کابل ښاروال: هره اوونۍ په کابل کې دولتي ځمکې غصبېږي

د کابل ښار يو پارک
Image caption کابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي که چيرته د زور واکو کسانو له خوا د دولتي ځمکو د ولکه کولو مخه ونيوله شي، نو په خبره يې پر ډيرو بيکوره کسانو به د کورونو د جوړولو لپاره نومرې ووېشل شي.

د پلازمېنې کابل ښاروال د ولسي جرگې نه وغوښتنل چې د دولتي ځمکو د ولکه کېدو په مخنيوي کې دې له هغه سره مرسته وکړي .

ښاروال محمد يونس نو انديش چې نن د ولسي جرگې غونډې ته په کابل ښار کې د شته ستونزو د ليرې کولو په تړاو وربلل شوى و وويل چې هره اوونۍ دولتي ځمکې او د کابل ښار شنه پارکونه او سيمې د وسله والو کسانو له خوا غصبيږي او دوى نه شي کولاى چې د دغو غصب کوونکو مخه ونيسي.

تر ده څو کاله وړاندې د ښاري پراختيا يو پخواني وزير په ټول افغانستان کې د شاوخوا څلورو ميليونو جريبو ځمکو د ولکې خبره کړې وه .

په پلازمېنه کابل کې د دولتي ځمکو خبره داسې مهال راپورته کيږي چې دغلته څو ورځې وړاندې يو شمير کابل ښاريانو د دغه ښار په سويل ختيځو څنډو د پډوله د دښتې پر سر لاريون وکړ چې له امله يې يو شمير لاريون کونکي د پوليسو په ډزو کې ټپيان شوي هم وو .

کابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي که چيرته د زور واکو کسانو له خوا د دولتي ځمکو د ولکه کولو مخه ونيوله شي، نو په خبره يې پر ډيرو بيکوره کسانو به د کورونو د جوړولو لپاره نومرې ووېشل شي.

ښاغلى نو انديش د ځمکې ولکه کوونکي هغه وسله وال کسان بولي چې په وينا يې د پوځي گاډو او وسلو نه په گټې اخيستنې سره د دولتي ځمکو پر غصبولو لاس پورې کوي :

''په ځينو اونيو کې خو په پوه ورځ کې د کابل په څو برخو يرغل کيږي ، په وروستۍ اونۍ يا تيرو لسو ورځو کې د کابل په اوومه ناحيه کې يو شمير پوځي افسران د خپلو پوځي چامو کې د پنوسو رينجر گاډو سره راغلل او غوښتل يې چې ځمکه ولکه کړي ، بريد يې وکړ ، زموږ انجنيران له سيمې نه ووتل او پوليس هم شا تگ ته اړ شول او دوى موړرچې جوړې کړې دا ډيره ستونزمنه ده او موږ نه شو کولاى په دې برخه کې څه وکړو په دې برخه کې تاسو کولاى شئ مرسته وکړئ . ''

ښاغلى نو انديش وايي دا يوه کوچنۍ بيلگه ده د هغه په وينا هره ورځ داسې پيښې ډيرې ليدل کيږي او ان تر دې چې دغه وسله وال کسان نه پر ښوونځيو زړه سوى لري او نه هم پر جوماتونو :

'' موږ په پنځلسمه ناحيه کې يو ځاى د جومات او يو هم د ښوونځي لپاره ځانگړى کړى و ، په دغه سيمه موږ ځو ورځې وړاندې د دوولسم ځل لپاره خپلسري جوړ شوي کورونه ونړول دا زموږ دوولسم ځل و چې دغه کورونه مو ونړول ، نو هره ورځ داسې پيښې ليدل کيږي چې د کابل په ځينو سيمو وسله وال کسان بريدونه کوي او دولتي ځمکې غصبوي. ''

تر ډيره د ولسي جرگې د استازيو غوښتنې او پوښتنې هم پر دولتي ځمکو او پارکونو د زوراکو له خوا د ولکې پر سر راټولې وې ، خو کابل ښاروال ويل چې په دې برخه کې د هغه او د کابل ښاروالۍ زور بر نه دى او په دې برخه کې د ولسي جرگې له استازو نه د مرستې او ملاتړ غوښتونکى و .

خو پوښتنه دا ده چې پخپله ولسي جرگه هم داسې اجرائيوي ځواک نلري چې د دغو زورواکو مخه ونيسي ، نو څنگه کيداى شي چې پر دولتي ځمکو د خيټه اچونکو مخه ډب شي ؟

په جرگه کې د کابل د خلکو يو استازى جميل کرزى وايي چې دوى کولاى شي په خپلو راتلونکو غونډو کې د وسله والو ځواکونو مشران راوغواړي او په دې برخه کې له هغوى نه پوښتنې گرويږنې وکړي.

د دې تر څنگ د استازيو ځيني پوښتنې په کابل کې د يو شمير سمټي ديوالونو ، ترافيکي خندونو ، د دغه ښار پر ککړ چاپيريال او د پاکو اوبو او سم کاناليزاسيون په نشتوالي هم راڅرخېدلې .

خو دې تولو ته د ښاغلي نو انديش ځواب دا و چې لاس يې تش دى او پر سرغړونکو يې وس نه رسيږي ، خو د پوښتنو غوښنه برخه دغلته د دولتي ځمکو پر غصب راڅرخېده .

دا لومړنى چارواکى نه دى چې پر دولتي ځمکو د غصب خبره کوي ، تر ده څو کاله وړاندې د ښاري پراختيا پخواني وزير يوسف پښتون په ډاگه ويلي و چې په تول افغانستان کې شاوخوا څلور ميليونه جريبه ځمکه د وسله والو کسانو له خوا غصب شوې او په دغه هيواد کې يې هره ورځ د شاوخوا زر جريبو دولتي ځمکو د ولکه کيدو خبره کړې وه .