په هرات کې د ايران پر ضد بل لاريون وشو

هرات
Image caption لاريون کوونکي له ايرانه غوښتل چې د افغانانو ځورول او اعدامول و دروي .

قهرجنو لاريون کوونکو چې د ايران پر ضد ليکل شوي توند شعارونه يې لېږدول په هرات کې د ايران د کنسولګرۍ د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي ول.

دوی د ايراني چارواکو ضد شعارونه ورکول، د قنسولګرۍ دوازه يې پر هګيو وويشته او سره او تور رنګونه يې پرې وپاشل.

يوشمېر لاريون کونکو د هغو څو تنو ايرانيانو عکسونه هم په لاس کې نيولي ول، چې په دې ورسيتو کې د ايران حکومت اعدام کړل.

دوی په خپلو شعارونوکې ويل : ((استبداد نشو منلی، که په کابل کې وي که په تهران کې. ))

يوشمېر لاريون کوونکو د مظاهری په دوام کې د ايران د سياسي او مذهبی مشرانو عکسونه هم وسوځول.

د هرات يوشمېر اوسېدونکو چې په دې لاريون کې يې برخه درلوده ادعا کوله چې ايران ګڼ شمېر هغه افغانان بنديان او اعدام کړي

چې د کار لپاره دغه هېواد ته تللي ول: (( زموږ ځوانان نيسي په دار يې ځړوي چې نشه يي توکي يي لېږدولي، ايا د بېوزلو زامن ټول نشه يي توکي ايران ته وړي په دې کې سياسي موخې او غرضونه دي زموږ ګاونډيان نه غواړي چې زموږ هېواد ارام شي.))

د ايراني چارواکو په خبره اوس مهال ۴۸۰۰ تنه افغانان په ايران کې بنديان دي او ډېری کسان هغه هېواد ته دنشه يي توکو په قاچاق تورن دي.

په ايران کې د يوشمېر افغان بنديانو د کورنۍ غړو او خپلوانو هم په دې لاريون کې ګډون کړی و.

يوې ښځې چې ويل يي زوی يي د ايران په تايباد کې بندي دی له افغان ولسمشر څخه دهغه د را خلاصولو غوښتنه وکړه : ((له ښاغلي کرزي څخه دا يوه غوښتنه لرم چې زوى مې بېرته را ولي نور هېڅ نه غواړم . د کورنۍ ٧ تنه غړي را ولم د لايت په مخ کې ځان وژنم نورخپله کورنۍ نشم سمبالولای. ))

دا په وروستيو څو اونيو کې شپږم ځل دی چی په افغانستان کې د ايران د حکومت پر ضد لاريون کې کېږي .

تر دې وړاندې په جلال اباد او پلازمېنه کابل کې هم يوشمېر افغانانو د ايران ضد مظاهرو په ترڅ کی په دغه هېواد کې د يوشمېر افغان بنديانو د اعدام پر وړاندې غبرګون وښود او د ايران له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د افغانانو له اعدام او ځورولو څخه لاس واخلي.

ايراني چارواکو په خپل غبرګون کې دا ډول مظاهرې مشکوک حرکات بللي چې په وينايي د ايران پر ضد د تبليغاتو په پايله کې ترسره شوي دي .

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د امريکې له سفر څخه تر راستنېدو وروسته په دې اړه غبرګون وښود.

هغه وويل ښه به دا وي چې خلک د ايران پر ضد مظاهرې ونه کړي او دغه دواړه حکومتي چارواکي پرېږدي چې دا مساله حل کړي.

افغان حکومت له ايرانه غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان بنديانو په هکله کافي معلومات ورکړي.

افغان چارواکو تر اوسه په ايران کې د شپږ تنو افغان بنديانو د اعدام خبره کړې خو د ولسي جرګې يوشمېر غړي باور لري چې ايران په دې ورستيو کې تر څلوېښتو ډېر افغانان اعدام کړدي.

په افغانستان کې د هغه څه له امله چې په ايران کې د افغانانو ځوروول بلل کېږی مظاهرې ، د افغان چارواکو له هغو ريپوټونو سره همهاله کېږي چې وايي په دې ورستيو دريو مياشتو کې شاوخوا اتيازره تنه افغان کډوال په زور له ايران څخه راشړل شوي دي .

په ډله ييزه توګه افغانستان ته له ايران څخه د زرګونو افغان کډوالو را ايستلو هم په دې ورستيو دريو کلونو کې په افغانستان کې د چارواکو او خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.