''افغان حکومت د کوچيانو او هزارګانو د شخړې په حل کې پاتې راغلی''

کوچيان
Image caption کوچيان وايي چې په بهسودو او هزاره جاتو کې د څړځايونو د مالکيت فرمانونه لري او په پرلپسې ډول له اوږدو کلونو راهيسې دغو سيمو ته تللي او راغلي دي.

افغان حکومت ویلي د کوچيانو او هزارګانو ترمنځ د روانې شخړې په حل کې پاتې راغلی.

ولسمشر کرزي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل د خبرو له لارې به هڅه وکړي چې د کوچيانو او هزارګانو ترمنځ روانه شخړه حل کړي.

نوموړي وويل: ((هرځای شخړې شته، موږ به هڅه وکړو چې کوچيانو ته خپل حقونه ورکړو، کوچيان بايډ دا حق ترلاسه کړي، چې خپلو څړځايونو ته ولاړ شي، او يا دا چې دوی ته داسې اسانتیا برابره کړو، چې خپل څړځايونه او د مالونو د ساتلو ځايونه ولري.))

ښاغلي کرزي ويل دوی به هڅه وکړي چې کوچيانو ته ثابت ځايونه پيدا او بچيانو ته يې د زده کړې زمينه برابره کړي او د اساسي قانون له مخې د افغانستان د نورو وګړو په شان ژوند او لومړني حقونه او د ژوند اسانتياوې ترلاسه کړي.

حامد کرزي ومنله چې په تېرو درو کلونو کې افغان حکومت د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د شخړې په ختمولو کې پاتې راغلی.

تېر کال د ولسي جرگې څو تنو غړو او د کابل پوهنتون يو شميراستادانو د يوه ليک په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه کړې وه چې سږ کال د ميدان وردگ ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچيانو او کليوالو خلکو تر منځ د وسلوال اخ و ډب مخه ونيسي .

تېر کلونه چې د بهسودو د سيمه ييزو وگړو او کوچيانو تر منځ د څړ ځايونو او ځمکو پر سر شخړه راپورته شوې وه، ولسمشر حامد کرزي د وحيدالله سباوون په مشرۍ يوه کميسيون ته دنده وسپارله چې دغه ستونزه له سوليزې لارې غوڅه کړي .

دغه راز وړم کال کوچيان د ولسمشر په غوښتنه د لنډ مهال لپاره ددې خبرې منلو ته تيار شول چې له بهسودوڅخه ووځي .

هغه مهال د کوچيانو او سيمه ييزو خلکو د ستونزو د هواري د کمېسيون مشر ويلي وو چې دا ستونزه به د قضايي او عدلي ارزښتونو په رڼا کې هواره کړي .

کوچيان وايي چې په بهسودو او هزاره جاتو کې د څړځايونو د مالکيت فرمانونه لري او په پرلپسې ډول له اوږدو کلونو راهيسې دغو سيمو ته تللي او راغلي دي.

خو سيمه ييز هزاره گان وايي چې دغه سندونه ورته ارزښت نه لري.

په تېرو کلونو کې دواړو غاړو وسله والې نښتې وکړې چې دواړو اړخونو ته يې مرگ ژوبله واړوله ځکه خو ښاغلى سباوون وايي چې سږ کال يې د ميدان وردگ والي ته دنده سپارلى چې د کړکېچ مخه ونيسي.