ناټو: د بګرام په بريد کې ۱۰ بريد کوونکي وژل شوي

بګرام
Image caption بګرام د کابل په شمال کې د امريکايي ځواکونو يوه تر ټولو ستره هوايي اډه ده.

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وايي، چې د بګرام پر هوايي ډګر د ډله ييز ځانمرګي بريد په ترڅ کې لس تنه بريد کوونکي وژل شوي او دا رنگه د ائتلافي ځواکونو نهه سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي دي.

نن سهار وختي يوې ډلې ځانمرگو بريد کوونکو د بگرام پر هوايي اډې د لاسي بمونو، راکټو او سپکو وسلو پر مټ بريد وکړ چې له امله يې د دواړو غاړو تر منځ تر دوو ساعتونو جگړه روانه وه.

ائتلافي ځواکونو دا هم ويلي چې د دوى سرتېري د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره تل د تيارسئ په حال کې دي.

د ځانمرگو بريد گرو دا وروستى ډله ييز بريد داسې مهال کېږي چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د الفتح په نامه د پراخو عملياتو د پيل خبر ورکړ.

سره له دې چې طالبان وايي په دغه ډله ييز بريد کې د هغوى ۲۰ تنو ملگرو برخه لرله، خو د بگرام په هوايي اډه کې د امريکې په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو يو وياند بليمن ټام وايي چې دوى په هغه نښته کې چې د بريد کوونکو سره يې وکړه ټول ټال لس تنه بريد گر وژلي او دا رنگه د دوى 9 تنه سرتېري هم څرکنده ژوبل شوي دي:

''د دغه بريد په پايله کې ټول لس کسه مخالفين وژل شوي او د ناټو کواليشن نهه سرتېري هم ټپيان شوي دي، په دغه بريد کې د بگرام له هوايي ډگره د باندې افغان پوليسو هم د بريد کوونکو پر وړاندې چټک غبرگون په داگه کړ او حالات يې تر کنټرول لاندې راوستل او د خلکو امنيت يې خوندي کړ.''

د پروان ولايت چارواکي وايي چې بريد گر سهار وختي په يو کرولا دوله گاډي کې سيمې ته راغلي او سمدلاسه يې د دغې هوايي اډې په وره کې يې ځانونه الوزولي دي .

ائتلافي ځواکونه هم دا مني چې بريد سهار وختي شوى او تر بريد وروسته د وسله والو طالبانو او ائتلافي ځواکونو تر منځ د څو ساعتونو لپاره جگړه روانه وه.

ښاغلى ټام وايي چې له ځانمرگو بريدونو وروسته چې د بگرام هوايي ډگر په دروازه کې وشوه د دواړو غاړو تر منځ لاس په لاس جگړه ونښته:

''لومړنى بريد سهار څلور بجې وشو، وروسته د دوه ساعتونو لپاره جگړه روانه وه او خورې ورې ډزې کيدلې، خو هغه لرې وې او ډېرې زياتې خورې ورې وې.''

خو د وسلوالو طالبانو په وياندويي ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل چې د بګرام پر هوايي ډګر په شوي بريد کې د هغوى ۲۰ تنو ملگرو برخه لرله او د درېيو خواوو نه يې پر دغه ډگر بريد کړى.

Image caption تېره ورځ د کابل په سوېل کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګي بريد د ۶ بهرنيو پوځيانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل.

ښاغلي مجاهد دا هم وويل چې د هغوى يو شمېر بريدکوونکي په دې توانېدلي چې د بگرام هوايي اډې ته ور د ننه شي او هلته وسله وال بريدونه وکړي.

خو د طالبانو دغه ادعا د کومې خپلواکې سرچينې له خوا نه ده تائيد شوې.

خونړۍ ورځ

دغه بريد يوه ورځ تر هغه وروسته شوی، چې تېره ورځ (سه شنبه) د کابل په سوېل دارالامان ماڼۍ ته نژدې پر ناټو ځواکونو ځانمرګی بريد وشو.

په بريد کې د شپږو بهرنيانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ټپيان شول.

دا بريد د طالبانو د الفتح عملياتو تر اعلان وروسته تر ټولو زورور او خونړی و.

وړاندې طالبانو ویلي وو چې د هېواد په ټولو سيمو کې به د الفتح په نامه عمليات پيلوي. داسې ښکاري چې دا بريدونه به د دغو عملياتو پيلامه وي.

تېر ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېر خونړی و.

د امريکايي ځواکونو يوه تن وياند جګړن وين شانکس ويلي له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په افغانستان پاکستان او ازبکستان کې د وژل شوو امريکايي سرتېرو شمېر ۹۹۴ ته ورسېد.

ورته مطالب