قرغه د کابل يوازينی تفريح ځای دی

په پلازمېنه کابل کې دا مهال تر څلور ميليونه زيات وګړي ژوند کوي .

په ښار کې د نفوسو د ګڼوالي پر ستونزه سربېره د ساتيري او تفريح ځايونه هم يا خو نشته او يا که شته نو ډېر لږ دي .

دا مهال د ښار ډېری وګړي د ښار لوېديځ د قرغې بند ته د تفريح لپاره ورځي خو هلته هم د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د تفريح هغه مزه نه شي اخيستل کېدای چې سړی يې غواړي .

په لاندې انځورونو کې تاسې د قرغې ځينې برخې وينیء.

  • قرغه
    دا د قرغې بند ختيځ لوری دی .
  • قرغه
    دا قرغې ته د ورتګ لاره ده . پر دغې لارې هره ورځ د ګاډو همدومره ګڼه ګوڼه وي . له سړکه را لاندې خلک ګلف لوبه کوي . قرغه په کابل کې يوازينی ځای دی چې د ګلف ميدانونه پکې شته.
  • قرغه
    دا د قرغې د بند د ختيځ لوري ديوال دی چې اوبه يې را ګرځولې دي.
  • قرغه
    دا په بند کې هغه کوټه ده چې د بند د اوبو دروازه ده او زياتې اوبه د باندې ترې وزي.
  • قرغه
    د بند ختيځ لوري ته يوه منظره
  • قرغه
    په اوبو کې د ساتيري بېړۍ ليدل کېږي، خو کرايه يې ملاماتونکې ده.
  • قرغه
    دا څو نفري وړې بېړۍ دي چې خورا تېزه ځغاسته کوي. سړی په دوه درې دقيقي په ټول بند را وګرزوي او د چکر خوند يې ور چخوڼيا کړي.
  • قرغه
    له بنده ور هاخوا د پغمان ښکلې دره ښکاري چې دغلته هم خلک د مېلې لپاره ورځي . سلام را لېږه له کابله -- د پغمان د چمن ګله ډېر مې یادېږې
  • قرغه
    خلک په وړو وړو بېړيو کې چکر وهي.
  • قرغه
    د ګلونو په موسم کې خوار هغه دی --- چې يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .