ايران ځينو افغان کډوالو ته 'د کار ويزې ورکوي'

افغان کډوال په ايران کې
Image caption د ځينو شمېرو له مخې دا مهال په ايران کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.

ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې يو ايرانى پلاوى په دې موخه افغانستان ته سفر وکړي چې ۹۰ زرو افغان ځوانانو ته د کار د ويزو د ورکړې په اړه ددغه هېواد له چارواکو سره يوه تړون ته ورسېږي.

افغان چارواکي وايي چې ايران ددې چارې په بدل کې ځينې غوښتنې هم لري، يوه غوښتنه يې داده چې ددغو ځوانانو کورنۍ به له ايرانه افغانستان ته ستنېږي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې دوى هم له ايرانه ځينې غوښتنې لري چې د راتلونکو ورځو په خبرو کې به يې مخې ته کړي.

چارواکي وايي دا به په ایران کې د افغان کاريګرو د قانوني کېدو لپاره لومړی ګام وي چې اخيستل کېږي.

په ايران کې ۹۰ زره افغان ځوانانو ته د کار وړانديز يوه ايراني شرکت کړی دی.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير واصل نور مومند وايي په دې اړه يې څو ځلې له ايراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي مومند وويل ايران په دې لړ کې دا شرط اېښی دی چې د دې کار په مقابل کې به له ايرانه درې نيم لکه افغانان افغانستان ته ستنېږي.

خو افغان حکومت وايي چې دوی له خپله اړه هم شرطونه لري.

ښاغلي مومند وويل دغو افغانانو ته بايد وړ کارونه ورکړل شي، ځکه چې ځینې افغانان په سختو او ناخوندي چارو بوخت دي:

''درې ځلې زموږ پلاوی هلته تللی او د دیو هيات هم راغلی. زموږ ځينې افغان ځوانان په ايران کې په ډېرو سختو کارونو بوخت دي، دا چې دغه کارونه د دوی د روغتيا لپاره مضر دي، موږ موافقه ورسره ونه کړه چې دغو کارونو ته دوام ورکړي، زموږ تر منځ اړيکه شته، چې ډېر ژر به د دوی يو جګپوړی پلاوی کابل ته راشي او د کار او ټولنيزو چارو وزارت به يوې پرېکړې ته ورسره ورسېږي.''

ښاغلي مومند وويل دا ټولې ستونزې به له راتلونکي ايراني پلاوي سره خامخا راپورته کوي.

د ځينو شمېرو له مخې دا مهال په ايران کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.

ويل کېږي له دې ټولګې ته يوازې نهه زره يې په هغه هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد لري.

ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې هڅه کړې چې دغو کډوالو ته د بېرته ستنېدا لاه هواره کړي، خو وزګارتیا او نا امنیو دغه بهير ټکنی کړی دی.

کوم کډوال چې راستانه شوي، ډېر يې هڅه کوي چې د يادو شوو ستونزو له کبله په قانوني او يا ناقانونه توګه بېرته ايران ته ستانه شي.

ورته مطالب