د هرات په شينډنډ کې د ۱۰ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

شينډنډ
Image caption شینډنډ د هرات په سویل کې هغه ګڼ مېشته ولسوالي ده چې پدې ورستیو کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت پکې نسبتاً ښه شوی و.

د افغانستان هرات شينډنډ ولسوالۍ په پرمکان سيمه کې افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات کړي چې په پايله کې يې د سيمه ييزو امنيتي چارواکو په خبره لس وسله وال طالبان وژل شوي .

افغان او بهرنیو ځواکونو د هرات شینډنډ په پرمکان سیمه کې ګډ عمليات کړي دي.

په هرات کې د ملي اردو د کوماندو کنډک قوماندان ډګروال زین الدین بي بي سي ته وويل د دې عملیاتو په نتیجه کې لس وسله واله طالبان وژل شوي او پنځه موټر يې له منځه تللي دي.

نوموړی زیاتوي دغه عملیات تر هغه وروسته پیل شول چې په سیمه کې د دولت وسله والو مخالفینو ۵ اربکیان ووژل.

چارواکي وایي د دې اربکیانو سرونه پرې شوي دي.

خو د وسله واله طالبانو یو ویاند قاری یوسف احمدي دا خبره ردوي او وایي وسله واله طالبانو په مخامخ جګړه کی ۱۷ بهرني او کورني عسکر وژلي او د دوی ۵ ټانګونه او درې سراچه ډوله موټر یې هم ویجاړ کړي.

قاري یوسف احمدي وسله واله طالبانو ته د وراوښتو تلفاتو د کچې په اړه وایي په نښته کې یوازې یو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

له بلې خوا په شینډنډ ولسوالۍ کې چارواکي وایې په نښته کې یوه ښځه هم ټپي شوې ده.

شینډنډ د هرات په سویل کې هغه ګڼ مېشته ولسوالي ده چې پدې ورستیو کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت پکې نسبتاً ښه شوی و.

بل پلو د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې هم وسله واله طالبانو رسنيو ته ویلي چې دوی ۱۲ تنه دولتي او بهرنیو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور ژوندی ورسره بېولي دي.

د همدې ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې بیا د یوې امنیتي خصوصي کمپنۍ یو ساتونکی د وسله واله طالبنو د برید په پایله کی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

په یوه بله نښته کې بیا د غزني دامنیتي قوماندان خیالباز شیرزی په وینا په مقر ولسوالۍ کې ۶ وسله واله طالبان وژل شوي او څلورتنه نور ټپیان دي، خو وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

ورته مطالب