خصوصي امنيتي کمپينو ته د کورنيو چارو د وزارت خبرداری

Image caption دا مهال په ټول افغانستا ن کې ۵۲ امنیتي خصوصي کمپنۍ فعالیت کوي چې ۲۶ یې افغاني او پاته ۲۶ یې بهرنۍ دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې خصوصي امنیتي کمپنیو ته خبرداری ورکړ چې که خپل فعالیتونه د قانون په چوکاټ کې تنظیم نه کړي نو کمپنۍ به یې منحل او وسلې به ترې واخيستل شي .

د دغه وزارت چارواکي وایې تر اوسه یې د کمپاس او وطن ریسک منجمنټ په نوم خصوصي امنیتي کمپنیو یو شمیر کارکوونکي د ملکي وګړو د وژني په تور نیولي او په وینا یې د کابل - کندهار د لویې لاري په اوږدو کې د دغو کمپنیو پر فعالیت بندیز لګول شوی دی.

دکورنیو چارو وزارت وایې یادي سوي کمپنۍ د افغانانو تر مشرۍ لاندې کار کوي .

د کورنیو چارو وزارت وایې له قانون څخه د سرغړوونکو خصوصي امنیتي کمپنیو پر وړاندې د دوی ګامونه جدي دي .

د دغه وزارت چارواکو په کلکه له دغو کمپنیو وغوښتل چې خپل فعالیتونه قانوني کړي .

د کورنیو چارو دوزارت ویاند زمري بشري وویل حکومت ددغو کمپنیو پر چارو پوره کنټرول لري او وایي د هر ډول سرغړوني په صورت کې به دغسې کمپنۍ منحل شي :

((د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ټولو خصوصي امنيتي کمپينو ته اخطار ورکوي چې د مقررې او قانون تر سيوري لاندې خپل فعاليت وکړي اوکه چېرې له دې قانونه سرغړونه وکړي، لومړی به يې کمپنۍ منحل ، بيا به يې تجهيزات او وسلې ضبط او جدي چلند به ورسره کېږي. ))

د کورنیو چارو وزارت وروسته له هغه دا خبرداری ورکړی چې په تیرو لسو ورځو کې دوو امنیتي خصوصي کمپنیو د کابل - کندهار پر لویې لارې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي .

چارواکي وایې د داړو پیښو عاملین یې نیولي او څیړنې ترې رواني دي .

زمری بشري وایې له دې وروسته دغه دواړې کمپنۍ د کابل - کندهار پر لویه لاره د فعالیت اجازه نه لري :

((دغه دواړه کمپنۍ تر دې وروسته نه شي کولی چې د ميدان وردګو په اوږده لاره کې د امنيت دنده ترسره کړي او بل دا چې د دغو قضيو ټول عاملین د پوليسو لخوا نيول شوي او اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي، چې په اړه يې پلټنه روانه ده. ))

دا لومړي ځل نه دی چې له خصوصي امنیتي کمپنیو څخه شکایتونه کیږي تر دې وړاندې هم د ټول هیواد په کچه داسې رپوټونه خپاره شوي چې ښیي خصوصي امنیتي کمپنیو خلک ځورولي ، کورونو ته ننوتي، د خلکو د تګ راتګ مخه یې نیولې ده او آن له یوې سیمي څخه یې بلې سیمي ته په ناقانونه ډول وسلې هم وړې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایې ددغو کمپنیو چارې تر خپل کنټرول لاندې لري او په وینا یې د هرې سرغړونې په کچه د هغوی په وړاندې غبرګون ښودل شوی دی.

Image caption چارواکي وایي له دوی سره ټول ټال ۴۲۰۰۰ میله وسله هم راجستر شوې ده .

ځینې وختونه په افغانستان کې د افغان اوبهرنیو ځواکونو تر څنګ د دغسې خصوصي کمپنیو د ډېرېدو د ا ړتیا خبره هم شوې ده .

په تېره بیا امریکایي چارواکو وړاندې ویلي وو چې ددغو کمپنیو ډېرېدل نه یوازې د افغاستان په ځینو ناآرامو سیمو کې د دوی ځواکونو ته د خدماتو د رسولو په برخه کې مهمه ونډه لري بلکې له دې سره ددوی په وینا د افغانانو لپاره هم د کار زمینه برابرېدای شي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایې اوس مهال ددوی ټول پام د موجودو کمپنیو پر فعالیت او قانونولۍ باندې راټول دی او په وینا یې د نورو خصوصي امنیتي کمپنیو د اړتیا په صورت کې به اعلان وشي .

دا مهال په ټول افغانستا ن کې ۵۲ امنیتي خصوصي کمپنۍ فعالیت کوي چې ۲۶ یې افغاني او پاته ۲۶ یې بهرنۍ دي .

په دغو کمپنیو کې څه باندې ۲۴۰۰۰ کارکوونکي کار کوي چې شاوخوا۱۹۴۰۰ یې افغانان او پاته شاوخوا څلورنیم زره یې بهرنیان دي.

چارواکي وایي له دوی سره ټول ټال ۴۲۰۰۰ میله وسله هم راجستر شوې ده .