په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لويه څارنوالي: تېرکال مو د فساد ۳۰۰ دوسیې وڅېړلې

د افغانستان لويه څارنوالي وايي په تېر يوه کال کې يې د اداري فساد څه باندې ٣٠٠ دوسيې څېړلې او له منځه يې ١٥٠ کسه تورن خېژولي دي.

مرستيال څارنوال وايي په تورنو کې يو شمېر پخواني وزيران، مرستيال وزيران ، واليان او سفيران شامل دي.

د څارنوالۍ په وينا سره له دې چې په فساد ککړ يو شمېر تورن له افغانستان نه وتلي ، خو سره له دې يې هم څه باندې څلوېښت تنه زنداني کړي دي.

دوى دغه راز يو شمېر تورن کسان د محکمې تر پرېکړې وړاندې له هېواده له وتو منع (ممنوع الخروج) اعلان کړي چې وزيران هم په کې راځي. په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د لويې څارنوال له مرستيال فضل احمد فقيريار سره مرکه کړې او په پيل کې يې په تېره يوه کال کې د څېړل شويو دوسيو په اړه ترې پوښتلي دي: