ستره محکمه: د صديق چکري دوسيه له څارنوالۍ نه راورسېده

د افغانستان ستره محکمه
Image caption د افغانستان ستره محکمه وايي د صدیق چکري دوسیه تر غور لاندې ده.

د افغانستان ستره محکمه وايي ددغه هېواد د حج او اوقافو د پخواني سرپرست وزير صديق چکري دوسيه له څارنوالۍ نه سترې محکمې ته ورسېده.

پر ښاغلي چکري تور دې چې تېر کال يې د حاجيانو د لېږد رالېږد پر مهال د خدمتونو برابرولو له يوه شرکت نه بډې اخيستي دي.

د افغانستان ستره محکمه وايي چې د ښاغلي چکري د دوسيې لومړنۍ ارزونې تر سره شوي خو څو نورو ورځو ته اړتيا ده چې پايلې يې اعلان شي.

پر صديق چکري هغه مهال تور ولگېد چې د حج او اوقاف وزارت له يوه کارکوونکي سره د کابل پر هوايي ډگر څه باندې ۳۶۰ زره ډالر ونيول شول چې له سعودي عربستان نه يې افغانستان ته لېږدول.

نوموړي د خپلې محاکمې پر مهال داسې وښوده چې گواکې د حج او اوقافو د سرپرست وزير صديق چکري په وينا يې د خداى د کور د زيارت کوونکو هميانۍ تشې کړي دي.

تر هغې وروسته د افغانستان لويې څارنوالۍ د ښاغلي چکري د نيولو حکوم وکړ او څرگنده يې کړه چې نوموړى له افغانستانه نشي وتلاى.

خو ښاغلى چکري له افغانستانه په وتو او برتانيا ته په رسېدو بريالى شو.

د افغانستان لويې څارنوالۍ د انټر پول له نړيوالو پوليسو هم وغوښتل چې نوموړي ونيسي او يو ځل خو په ځينو رسنيو کې د هغه د نيولو خبرونه هم خپاره شول خو وروسته ښاغلي چکري بي بي سي ته وويل چې نوموړى نه دى نيول شوي او ازاد گرځي ځکه چې کوم جرم يې نه دى کړى.

خو اوس د سترې محکمې د عالي شورا غړى عبد الرشيد راشد وايي د ښاغلى چکري دوسيه په لويې څارنوالۍ کې بشپړه شوې او سترې محکمې ته ليږدول شوې ده.

''څارنوالۍ اجرآت کړي او موږ ته يې خپله دوسيه رالېږلې ده، او دلته په محکمه هم اجرآت دوام لري، خو دومره ویلی شم چې د حج او اوقافو وزارت خزانه دار چې سعودي عربستان ته تللی و، يوه اندازه پيسې يې بېرته راوړې وې چې په هوايي ډګر کې ونيول شو .''

ښاغلي راشد ونه ويل چې د ښاغلي چکري د نه شتون په حالت کې به د هغه د محاکمې بهير څنگه وي، بله دا چې څارنوالۍ ورته د څه راز سزا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي چې د يو شمېر نورو پخوانيو وزيرانو او چارواکو پر دوسيو هم کار روان دى چې ډېر ژر به بشپړ شي.

له هغه مهاله چې افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې خپلې هڅې گړندۍ کړي دي ښاغلى چکري تر ټولو لوړ پوړى چارواکى دى چې دوسيه يې محکمې ته لېږدل کېږي.

دا دوسيه داسې مهال د څارنوالۍ له خوا بشپړېږي چې ښايي د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو په کتنه کې هم د فساد پر ضد مبارزه يوه د سر خبره وي.

ورته مطالب