کابل کې ځانمرګي بريد '18 تنه ووژل'

کابل کې د ننني بريد عکس ګورﺉ
Image caption چاودنه په دارالامان څلورلارې کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته نژدې شوې ده.

د افغانستان پلازمېنې کابل په سوېل دارالامان څلور لارې ته نژدې ځانمرګی بريد وشو، چې د کابل قوماندانۍ په وينا 18 تنه پکې وژل شوي دي.

بريد نن (سه شنبه د جوزا ۲۸مه) سهار شاوخوا اته بجې وشو.

د کابل امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل په بريد کې 18 تنه وژل شوي، چې پنځه يا شپږ پکې بهرنيان او پاتې نور افغانان دي.

ښاغلي رحمن زياته کړه په دې بريد کې ۵۲ تنه ټپيان شوي، چې ۱۲ پکې بهرنيان او پاتې افغانان دي.

د کابل امنيه قوماندان په وينا برید ډېر زورور و چې ۱۷ ګاډي پکې خراب شوي دي.

دی وايي په ژوبلو شوو موټرو کې پنځه د بهرنيو پوځيانو ګاډي دي.

په کابل کې مېشتو ايساف ځواکونو بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې د کابل په ننني بريد کې د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو او يو شمېر نورو د ټپي کېدو خبره تاييد کړې ده.

ايساف وايي په بريد کې يې پنځه ګاډي هم له منځه تللي دي.

د ايساف ځواکونو وياند جګړن جيمز بلاټز وايي په بريد کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي چې د وژل شوو بهرنيانو هويت نه شي په ډاګه کولی.

د دارالامان پر دغه لوی سړک د افغانستان د پارلمان او اوبو او برېښنا وزارت په ګډون د يو شمېر دولتي ادارو ودانۍ پرتې دي او د دې ترڅنګ د دارالامان له ماڼۍ سره نژدې د بهرنيو ځواکونو د يوه مرکز لار هم ده چې هره ورځ لسګونه موټ پرې تګ راتګ کوي.

په تېرو څو مياشتو کې د کابل امنيت ټينګ شوی و، خو خبريالان وايي دې بريد وښوده، چې وسله وال لاهم پلازمېنه کابل کې د بريدونو توان لري.

د چاودنې په سيمه کې د کابل د امنيې قومندان مرستيال جنرال خليل دستيار بي بي سي ته وويل چې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د بهرنيو سرتيرو د پنځو گاډو په گډون يې ١٧ گاډي ويجاړ کړي دي.

دا په نژدې دريو تيرو مياشتو کې لومړى ځانمرگى بريد دى چې په کابل کې کيږي،بريد دومره ځواکمن وو چې ١٧ گاډي يې ويجاړ کړي او په نژدې يو کيلو متر واټن کې يې د کورونو هندارې ماتې کړي دي.

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

د دغې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، بريد د کابل د قرباغ ولسوالۍ د اوسېدونکي حسام الدين په نامه د دوی د يوه غړي لخوا شوی.

د نوموړي د ادعا له مخې، بريد پر بهرنيو ځواکونو شوی، چې په وينا يې په يوه سوپر کيسټم ګاډي کې شاوخوا ۷۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول.

ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې بريد کې د بهرنيو ځواکونو پنځه موټر له منځه تللي او په وينا يې ۳۰ بهرنيان پکې وژل شوي دي.

خو د نوموړي دا ادعا د کومې رسمي سرچينې لخوا نه ده تاييد شوې.

د چاودنې ځای د امنيتي ځواکونو لخوا کلابند شوی او نژدې څوک نه ورپرېږدي.

زړه بوږنووونکی

ولسمشر حامد کرزي دغه بريد غندلى او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.

نوموړي له عامې روغتيا هم غوښتي دي چې د ټپيانو ددرملنې په برخه کې چټک گامونه پورته کړي:

''موږ دغه بريد په کلکو ټکو غندو، زه هيله من يم که د خدای رضا وه چې افغانستان به ډېر ژر له دې ناخوالو ووزي.''

ورته مطالب