخې برلاسې ګڼل کېږي. د (کازابيان Kasabian) موسيقۍ ډله بيا له نوموړې سره په نژدې سيالۍ کې ده. د جايزې ګټونکي چې د (موجو) مجلې لوستونکيو رايې ورکړې، د جون په ۱۰ مه به په لندن کې اعلان شي. (جوانا نيوسم) او (پاول وېلر) هم د غوره البوم په اړه سيالي کوي.

Image caption اسلامپاله وکليلان وايي د (زر او يوه شپه) کتاب کې کڼ شمېر څرګندې جنسي او ټيټې خبرې دي

مصري ليكوالانو د هغې غوښتنې غندنه کړې، چې يوې ډلې اسلامپاله وکيلانو د (زر شپې او يوه شپه) کتاب بندولو په موخه کړې ده. دوی دغه کتاب له اخلاقي چوکاټ وتلی بولي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې د (کلتوري ماڼيو) په نامه ادارې دغه کتاب چې په بازارونو کې خلاص شوی، بيا چاپ کړ. په مصر کې د ليکوالانو ټولنې ټينګار کړی، چې دوی به د وکيلانو دغې ډلې په وړاندې، که يې خپلې داوې ته دوام ورکړ، په محکمو کې مقابله وکړي. د وکيلانو يوې ډلې د مصر لوی څارنوال ته يو غوښتنليک وړاندې کړی و، چې دغه کتاب بېرته راټول کړي. اسلامپاله وکليلان وايي د (زر شپې او يوه شپه) کتاب کې کڼ شمېر څرګندې جنسي او ټيټې خبرې شته، چې د دوی په وينا فجور او فسق ته لار پرانيزي او په ټولنه کې جرمونه زياتوي. د ليکوالانو ټولنې يو وياند بيا ويلي چې دغه وکيلان د (طالبانو په څېر چلن کوي).

په سوماليا کې يو شمېر راډيو ګانو د وسله والو اسلاميانو د امرونو له مخې د موسيقۍ او سندرو خپرول درولي دي، دوی داوه کوي چې سندرې او د موسيقۍ غږونه د اسلام له لارښوونو سرغړونه ده. راډيو ګانو ويلي دوی د خپلو کارکوونکيو د سلامتۍ په اړه وېرېږي، نو ځکه يې دغه امرته غاړه ايښي او منلی يې دی. د سوماليا اسلامي ګوند، چې د حکومت مخالفت کوي، په پلازمېنه (موګاديشو) کې راډيو ګانو ته لس ورځې وخت ورکړی، چې سندرې او موسيقي ودروي. واسله والو سوماليايانو پخوا هم ورته پرېکړې کړې وې، چې له مخې يې د فېلمونو کتل، د فوټبال لوبې منعه کړې وې، او د ږيرو پرېښودل يې لازمي کړي وو.