ننګرهار: د بهرنيانو په چاپه کې شاوخوا 10 تنه وژل شوي

افغانستان
Image caption ننګرهار د افغانستان په ختيز کې پروت نسبتا ارام ولايت بلل کېږي .

د ننګرهار چارواکي وايي بهرنيو ځواکونو برايي ددغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې عمليات کړي دي .

د والي وياند احمدضيا عبدالزي بي بي سي ته وويل چې په دغو عملياتو کې نژدې لس تنه وژل شوي دي .

نوموړي وويل دوی څېړنې پيل کړې چې وژل شوي کسان څوک دي، خو په وينا يې تر اوسه پورې د څېړنو پايلې نه دې څرګندې .

تر دې وړاندې د سيمې خلکو ادعا کړې وه چې په دغو عملياتو کې يوولس ولسي وګړي وژل شوي دي .

د سيمې خلک د جمعې پر سهار د سره رود د ولسوالۍ پر لوري د اعتراض په توګه راوتلي ول او د جلال اباد- خوګياڼو لويه لاره يې هم د څه وخت لپاره د ټرافيک پر مخ تړلې وه .

خو ناټو ځواکونو د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه يې په ننګرهار ولايت کې يو طالب مشر له خپلو څو جنګياليو سره وژلی او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.

د ويناپاڼې له مخې په عملياتو کې افغان ځواکونو هم برخه درلوده او په سره ردو ولسوالۍ کې شوي دي .

په سره ردو ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې د ولسي جرګې د غړې صفيې صديقي پر کور هم د شپې بهرني ځواکونو چاپه واچوله او په ترڅ کې يې د هغې يو خپل ووژل شو.