کندهار: يو بل قومي مشر ووژل شو

کندهار او ناڅرګندې وژنې
Image caption په کندهار کې په وروستيو څو مياشتو کې ګڼ قومي مشران په ناڅرګنده توګه وژل شوي دي.

په کندهار کې د قومي مشرانو د وژلو د روانې لړۍ په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د عبدالمنان په نوم يو بل قومي مشر وژل شوی . نوموړې تېره شپه په خپل کاله کې ووژل شو.

بل خوا د کندهار ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې پيل شوي عملیات به په سيمه کې امنيت راولي او بې ثباته به کمه کړي .

د يو بل خبر له مخې د طالبانو د مشرتابه شورا د يوې اعلاميې له لارې سر له سبا په ټول افغانستان کې د الفتح په نوم د سراسري عملياتو د پيل خبر ورکړی .

د افغانستان ددفاع وزير د دې په غبرګون کې وايي چې طالبان د خورې او پراخې جګړې وړتیا نه لري او يوازې ترهګر بریدونه ترسره کولی شي .

عبدالمنان دارغستان ولسوالي اوسيدونکی دی چې پرون شپه ناڅرگندو وسلوالو له خوا په خپل کورکې مسموم کړل شوى اوبيا وژل شوى دى .

پر نوموړي سربيره د هغه يوساتونکی هم وژل شوي دى .عبدالمنان په قوم الکوزې او د ارغستان دسيميزې شورا غړى و.

څو ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ يو قومي مشر حيات الله هم ويشتل شوی او وژل شوی و .

که له يوه پلوه په کندهار کې د قامي مخورو او حکومتي چارواکو د وژلو لړۍ روانه پاتې ده بل پلو پرون د کندهار والي او ځينو پوځي مشرانو خبريالانو ته هغه عمليات بريالي و ارزول چې له نژدې دوو اونيو راهيسې په هغه ولايت کې د بهرنيو او افغان ځواکونو له خوا پيل شوي دي .

د همکارۍ په نوم د دغو عملياتو مشري په خپله د افغان پوځ پر غاړه ده .

سره له دې چې افغان چارواکي په دغو عملياتو کې د يو شمير وسلو او مشکوکو کسانو د نيولو خبره کوي خو ورسره دا نيوکه هم شته چې ګواکي افغان ځواکونه لا د دا ډول عملیاتو د رهبرۍ وړتیا او تجربه نه لري او په کار ده چې د عملیاتو مشري بهرنیو ځواکونو ته وسپارل شي .

خو په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قل اردو قومندان شير محمد ځاځي دا انگيرنه بې ځايه بولي.

د کندهار والي توريالي ويسا وويل عمليات ډير پراخ دي او په ترڅ کې به يې د سیمې د امنیت او ثبات د غښتلتیا تر څنګ غیرقانوني وسلې هم راټولې شي او ورسره به هغه هوټلونه ، مدرسې، او نور ې حکومتي شتمنۍ چې زورواکونو لاندې کړې دي، هم راستنې کړای شي .

هغه د عملیاتو په ترڅ کې په کندهار کې د موجوده امنيتي کمپنیو له سره ارزونې ته هم اشاره وکړه او وویل هغه کمپنۍ به وتړل شي چې امنیت ته احتمالي ګواښ پېښولی شي.

بله غاړه د وسلوالو طالبانو د مشرتابه شورا يوه اعلاميه خپره کړې او په هغې کې يې د فتح په نامه د نويو پسرلنيو عملياتو د پيلولو خبر ورکړى دى .

اعلاميه وايي دغه عمليات به د مۍ پر لسمه چې د دوشنبې له ورځې سره سمون لري، پيل شي.

طالبانو په خپله اعلاميه کې د لارو د تړلو ، د ښارونو د کلابندۍ او پر حکومتي هدفونو د پراخو بریدونو ګواښنه کړې .

Image caption د کندهار په عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره بهرني سرتېري هم ونډه لري.

خو د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ د طالبانو دغه اعلامیه تش تبليغات بولي او وايي طالبان له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وړتیا نه لري او تر ډېره په ترهګريزو بریدونو تیکه کوي:

(( زه فکر کوم چې د طالبانو اعلان د ريښتينولۍ پر ځاى يو تبليغاتي اعلان دى. طالبانو د مخامخ جگړې وړتيا له لاسه ورکړې ده او تر ډيره ځايه پر ماينونو او ځانمرگو بريدونو تکيه کوي هغوى يوه لرې پرته سيمه گوري چې بريد پرې وکړي،او اوس هم تر کومه چې د پټو معلوماتو د بيان اجازه لرم درته ويلي شم چې د طالبانو ډير لوى قومندانان د ځانگړو کماندويي ځواکونو د ډار له کبله په پاکستان کې تشريف لري.))

ښاغلي وردگ وويل د تېر پرتله به د طالبانو په پوځي کړنو کې کوم توپير رانه شي، نوموړي له خپل لوري د کندهار عمليات بريالي وبلل او ويې ويل چې په راتلونکو څو مياشتو کې به د کندهار په امنيتي څرنگوالي کې جوت توپير راشي.

هر کال د پسرلي په راتلو د سيمو په سمسوريدو او د هوا په توديدو سره په افغانستان کې د سيالو ډلو له خوا وسلوال خوځښتونه ډيريږي.

او دواړه غاړې هڅه کوي چې په دې موسم کې د عملياتو خبرونه خپاره کړي.افغان چارواکي وايي چې د عملياتو موخه يې د حکومت ولکه غځول او د بيا رغنيزو چارو پيلول دي.

ورته مطالب