ایا رښتيا په ايران کې تر ۴۰ ډېر افغانان اعدام شوي؟

Image caption په ولسي جرگه کې د هرات ولايت استازى سلام قاضي زاده چې ولايت يې له ايران سره اوږده پوله لري ټينگار کوي چې په تېرو څو اوونيو کې له 40 ډېر افغانان په دغه هيواد کې اعدام شوي دي.

په ايران کې د اعدام شويو افغانانو په اړه لاهم په کور دننه او بهر بحثونه روان دي .

د افغانستان ولسي جرگه او ځينې نورې کړۍ وايي چې په دې لړ کې لسگونه کسان اعدام شوي، خو ايرانيو او افغان چارواکو دغه شمېره له لسو ټيټه ښودلې ده.

پر همدې مهال د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو له ايراني چارواکو غوښتي چې د افغان زندانيانو د اعدامېدو لړۍ ودروي او د اعدام شويو د دوسيو په اړه کره مالومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم زرگونه افغانان د گاونډي هيواد ايران په زندانونو کې شپې ورځې تېروي او ځينې يې په اعدام هم محکوم شوي دي.

چارواکي: ايران '۸۰ زره ' افغان کډوال وايستل

په ايران کې د يو شمېر زنداني افغانانو د اعدامېدو موضوع چې له تېرو څو اوونيو راهيسې راپورته شوې د هرې ورځې په تېرېدو گرمېږي.

که څه هم په دې اړه د خپاره شوي لومړي خبر څه ناڅه يوه مياشت تېرېږي، خو بياهم تر دې مهاله د هغو کسانو کره شمېره نه ده مالومه چې ايراني چارواکو په بېلابېلو تورونو په خپل هيواد کې اعدام کړي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې اړه ترلاسه شوې وروستۍ شمېرې ښيي چې په ايران کې نهه تنه افغانان اعدام شوي دي.

خو په ولسي جرگه کې د هرات ولايت استازى سلام قاضي زاده چې ولايت يې له ايران سره اوږده پوله لري ټينگار کوي چې په تېرو څو اوونيو کې له 40 ډېر افغانان په دغه هيواد کې اعدام شوي دي.

نوموړى وايي، داسې اسناد لري چې دغه افغانان د نشه يي توکو په تور نيول شوي و او د ايران په بېلابېلو ښارونو کې اعدام شوي دي:

" د زيانونو هغه لېست چې د سيمې د مشرانو او د وژل شويو کسانو د کورنيو دغړو لخوا ماته رسېدلى هغه اسناد په کې دي چې ايراني حکومت ته يې پيسې ورکړي او خپل مړي يې ترلاسه کړي دي. ددې اسنادو له مخې تر ٤٨ کسانو اعدام شوي. ځينې نور بيا اعدام شوي دي خو له دې امله چې کورونه يې د پولې هاخوا کليو او بانډو کې دي دي همالته خاوروته سپارل شوي او ويل کېږي چې د هغو کسانو شمېره هم تر دريو اوړي."

پرهمدې مهال ځينې افغان گوندونو هم له رسنيو سره په خبرو او لاريونونو کې ويلي چې په ايران کې لسگونه افغانان اعدام شوي دي، خو د ايران حکومت دغه تورونه ردوي .

ايراني چارواکي وايي تر دې مهاله يې يوازې شپږ تنه افغانان هغه هم د نشه يي توکو د قاچاق له امله اعدام کړي دي .

د هغوى په وينا په ايران کې د يو کيلوگرام ترياکو په نيولو سره سړى اعدامېږي، حال داچې په وينايې له اعدام شويو کسانو سره تر يو نىم سل کيلوگرامو ډېر نشه يي توکي نيول شوي وو.

ايران له افغانستان سره اوږده پوله لري او ويل کېږي چې له کلونو کلونو راهيسې د انسانانو او نشه يي توکو قاچاق ورباندې کېږي، خو داچې په ريښتيا هم اعدام شويو افغانانو د نشه يي توکو کاروبار کاوه او که د خوارۍ غرىبۍ لپاره دغۀ هيواد ته تللي و هغۀ څه دي چې په اړه يې نظرونه وېشلي دي.

