په ګڼ مېشتي هرات ولايت کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې

خليل احمد
Image caption خليل احمد :'' ۹۰ په سلو کې ترافیکي پېښې د دوه ډوله وسایطو لخوا نه چې استفاده یې په هرات کې رواج لري، ترسره کیږي، ریکشا ډوله وسایط او موټرسایکلونه. دا ډیر بې کیفیته او زیان منونکي جوړ شوي چې ټکر وکړي نو سپرلۍ یې یا ژوند له لاسه ورکوي یا ټپي کیږي.''

په هرات کې چارواکو د ترافیکي پېښو په کچه کې د زیاتوالي د راتلو له کبله اندېښنه ښوېلی ده.

د هرات د ترافیکو مدیریت وایي سږکال د وري/ حمل په میاشت کی د ترافیکي پېښو کچه د تېرکال د حمل میاشتې پرتله ۵۰ په ۱۰۰ کې پورته شوې.

چارواکي وایي د ترافیکي قوانینو په هکله د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه او د وضعیت د کنټرول لپاره د اړینو امکاناتو نشتوالی د ترافیکي پېښو د زیاتېدو اصلي عوامل دي.

په دې وروستيو څو کلونو کې د هرات ښار د ننه ډېری سړکونه او دا راز د هرات – تورغنډۍ، هرات – ارملک، هرات - اسلام کلا او هرات - کندهار لویې لارې پخې شوې.

خو چارواکي وایي د موټر او موټرسایکلو نه د سمې استفادې فرهنګ تراوسه رواج نه دی موندلی او په دې ولایت کی د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې.

د هرات د ترافیک مدیریت وایي سږکال په وري میاشت کې د ترافیکي پېښو کچه د تېرکال د حمل میاشتې پرتله پنځوس فیصده پورته شوې .

د هرات د ترافیک مدیریت د حادثاتو د څانګې مشر خلیل احمد وایي د وري میاشتې د لومړنۍ نېټې نه تر ۲۵ پورې په دې ولایت کې ۲۹ ترافیکي پېښې ثبت شوې.

نوموړی وایي په ښار کې ډیری پېښې د ریکشا ډوله وسایطو او موټرسایکلونو په وسیله رامنځ ته کیږي او دغه وسایط د نوموړي په خبره ډیر زیان منونکي جوړ شوي او په پایله کې خلکو ته زیاته مرګ ژوبله هم وراړوي:

'' ۹۰ په سلو کې ترافیکي پېښې د دوه ډوله وسایطو لخوا نه چې استفاده یې په هرات کې رواج لري، ترسره کیږي، ریکشا ډوله وسایط او موټرسایکلونه. دا ډیر بې کیفیته او زیان منونکي جوړ شوي چې ټکر وکړي نو سپرلۍ یې یا ژوند له لاسه ورکوي یا ټپي کیږي.''

د هرات د ترافیکو مدیریت د حادثاتو د څانګې آمر خلیل احمد وایي دوی په ښار کې د ترافیکی پېښو نه د مخنيوي په موخه یو لړ اقدامات شوي، خو په وینا یې د ښار نه په وتلې او لویو لارو کې د ترافیکي وضعیت د کنټرول لپاره اړین توکي نه لري:

''موږ د هغو لارو لپاره چې هرات له نورو ولایتونو سره نښلوي کافي وسایط او کارکوونکي نه لرو چې موټر کنټرول کړي. موټر چې له هراته ووزي بیا موږ ته نه مالومیږي چې په څومره سرعت روان او په دومره سرعت روان وي چې اجازه یې نه لری.''

د هرات د مرکزي روغتون چارواکي هم وایي هره ورځ په منځنۍ توګه د ۱۵ تر ۲۵ ټپیان د ترافیکي پېښو له کبله دې روغتون ته راوړل کیږي.

Image caption اوس مهال د هرات په مرکزي روغتون کې هم داسې یوشمېر کسان بستر دي چې په ترافیکي پېښو کې ژوبل شوي.

د دې روغتون د بېړنۍ درملنې د څانګې مشر ډاکټر برکت وایي که په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو کچه همداسې لوړه پاتې شي له یوې خوا به د روغتیایی خدمتونو د ترسره کېدو کچه راټیټه شي او له بل پلوه به د معلولینو شمېره مخ په زیاتېدو وي:

''د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې دولتي امکانات هم لږ دي که وضعیت همداسې دوام وکړي له یوې خوا به په ترافیکي پېښو کې د دومره ټپیانو د درملنې لپاره په کافي اندازه کلینکونه نه وي موجود او بله دا چې دا ډول پېښې به په ټولنه کې دایمي معلولیتونه هم رامنځ ته کړي.''

اوس مهال د هرات په مرکزي روغتون کې هم داسې یوشمېر کسان بستر دي چې په ترافیکي پېښو کې ژوبل شوي.

له دغو کسانو څخه یو همایون دی نوموړی هم په ښار کې بې احتیاطۍ د ترافیکې پېښو اصلي عامل بولي:

''ډیره بې احتیاطي کیږي ډیری کسان چې په ښار کې موټر یا موټر سایکلونه چلوي په ترافیکي قوانینو نه دي خبر ته به په خپله لار روان یې ناڅاپه به ګورې چې ځان ستا په لار مخې ته در برابر کړي او ټکر به وکړي.''

کارپوهان وایې له ترافیکي پېښو د مخنيوي په موخه دولت ته په کار ده چې په یوه وخت کې ځینې هغو عواملو ته کافي پاملرنه وکړي چې شتون یی د دې ډول پېښو سبب کیږي.

کارپوهان وایي دولت باید د د معیاري سړکونو د جوړولو، په لویو لارو د ترافیکي وضعیت د کنترول په موخه د اړینو امکاناتو برابرولو او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره جدي اقدمات ترسره کړي.