افغان ولسي جرګه: حکومت بايد پاتې وزيران را و پېژني

ولسي جرګه
Image caption ولسي جرګې دا ځل ګواښ کړی چې که ولسمشر تر شنبې پورې دوی ته نوي نوماند وزيران ور ونه پېژني نو دوی به خپلې چارې په ټپه ودروي.

افغان حکومت وايي ولسي جرګې ته د کابينې د پاتې يوولسو نوماندو وزيرانو ورپېژندل د ولسمشر حامد کرزي په لومړيتوبنو کې ځای لري او پام دې ته دی چې وړ کسان د کابينې غړيتوب ته ونومول شي.

د ولسمشر يو وياند سيامک هروي بي بي سي ته وويل چې ولسمشر کرزی به په راتلونکو څو ورځو کې پاتې نوماند وزيران ولسي جرګې ته د باور د رايې ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني: ((اوس هم دا مسله د ولسمشر په لومړيتوبونو کې ده. ټاکل شوې د کابينې د نويو غړو پر مسلې کار وکړي او په راتلونکو څو ورځو کې به يې ولسي جرګې ته معرفي کړي. خو موږ فکر کوو چې دوه ورځې د دې مهمې چارې لپاره کافي نه دي او نور وخت ته اړتيا ده. په راتلونکو څو ورځو کې به ولسمشر دا کار ترسره کړي او ولسي جرګې ته به د کابينې د پاتې کسانو لست ور ولېږي. ))

د افغان حکومت دغه تازه غبرګون له هغه وروسته راځي چې تېره ورځ د افغانستان ولسي جرګې ګواښ کړی و که تر راتلونکې شنبې ورځې د سرپرستو وزيرانو پر ځای نوي نوماند وزيران ور ونه پېژندل شي، نو خپلې چارې به په ټپه دروي.

د ولسي جرګې ځينو استازو دا نيوکه کوله چې د دوی په خبره حکومت په لوی لاس نه غواړي پاتې نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

دوی استدلال کاوه چې حکومت غواړي دا چاره د راتلونکي ولسي جرګې د جوړېدو تر مهاله ځنډوي.

خو ښاغلی هروي په دې وروستيو کې امريکا ته د افغان ولسمشر سفر او ځينې نورې مسلې د دې لامل بولي چې ولسي جرګې ته د نوماندو وزيرانو د ورپېژندلو چاره له ځنډ سره مخامخ ش: (( د کابينې د معرفي کولو مسله ډېره مهمه ده او بايد په پوره

غور ترسره شي، موږ سرپرست وزيران لرو چې د کلونو لپاره يې په دې څوکيو کار کړی، تجربه لري او خپلې دندې پرمخ بيايي. ولسمشر څو ځله غوښتل د نوماند وزيرانو پر لست کار وکړي، خو نورې مهمې مسلې را مخته شوې، ځينې سفرونه ترسره شول، ډېرې داسې مسلې وې چې بايد لومړيتوب ورکړل شي، ځکه نو د کابينې د معرفي کولو مسله پاتې شوه. ))

د افغانستان ولسي جرګه داسې مهال له ولسمشر کرزي څخه د کابينې د پاتې يوولسو نوماند وزيرانو د ورمعرفي کولو غوښتنه کوي چې د اساسي قانون د دري اتيايمې مادې له مخې د ولسي جرګې د کار موده د چنګاښ په لومړۍ نېټه او د بلې دورې د ټاکنو د پايلو تر اعلانېدو وروسته پای ته رسېږي.

خو د ولسي جرګې د راتلونکې دورې انتخابات لا نه دي شوي او ټاکل شوې دا ټاکنې د وږې په 27 وشی.

تېره مياشت هم ولسي جرګې حکومت ته لس ورځې وخت ورکړی و چې پاتې نوماند وزيران وروپېژني، خو هغه مهال حکومت ويلي و چې ولسمشر غواړي وړ کسان ولسي جرګې ته د نوماندو وزيرانو په توګه وروپېژني.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې ولسي جرګې په دوو پړاوونو کې د حکومت لخوا د ټولو ورپېژندل شوو نوماند وزيرانو له ډلې يواځې 14 ته د تاييد رايه ورکړه، چې بيا وروسته ولسمشر پاتې وزارتونو ته سرپرست وزيران وټاکل او تر ننه د وزارتونو چارې پر مخ بيايي.