د سولې جرګه د غبرګولي پر اتمه په کابل کې جوړېږي

دغه جرګه به مخالفينو سره د سولې په اړه د يوه ميکانيزم او چوکاټ جوړولو په موخه جوړېږي .
Image caption دغه جرګه به مخالفينو سره د سولې په اړه د يوه ميکانيزم او چوکاټ جوړولو په موخه جوړېږي .

د سولې د ملي مشورتي جرگې د تياريو کميسيون وايي چې دغه جرگه به د راتلونکې غبرگولي مياشتې پر اتمه نېټه په کابل کې جوړه شي.

تر دې وړاندې ويل شوي وو چې دغه جرگه به د غويي پر ۱۲مه جوړېږي، خو د دغه کميسيون د چارواکو په خبره دغه جرگه د ځينو لاملونو له کبله ځنډول شوې وه.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د کميسيون مشر او د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ هغه مهال د دغې جرګې د ځنډېدو اعلان وکړ، چې ايله يوه اوونۍ د دغې جرګې پرانيستلو ته پاتې وه .

نوموړي ويلي وو چې د سولې ملي مشورتي جرګه امريکا ته د ولسمشر کرزي د سفر، د جرګې د پايلو په اړه د نړيوالې ټولنې د اندېښنو ، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نوم ليکنې د بهير د دوام او يو لړ نورو اقتصادي او امنيتي ستونزو له امله له دوو تر درو اوونيو وځنډول شوه .

په پام کې ده چې سبا (يکشنبه، د مۍ نهمه) ولسمشر کرزی امريکا ته سفر وکړي .

د ملي مشورتي جرګې د کميسيون چارواکي وايي چې په دغه جرګه کې به شاوخوا ۱۳۰۰ تنه ګډون وکړي .

دوی وايي چې د دې غونډې ګډونوال به له ولسوالیو او ولايتونو څخه قومي مشران، د کوچيانو ۳۰ تنه استازي او د پوهنتون ۴۰ استادان او د مدني ټولنو استازي، چې لس تنه به پکې خبريالان وي، ګډون ولري.

همدا شان د دې جرګې د پرانيستلو او پای غونډو ته به په کابل کې د بهرنيو سفارتونو او بهرنيو مؤسسو استازي د جرګې برخوال وي .

تېر کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې ولسمشر کرزي ژمنه کړې وه، چې ډېر ژر به د سولې جرګه راوبولي .

دغه جرګه به مخالفينو سره د سولې په اړه د يوه ميکانيزم او چوکاټ جوړولو په موخه جوړېږي .

ورته مطالب