د افغانستان له پارلماني ټاکنو سره د مرستې ژمنه وشوه

سټيفن دي مستورا
Image caption په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن دي مستورا د ټاکنو د کمېسیون له رييس فضل احمد معنوي سره د لسګونه ميليون ډالرو د مرستې تړون لاسليک کړ.

د افغانستان نړيوالو ملاتړو د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره د لسګونه ميليون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

وړاندې د ټاکنو کميسيون ويلي وو چې د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه د څلورو مياشتو لپاره وځنډول شوه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د وږي ۲۷مه د پارلماني ټاکنو د کېدو نېټه ټاکلې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن دي مستورا د ټاکنو د کمېسیون له رييس فضل احمد معنوي سره د لسګونه ميليون ډالرو د مرستې تړون لاسليک کړ.

د دې مرستې موخه دا ده چې د ولسي جرګې ټاکنې پر وخت وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس فضل احمد معنوي خبریالانو ته وويل: "زموږ لومړنۍ او لویه ستونزه د مالي سرچينو نشتوالی و، چې اوس دا ستونزه حل شوه. خو د ناامنيو ستونزه لاهم پاتې ده، خو تمه لرم چې دا ستونزه به هم لکه د مالي ستونزې په څېر ډېر ژر حل شي."

د ټاکنو د کميسيون د دارالانشاء مرستيال زکريا بارکزي وويل ښايي راتلونکې ټاکنې ۱۴۹ میليون ډالره لګښت ولري، خو ملګرو ملتونو ژمنه کړې چې د افغانستان مرستندويه هېوادونه به د ټاکنو له بهير سره څه باندې ۴۰ ميليون ډالر مرسته وکړي.

Image caption ښاغلي معنوي وويل د ناامنۍ ستونزه به هم لکه د مالي ستونزې په څېر حل شي.

وړاندې د ټاکنو کمېسيون له نړيوالې ټولنې د ۵۰ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

ښاغلي معنوي وويل د ناټو په مشرۍ مېشت ايساف ځواکونه به د رای اچولو د صندوقونو د خوندي رسېدو په پروسه کې مرسته کوي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې به د راتلونکې سپتمبر مياشتې پر ۱۸ مه وشي.

په تېر اګست کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې د نړيوالو څارونکو له لورې د درغلیو له اړخه ګڼې ادعاګانې رامنځ ته شوې وې.

ورته مطالب