افغان کډوال وايي دوى د اقتصادي ستونزو او وزگارتيا له امله اړکېږي په ډېرو سختو شرايطو او ستونزمنو لارو ايران ته ځانونه ورسوي.

يوتن چې ځان داىي رسول بولي او وايي د کورنۍ درې غړي يې په ايران کې اعدام شوي ټينگار کوي چې کارگر افغانان خپلې کورنۍ ته د يوې گوله ډوډۍ گټلو لپاره ځي او له قاچاق او قاچاق وړونکو سره هېڅ اړيکي نه لري:

Image caption په ايران کې د زنداني او وژل شويو افغانانو په اړه ډېره اندېښنه د هغوى د محاکمې په اړه ده.

" زموږ د کورنۍ څوتنه اعدام شوي دي. يو يې عزيز نومېده، يو يې محمدعمر يو هم شېراحمد. ددوى هريو يو، يونيم يا دوه کاله بنديان و او له هغه وروسته يې مړي راوړل چې د نشه يي توکو په جرم اعدام شوي دي. خداى پوهېږي چې دوى به د نشه يي توکو کاروبار کاوه که نه خو نيول شوي وو او موږ نشواى کولاى هلته ورشو او پوښتنه يې وکړو. دوى د مزدورۍ لپاره تللي و او له مجبوريته يې ايران ته مخه کړې وه. که بياهم چا غولولي وي او نشه يي توکي يې ورکړي وي په دې نو نه پوهېږو خو ټول بې وزلي او کارگر خلک وو. "

ځينې په دې اند دي چې په ايران کې افغان کډوال ډېر وخت د اقتصادي ستونزو له امله دې ته اړ کېږي چې د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره همکاري وکړي، خو په ولسي جرگه کې د هرات ولايت استازى سلام قاضي زاده وايي، داسې اسناد لري چې اعدام شوي افغانان پرته له دې چې د نشه يي توکو کاروبار ورباندې ثابت شي وژل شوي دي.

"متاسفانه په اعدام شويو کې داسې کسان و چې يوازې د نشه يي توکو په کاروبار تورن و او په اړه يې اسناد هم نه و موجود، خو له دې امله چې زموږ خلک هلته مدافع وکيل نه لري موږ يې هم په اړه مالومات نه لرو. که مدافع وکيل واى نو هغۀ زموږ د اعدام شويو شمېره هم اعلانولاى شواى او جرم به يې هم مالوم و."

په ايران کې د زنداني او وژل شويو افغانانو په اړه ډېره اندېښنه د هغوى د محاکمې په اړه ده. د بشري حقونو بېلابېلې ادارې ټينگار کوي چې دغه کسان پرته له دې چې قانوني مدافع وکيل يا نورو اسانتياو ته لاسرسى ولري محاکمه او اعدام شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل گل هم وايي چې په ايران کې عدالت ته د زندانيانو لاسرسي ډېر ستونزمن دى او افغانان هم همداسې محاکمه شوي دي.

" د ايران حکومت يو ديکتاتور حکومت دى او د خپلو خلکو په وړاندې د بشري حقونو موازين په پام کې نه نيسي. زه ډاډمن يم چې د اعدام شويو افغانانو په اړه به هم عادلانه محکمه نه وي شوې او هغوى ته به قانوني حقونه لکه مدافع وکيل او داسې نور نه وي ورکړل شوي."

څو ورځې وړاندې د بښنې نړيوال سازمان امنېستي انترنېشنل هم په ايران کې د اعدام شويو افغانانو د محاکمې په اړه اندېښنه څرگنده کړه. دغۀ سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو له ايراني چارواکو وغوښتل چې د افغانانو د محاکمې په اړه مالومات ورکړي او ددې ترڅنگ د هغوى د اعدامېدو لړۍ ودروي.

