احمدولي کرزی : دفاع وزارت بايد بښنه و غواړي

Image caption احمدولي کرزی د کندهار د ولايتي شوار مشر ااو د ولسمشر کرزي ورور دی چې ځينې لويديځ چارواکي او رسنۍ يې د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل بولي.

دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکي د ولسمشر کرزي ورور او د کندهار دولايتي شوار پر مشر احمدولي کرزي د ځمکو د غصب تور پورې کوي .

د دفاع وزارت له لوري په يوه چمتو شوي راپور کې ښاغلی کرزی تورن شوی چې په دغه ولايت کې يې دياد شوي وزارت ځمکې لاندې کړې او پر خپلو پلويانو يې وېشلې دي .

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي ددغه راپور په اړه ناخبري وښوده خو ويل کېږي راپور دهغه پلاوي له لوري چمتو شوی چې وزارت کندهار ته د خپلو ځمکو د ارزونې لپاره استولی و.

خو د کندهار ولايتي شورا د راپور پر بنسټ پر خپل مشر لګېدلي تورونه ردوي او د راپور په غبرګون کې يې خپل دفتر تړلی دی .

د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزي بي بي سي ته وويل دغه راپور له اسنادو پرته په کندهار کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال شېرمحمد ځاځي هم لاسليک کړی دی : (( له پوښتنې پرته پلاوی راغلی دی خپل ملکيتونه يې کتلي دي ، راپور يې ليکلی دی او بيا قوماندان ور امضا کړی دی چې ما دا ځمکې نيولې دي. نو دغه ټوله موضوع يې پر ما تاوان کړې ده بې له دې چې له چا څخه پوښتنه وکړي چې موږ ته داسې معلومات را کول کېږي دا سم دي که غلط. ))

ښاغلی کرزی وايي ددې لپاره چې دده حق پر ځای شي نو يوازېنۍ لاره د ولايتي شورا دروازه تړل و او په وينا يې دغه پرېکړه د شورا ټولو غړو کړې ده .

ده ګواښ وکړ تر هغه مهاله به د ولايتي شورا دروازې ته کلپ پروت وي چې دفاع وزارت ورڅخه بښنه نه وي غوښتې: (( د ولايتي شورا د ر وازه به تر هغه ساعته تړلې وي چې دغه راپور معلوم نه شي، دغه مجرم معلوم نه شي ، دا خلک عفوه و نه غواړي تر هغه ساعته به د ولايتي شورا دروازه تړلې وي . موږ ددغه کار سپيناوی غواړو. ))

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دفاع وزارت د څه ډول او کومو اسنادو له مخې پر ښاغلي کرزي د د خپلو ځمکو د غصب تور لګولی دی .

موږ ددې خبرې د سپيناوي لپاره وغوښتل چې د راپور د لاسليکوونکي او کندهار د اتل قول اردو د قوماندان غبرګون واخلو خو بريالي نه شو.

احمدولي کرزی په کندهار کې پراخ نفوذ لري او له څو کلونو را پدېخوا په کور د ننه او بهر پر يوه ناندريز شخصيت بدل شوی دی .ځينې لوېديځ چارواکي او رسنۍ پر هغه تور لګوي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري .

خو هغه دغه تورونه په کلکه ردوي.