خليلزاد: د طالبانو په اړه د کرزي ستراتيژي معلومه نه ده

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد
Image caption ښاغلی خليلزاد ليکي د ولسمشر اوباما اداره به هڅه وکړي کرزي ته دسرې غالۍ په هرکلي نوموړی ارام کړي .

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد ويلي د افغان او امريکايي مشرانو تر منځ د اړيکو د بېرته ښه کېدو لپاره تر ټولو لومړی بايد د دوی تر منځ باور رامنځته شي .

ښاغلي خليلزاد په واشينګټن پوست ورځپاڼه کې خپره شوې خپله يوه ليکنه کې ، هغه لارې چارې هم په ګوته کوي چې پر بنسټ يې دغه باور رامنځته کېدای شي .

ښاغلی خليلزاد وايي دا خبره چې چارې به بېرته سمې لارې ته ستنې شي له څلورو مسلو سره تړاو لري .

لومړی دا چې باور بايد بېرته پر ځای شي ځکه چې د نوموړی په وينا دامريکا او افغانستان تر منځ باور په خورا پراخ ډول کم شوی دی .

کرزی احساس کوي چې د امريکا دکړو وړو له مخې دده شخصي سپکاوی شوی .

په دې کې ښاغلی خليلزاد په تېر مارچ کې د اوباما او کرزي تر منځ د کتنې په اړه رسنيو ته د امريکا د ادارې د يوه جګپوړي چارواکې څرګندونې او هم په افغانستان کې د امريکا د سفير را برسېره شوې خبرې يادوي چې کرزی يې په کې په ستغو الفاظو ياد کړی و.

ښاغلي کرزي ته د خپلو سلاکارانو له خوا دا هم ويل شوي ول، چې امريکا په پټه هڅه کوله چې د تېر کال په ولسمشريزو ټاکنو کې دده د سيالانو په ملاتړ او هم دده د اغېزې په سيمه کې د پوځي عملياتو په ترسره کولو دی په ټاکنو کې مات کړي .

ښاغلی خليلزاد ليکي د ولسمشر اوباما اداره به هڅه وکړي کرزي ته دسرې غالۍ په هرکلي نوموړی ارام کړي .

دا ښه خبره ده، خو څه چې په رښتيا ورته اړتيا ده خليلزاد يې بنسټيز کار بولي او وايي د امريکا ادارې د خپل شريک په توګه پر کرزي د اعتماد او فعاليت په اړه جدي شکونه رامنځته کړي دي .

پر دې سربېره يې دده د توان او هوډ په اړه هم شکونه څرګند کړي چې د فساد ستونزه هوارولای شي او ورپسې د قانون واکمني رامنځته کولای شي که څنګه؟

نو له همدې امله دويمه مسله داده چې بايد دواړه ولسمشران پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د امنيتي مسوليتونو د وېش په څېر پر ځانګړو مسلو د باور وړ موافقې ته ورسېږي .

دا به دواړو خواوو ته ښه وي چې د دوو اړخيزو اړيکو لپاره د ستراتيژيک شراکت د پنځه کلن تړون پر يوه نوي چوکاټ خبرې پيل کړي .

د اوباما اداره بايد د کرزي ددې خبرې هرکلی وکړي چې غواړي نور مسوليتونه پر غاړه واخلي .

دغه بحثونه بايد واقعي او رښتينې وي اود وياړنې او شعارونو بڼه و نه لري .

خليلزاد وايي دلته زموږ اداره بايد د امريکا حکومت د قراردادونو پر بهير چې بې له شکه د ستونزې يوه برخه ده بيا غور وکړ ي او ښه والی پکې راولي .

طالبان او سيمه ييز لوبغاړي

درېيمه مسله چې ښاغلی خليلزاد يې پخپله مقاله کې يادونه کوي طالبان دي .

دی وايي ددغې حساسې مسلې په اړه د ښاغلي کرزي موخه او ستراتيژي څرګنده نه ده ، ځينې وخت کرزی غواړي طالبان نوي نظام ته غاړه کېږدي، وسلې کېږدي، دافغانستان اساسي قانون ومني او له ترهګرۍ لاس واخلي ، په بدل کې به بښنه ورته کېږي او په ټولنه کې به ور ګډېږي .

په نورو وختونو کې بيا کرزي داسې اشارې ورکړې چې دی غواړي له طالبانو سره يو تړون وکړي او دا چې د بهرنيو ځواکونو د شتوالي او داساسي قانون دوړتيا په ګډون پر هر څه خبرې کېدای شي. په دې برخه کې پر يوه وروستي حالت چې د منلو وړ وي ، دوه اړخيز پوهاوی خورا اړين دی چې له طالبانو سره څنګه چلند وشي؟

ښاغلی خليلزاد ليکي څلورمه مسله دا ده چې دا ټول بايد په يوه همغږې سيمه ييزه ستراتيژۍ کې راغونډ شي .

Image caption ښاغلی خليلزاد ليکي ايران غواړي امريکا افغانستان پرېږدي ، پاکستان بيا له واشينګټنه غواړي افغانستان دوی ته ور پرېږدي او دواړه په ګډه بيا کرزي ته وايي چې امريکا به افغانستان پرېږدي .

په افغانستان کې بری په پراخ ډول د مهمو سيمه ييزو لوبغاړو تر منځ پر اړيکو راڅرخي چې يو شمېر يې مرستندوی نه دي ثابت شوي .

دبېلګې په ډول ايران غواړي امريکا افغانستان پرېږدي ، پاکستان بيا له واشينګټنه غواړي افغانستان دوی ته ور پرېږدي او دواړه په ګډه بيا کرزي ته وايي چې امريکا به افغانستان پرېږدي .

ښاغلی خليلزاد وايي لکه څومره چې موږ ته د طالبانو په اړه د کرزي دريځ روښانه نه دی همدومره د پاکستان په څېر سيمه ييزو لوبغاړو سره زموږ اړيکو له کرزي څخه لاره ورکه کړې ده .

خليلزاد په خپله مقاله کې وايي دغه ټکي بايد د ولسمشر کرزي د ليدنې پر مهال روښانه کړای شي .

په وروسيتو کې داسې ښکارېده چې کرزی او د اوباما اداره ددې پر ځای چې مخ پر وړاندې يوه ګډه لاره وګوري په افغانستان کې د شونې ناکامۍ پړه يو پر بل اچوله .

اوس ښه خبرونه دادي چې داسې ښکاري دواړو دغه واقعيت درک کړی وي چې خبره ډېره وړاندې تللې او دواړه خواوې بايد دکندې له څنډې بېرته په شا شي .

خو دوی يو داسې پلان جوړ نه کړي او موافقه و نه کړي چې له مخې يې په سيمه کې حالت سم او ارام شي نو داسې ښکاري چې د پړې اچولو لوبه به بيا را وګرزي .