د منځني ختيځ لپاره د امنيستې انټرنشنل استازې په تينگار سره ويلي چې لاهم څوک نه پوهېږي د ايران په زندانونو کې څومره افغانان او د کومو تورونو له امله بنديان دي. هغې وويل چې دغه حالت د زندانيانو په اړه د عدالت د نه په پام کې نيولو اندېښنې لاهم ډېروي.

پر همدې مهال ايراني چارواکي وايي چې دوى هر هغه څوک چې د کوم جرم په تور نيول کېږي په قانوني توگه محاکمه کوي او ددې لړۍ په اړه ډاډ من دي.

افغان چارواکي هم وايي چې د يادو شويو اعدامونو په اړه ډېرې پوښتنې موجودې دي چې بايد ايران يې ځواب کړي، خو لکه چې ښکاري دغه ځوابونه لا هم د هغوى لاسته نه دي ورغلي.

د افغانستان ولسي جرگې همدې ستونزې ته په کتو تېره اوونۍ د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول خپلې عمومي غونډې ته وروباله.

که څه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه مياشت وړاندې ويلي و چې په ايران کې د افغان کډوالو او زندانيانو د حالت ارزولو لپاره دغۀ هيواد ته يو پلاوى استوي، خو د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ژمنه وکړه چې دغه کار به وکړي:

"موږ غواړو چې زموږ قونسلي مامورين له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي او مالومه کړي چې کره شمېره کومه ده. د پلاوي د تلو موخه هم داده چې دغه شمېره مالومه کړي او بيا موږ وکړاى شو تاسو ته ووايو سم مالومات درکړو."

Image caption په ايران کې د زرگونو افغان زندانيانو د موجوديت خبره پر داسې مهال کېږي چې څو مياشتې وړاندې ولسي جرگې له دغۀ هيواد سره د زندانيانو د تبادلې تړون تصويب او ولسمشر هم توشېح کړ.

د بهرنيو چارو وزارت د وروستيو مالوماتو له مخې لاهم کوم پلاوى د افغان کډوالو د ستونزو د ارزولو لپاره ايران ته نه دى استول شوى او دغه کار به له امريکا نه د ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغان پلاوي له ستنېدو وروسته وشي.

ويل کېږي چې دا مهال تر پنځو زرو افغانان په ايران کې زندانيان دي. د بشري حقونو ټولنه امنېستي انترنېشنل په خپله خبر پاڼه کې د ځينو افغان او ايرانيو سرچينو له خولې ليکلي چې ددغو زندانيانو له ډلې شاوخوا درې زره تنه په اعدام محکوم دي.

ايراني چارواکي په خپل هيواد کې د ٤٨٠٠ زنداني افغانانو شتون تائيدوي خو دا نه مني چې گنې ٣٠٠٠ تنه دې په اعدام محکوم وي. هغوى وايي چې د ټولو زندانيانو ٦٠ په سلو کې د نشه يي توکو د کاروبار په تور نيول شوي، خو په وينا يې ټول يې په اعدام نه دي محکوم.

په ايران کې د زرگونو افغان زندانيانو د موجوديت خبره پر داسې مهال کېږي چې څو مياشتې وړاندې ولسي جرگې له دغۀ هيواد سره د زندانيانو د تبادلې تړون تصويب او ولسمشر هم توشېح کړ.

ددغې جرگې د بهرنيو اړيکو د کميسيون غړى میراحمد جوينده وايي چې نوموړى تړون له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په ايران کې ځنډول کېږي او لا هم نه دى تصويب شوى:

" زموږ شورا او حکومت شپږ مياشتې وړاندې له ايران سره د زندانيانو او مجرمينو د استرداد تړونونه تصويب او توشېح کړي دي، خو په ايران کې کار نه ورباندې کېږي او لاهم نه دي تصويب شوي. موږ به د خپلو بهرنيو چارو په وزارت فشار راوړو چې ايرانى لورى اړ کړي دغه تړون نهايي او عملي کړي."

