هرات: په رسنيو کې د ښځو د کارکولو لېوالتیا ډېره شوې

هرات
Image caption ډیری افغان کارپوهان په دې باور دي چې په دې ټولنه کې ښځې ډیری زیان منونکې دي.

په هرات کی د ښځینه ژورنالیستانو نوی جوړ شوی مرکز وایي د پخوا په پرتله اوس ډیری میرمنې په رسنیو کې د کار لپاره په سیمه کې لیوالتیا ښیي.

دغه مرکز وایي لامل یې دا دی چې د رسنیو له لارې په راډیو ګانو او ټلویزیونونو کې د ښځینه کارکوونکو د ګمارل کیدو د اهمیت په هکله په پرله پسې توګه ځانګړي پروګرامونه خپاره شوي او د خلکو د پوهاوي کچه پورته شوې ده .

یوشمیر کارپوهان بیا وایي چې اوس هم په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه چندانې د پام وړنه ده .

دوی وایي پخواني دودونه او ناامني تر بل هر عامل زیات په رسنیو کې د ښځو د کارکولو پر وړاندې خنډونه جوړوي. هرات د افغانستان په لوېدیځ کې یو له هغو ولایتونو دی چې د یو شمېر نورو ولایتونو په پرتله ډیری رسنۍ پکې فعالې دي.

په دې ولایت کې لس سیمه ییزه رادیوګانې، ۵ ټلویزیوني شبکې او شاوخوا دیرش چاپي رسنۍ مینه والو ته خبري، تفریحي او علمي مطالب خپروي .

په ډیری دې ډول رسنیو کې یوشمیر ښځینه کارکوونکي هم په کار ګمارل شوي دي .

په هرات کې د ښځینه ژورنالیستانو د نوي جوړ شوي مرکز او په دې ولایت کې د ښځو یوازېنۍ ځانګړې (سحر) رادیو چارواکي وایي په دې ورستیو کې د پخوا په پرتله ډیری میرمنې په رسنیو کې د کار لپاره لیوالتیا ښیي.

د نوموړې مرکز غړې او د سخر رادیو مشره میرمن حمیرا حبیب وایي داسې ورځ نه ده چې یوه یا دوې میرمنې دې دفتر ته د کار د موندلو په موخه ټلفن ونه کړي.

میرمن حبیب زیاتوي پخوا تر دې به ښځو د زده کړو وروسته یوازې د ښوونکې په توګه په کار ګمارل کیدې، خو اوس يې په وینا ښځې په دې پوه شوې چې د رسنیو ډګر هم د دوی پرمخ پرانیستی دی: ((زموږ پروړاندې اوږده موده یوه ستونزه دا وه چې ډیری میرمنې ان هغه مېرمنې چې له پوهنتون نه به فارغې شوې یوازې به د ښوونکې په توګه کارکولو ته چمتو وې، خو له وروسته چې په پرله پسې توګه د رسنیو له لارې په دې اړه پروګرامونه خپاره شول نو ډیری میرمنې په دې پوه شوې چې په رسنیو کې د دوی ځای تش پاتې دی او دوی کولای شي دلته وده او ښه کار وکړي زه فکر کوم دا یې یو عامل دی.))

مېرمن حبیب زیاتوي اوس مهال یوازې ښځینه ژورنالیستانې په رسنیو کې د ننه کار کو لو ته چمتو کیږي او په وینایې د رسنیو او دفترونو بهر د کار په ډګر کې چندان د دندې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي .

نوموړې وایی ښځې د دې کار وړتیا لري خو کورنۍ د دودونو په پام کې نیولوسره نجونو ته دا اجازه نه ورکوي چې د یوې فعالې خبریالې په توګه له دفتر بهر کار وکړي:

Image caption زياتره افغان ښځې د امنيتي ستونزو له کبله له کورونو نه شي وتلی.

(( زه فکر کوم یولړ محدودیتونه اوس هم په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې شته او کورنۍ به نجونو ته دا اجازه نه ورکوي چې د دفتر نه بهر د کار په ډګر کې د یوشمیر نورو ولایتونو او په ځانګړې توګه دکابل په شان چې هلته ښځې هم د ژورنالیزم په ډګر کې فعاله ونډه لري او د دوی رپوټونه د رسنیو له لاریې خپریږي.)) مېرمن حبیب زیاتوي د ښځینه ژورنالېستانو نوی مرکز په پام کې لري چې ډیر ژر د انټررنېټ او کمپیوټري وسایلو په کارولو سره د زیات شمیر هغو میرمنو لپاره د ښوونیزه پروګرامونو د ترسره کولو زمینه برابره کړي چې له ژورنالیزم سره مینه لري. سهیلا شریفي د ژورنالیزم پوهنځي نه فارغه شوې او په هرات کې د ښځو ځانګړې سحر رادیو کې په کار ګمارل شوې.

نوموړې وایي اوس په هراړخیزه توګه په رسنیو کې د کار لپاره ښځو ته زمینه برابره شوې ده: (( زمینه برابره شوې هېڅ یوه ستونزه نه ده هغه میرمنې چې له ژورنالیزم سره مینه لري کولای شي د ژورنالیزم په ډګر کې زده کړي او کار وکړي ما خپله تر دې وړاندې هم له نورو رسنیو سره کار کړی او له کومې ستونزې سره نه یم مخامخ شوې.)) له دې ټولو سره سره، یوشمیر کارپوهان وایي د بېلابېلو عواملو له کبله د کلتوري او ټولنیزه فعالیتونو په برخه کې د ښځو بیرته پاتې کیدو ته په اشارې سره وایي په ټولو برخو کې د ښځو د کارکولو لپاره هغه مهال زمینه برابریږي چې له یوې خوا امنیت په ډادمنه توګه تامین شي او له بل پلوه لوړې زده کړې وکړي.

په هرات کې د مدنې ټولنې شبکې د همغږۍ د څانګې مشره میرمن عزیزه خیزاندیش وايي : (( زه فکرکوم امنیت ډیره اغیزه کوي کله چې میرمنې د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي دوی به کولای شي په سمه توګه کار وکړي په تېره بیا د ژورنالیزم په ډګر کې بله مهمه خبره دا ده چې باید ټولې مېرمنې په هره برخه کې چې د کار لېوالتیا لري باید د دې امکان ترلاسه کړي چې لوړې زده کړې وکړي.)) ډیری افغان کارپوهان په دې باور دي چې په دې ټولنه کې ښځې ډیری زیان منونکې دي.

دوی وایي که مېرمنې خپله لوړې زده کړې وکړي او په رسنیو کی خپله په کار وګمارل شي په ښه توګه کولای شي د ښځو د حقونو او په ټولنه کې د هغوی د مهم رول په هکله د خلکو د پوهاوی کچه پورته کړي .