کرزی: د احمد ولي کرزي پرضد ثبوتونه راوړﺉ

حامد کرزی
Image caption کرزي وويل چې د ورور پروړاندې دا ټولې خبرې داخلي تبليغات او پروپاګنده ده.

افغان ولسمشرحامد کرزي په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل په دې وروستيو کې د هغه د ورور احمدولي کرزي او د کندهار د ولايتي شوار رييس په اړه لوېديځو رسنيو ډېر رپوټونه خپاره کړي دي.

ښاغلي کرزي وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې له لوېديځوالو د احمد ولي کرزي په اړه د شواهدو غوښتنه کوي، خو تر ننه يې نه دي ورته وړاندې کړي:

''له تېرو پنځوکلونو راهيسې په منظمه او پرلپسې توګه له لوېديځه غواړو چې په دې اړه شواهد راوړي، يوځل راغلل چې له قاچاقبرانو سره لاس لري، ما ویل دا خو یوه ډېره جدي مساله ده چې د ولسمشر ورور دې له قاچاقبرانو سره لاس ولري. ما چې هرڅومره هڅه وکړه هېچا هم سند او ثبوتونه رانه وړل.''

کرزي وويل چې د ورور پروړاندې دا ټولې خبرې داخلي تبليغات او پروپاګنده ده.

ده وويل چې ان په دې تبليغاتو کې ښايي ځينې ګاونډي هېوادونه هم لاس ولري، چې په وينا يې موږ ټول بدنامه کړي.

حامد کرزي وويل چې د خپل ورور احمد ولي کرزي په غوښتنه يې دوه ځلې د امريکا سفارت او امريکايي حکومت ته ليکلي پيغامونه ولېږلي، چې تور پورې کوونکي دې خپل اسناد او ثبوتونه راوړي.

وړمه ورځ افغان چارواکو په لومړي ځل د ولسمشر کرزي ورور او د کندهار دولايتي شوار پر مشر احمدولي کرزي د ځمکو د غصب تور پورې کړی و .

د دفاع وزارت له لوري په يوه چمتو شوي راپور کې ښاغلی کرزی تورن شوی چې په دغه ولايت کې يې دياد شوي وزارت ځمکې لاندې کړې او پر خپلو پلويانو يې وېشلې دي.

خو د کندهار ولايتي شورا د راپور پر بنسټ پر خپل مشر لګېدلي تورونه ردوي او د راپور په غبرګون کې يې خپل دفتر تړلی دی.

د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزي بي بي سي ته وويل دغه راپور له اسنادو پرته په کندهار کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال شېرمحمد ځاځي هم لاسليک کړی دی : '' له پوښتنې پرته پلاوی راغلی دی خپل ملکيتونه يې کتلي دي ، راپور يې ليکلی دی او بيا قوماندان ور امضا کړی دی چې ما دا ځمکې نيولې دي. نو دغه ټوله موضوع يې پر ما تاوان کړې ده بې له دې چې له چا څخه پوښتنه وکړي چې موږ ته داسې معلومات را کول کېږي دا سم دي که غلط.''

ښاغلی کرزی وايي ددې لپاره چې دده حق پر ځای شي نو يوازېنۍ لاره د ولايتي شورا دروازه تړل و او په وينا يې دغه پرېکړه د شورا ټولو غړو کړې ده.

ده ګواښ وکړ تر هغه مهاله به د ولايتي شورا دروازې ته کلپ پروت وي چې دفاع وزارت ورڅخه بښنه نه وي غوښتې: '' د ولايتي شورا د ر وازه به تر هغه ساعته تړلې وي چې دغه راپور معلوم نه شي، دغه مجرم معلوم نه شي ، دا خلک عفوه و نه غواړي تر هغه ساعته به د ولايتي شورا دروازه تړلې وي . موږ ددغه کار سپيناوی غواړو.''

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دفاع وزارت د څه ډول او کومو اسنادو له مخې پر ښاغلي کرزي د د خپلو ځمکو د غصب تور لګولی دی .

موږ ددې خبرې د سپيناوي لپاره وغوښتل چې د راپور د لاسليکوونکي او کندهار د اتل قول اردو د قوماندان غبرګون واخلو خو بريالي نه شو.

احمدولي کرزی په کندهار کې پراخ نفوذ لري او له څو کلونو را پدېخوا په کور د ننه او بهر پر يوه ناندريز شخصيت بدل شوی دی.

ځينې لوېديځ چارواکي او رسنۍ پر هغه تور لګوي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري خو هغه دغه تورونه په کلکه ردوي.

ورته مطالب