پر همدې مهال ايراني چارواکي وايي که افغانستان يې غوښتنه ولري، دوى تىار دي چې ټول افغان زندانيان ورته وسپاري. د هغوى په وينا فکر نه کېږي چې په افغانستان کې دې دومره اسانتياوې موجودې وي چې دغه زندانيان دې ورته انتقال او همدلته محاکمه شي.

Image caption افغان حکومت وايي چې ددغې ستونزې د اوارولو لپاره ايران ته يو پلاوى لېږي او د زندانيانو د لېږد پر چارو هم بوخت دي،

په ايران کې د افغانانو د اعدام د موضوع په اړه يوه لويه نيوکه داده چې ولې په دغۀ هيواد کې د افغانستان سفارت پلټنې نه دي کړي ىا هم هغوى په دې اړه گامونه نه دي اخيستي.

د ولسي جرگې غړى ميراحمد جوينده وايي د همدغو سياسي استازو دنده ده چې په ايران کې د خپلو مېشتو ټولو اتباعو په اړه مالومات ولري او له حقونو يې دفاع وکړي:

" په ايران او بل هر هيواد کې زموږ سفارتونه او نماىنده گيانې حق لري د خپلو اتباعو په اړه مالومات ولري او له حقونو يې دفاع وکړي. په ايران کې هم بايد دوى په جريان کې وي او د افغان زندانيانو په وړاندې د هر گام پورته کولو په اړه دوى دخيل واوسي."

ايراني چارواکي هم داد افغان سياسي استازو حق بولي چې د زنداني افغانانو په اړه ځانونه خبر کړي يا يې هم په اړه اقدامات وکړي، خو ټينگار کوي چې دغه کار نه دى شوى .

په عين حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ايران ملامتوي چې گنې دوى ته ددې زمينه نه برابروي چې د خپلو اتباعو د محاکمې له جريانه خبر واوسي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ظاهر فقيري ټينگار کوي چې په دې اړه د ايراني چارواکو لخوا له دوى سره بشپړه همکاري نه کېږي.

" موږ له خپلې خوا د خپلو استازو له لارې تر ډېره هڅه کړې چې د افغانانو له هر ډول حقونو دفاع وکړو. موږ د ايران له بهرنيو چارو وزارت سره څو څو ځله اړيکي نيولي، ورته ويلي مو دي او غوښتنه مو ترې کړې چې د افغانانو محاکمه عادلانه وي، حقونه يې ورته ورکړل شي او د مدافع وکيلانو له حقه برخمن وي. که څه هم دغه هڅې ډېرې جدي تعقيبېږي خو لکه چې ښکاري ايرانى لورى هغومره همکاري نه لري. زموږ استازو آن له يو شمېر زندانيانو سره کتلي، د يو ان اچ سي ار په مرسته يې يو شمېر ته مدافع وکيلان نيولي او د هغوى له کورنيو سره يې خبرې کړې دي."

ايران ته د نړۍ د نورو هيوادونو په شان د افغانانو د کډوالۍ لړۍ څه باندې دېرش کاله وړاندې په افغانستان کې د جگړو له پيل کېدو پيل شوې او اوس په دغه هيواد کې د مېشتو هغو شمېره سلگونه زرو کسانو ته رسېږي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو سازمان يو ان اچ سي ار وايي چې دا مهال تر يو ميليون افغانان په قانوني اسنادو ايران کې ژوند کوي او ښايي سلگونه زره نور په ناقانونه توگه هلته مېشت وي، خو د هغوى د ژوند او حالت په اړه وخت ناوخت پوښتنې را ولاړېږي.

افغان حکومت وايي چې ددغې ستونزې د اوارولو لپاره ايران ته يو پلاوى لېږي او د زندانيانو د لېږد پر چارو هم بوخت دي، خو عام نظر دادى چې ددې اوږدمهالې ستونزې حل کول او په دې اړه د يوې يو گونې پايلې ترلاسه کول بايد د افغان چارواکو په لومړيتوبونو کې وي.

ورته مطالب