رپوټ: 'که نړيوال ځواکونه ووزي، د افغان پوځ د پاشلو وېره ده'

افغان سرتېري د روزنې پرمهال
Image caption تر دې مهاله د افغانستان زرګونه پوځيان د بهرنيو ځواکونو لخوا روزل شوي دي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې په خپل يوه تازه رپوټ کې خبردارى ورکړى چې له افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو له وتو وروسته د دې ويره شته چې د دغه هيواد پوځ بېرته سره وپاشل شي.

د پوځ په ليکو کې د قومي انډول نشتوالى، د ملي گټو پر ځاى سياسي او قومي تړاوونو ته د پوځ د قوماندانانو لېوالتيا د د فاع وزارت د مشرتابه تر مينځ اختلافونه او دا ډول د پوځ د جوړښت په سر د کابل ، پنتاگان او ناټو تر منځ د نظر توپير د دغې اندېښنې مهم لاملونه بلل شوي .

راپور وايي که دغو ټکو ته پام ونشي او د پوځ په ليکو کې اړين اصلاحات رانه وستل شي نو د کلونو خواري او په دې برخه کې لگول شوي ملياردونه ډالره به په اوبو لاهو شي.

د کړکېچ د نړيوالې ډلې په دغه رپوټ کې د افغانستان د پوځ په تړاوو له شک او انديښنو ډک انځور ورکړل شوى.

رپوټ وايي له نهه کاله خوارۍ او ملياردونه ډالرو درانه لگښت سره سره لا هم دغه پوځ د مستقل فعاليت وړتيا نه لري .

د رپوټ ارزونه دا ده چې که له افغانستان نه بهرني ځواکونه ووځي نو ښايي دغه پوځ په خپلو امنيتي ذمه واريو کې په پاتې راتلو سربيره بېرته سره ټوټې او وپاشل شي .

رپوټ تيرو تجروبو ته په کتو ، د دا ډول بالقوه ننگونې په پايله کې له لويه سره د کابل د حکومت د ماتيدواو پاشل کيدو گواښ هم له پامه نه غورځوي.

Image caption رپوټ تيرو تجروبو ته په کتو ، د دا ډول بالقوه ننگونې په پايله کې له لويه سره د کابل د حکومت د ماتيدواو پاشل کيدو گواښ هم له پامه نه غورځوي.

په رپوټ کې د دغو انديښنو گڼ لاملونه ياد شوي . د پوځ په ليکو کې د قومي انډول نشتوالى، د سياسي او قومي تړاوونو له مخې د پوځ د مهمو څوکيو او قوماندانيو وېش او له همدې کبله د ملي گټو پر ځاى سياسي او قومي تړاوونو ته د قوماندانانو ليوالتيا، د دفاع وزارت د مشرتابه تر مينځ اختلافونه او د پوځ په يوموټي توب او ځواکمنتيا د دغو اختلافونو منفي اغيز، درغلي او فساد، د وسلو او نورو اړتياوو له اړخه کمزوري اکمالات او داسې نور د پام وړ ننگونې ښودل شوي.

د رپوټ يوه بله ارزونه دا ده چې د پوځ په جوړولو، له نهه کاله خوارۍ وروسته لاهم د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې تر مينځه په دې خبره اتفاق نشته چې افغانستانستان څومره او څه وړ پوځ ته اړتيا لري، څه ډول بايد جوړ شي او د چا په وړاندې جگړه او مقابله وکړي؟

که څه هم چې د دغه رپوټ عبارت او پکې شوى استدلال ظاهراً اوږد برېښي خو پوښتنه يې يکې يوه ده او هغه دا چې ايا د افغانستان لپاره د پوځ د جوړولو اوسنى بهير او ورسره دروند لگښت په خوارۍ ارزي او که دا هر څه محض سيند ته د ارتولو معنى لري؟

همدې پوښتنې ته د رپوټ ځواب دا دى چې د کومې لوى گدوډۍ له رامينځ ته کيدو وړاندې بايد د پوځ د جوړولو په لارو چارو کې ژور او بېړني اصلاحات راشي.

رپوټ په ځانگړي ډول د پوځ په ليکو کې قومي انډول ته پام او سر له نوي د دفاع وزارت د لوړ رتبه چارواکو د وړتياوو د ارزولو سپارښت کوي . رپوټ دا راز د افغان پوځ د جوړولو په چاره کې د کابل، واشنگټڼ او بروسلز تر منځ پر يوه کوټلي اوگډ دريځ د سلا کېدو وړانديز هم کوي.

ورته مطالب