په پکتيکا او کندهار کې دوه بريدونه شوي دي

پکتيکا
Image caption اورګون د پکتيکا ولايت لري پرته ولسوالۍ ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

ارواکي وايي د پکتيکا ولايت په اورګون ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز د موټر بم بريد شوی دی .

د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ بي بي سي ته وويل چې په بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او بل ټپي دی .

ده زياته کړه په موټر کې سپاره کس د بهرنيو ځواکونو پوځي جامې اغوستې وې او په درواز کې يې چاودنه کړې.

ځدراڼ وويل تر چاودنې وروسته څلورو، وسلوالو مرکز ته د ننوتلو هڅه کوله او جګړه يې پيل کړه چې تر شاوخوا نيم ساعت وروسته څلور واړه ووژل شول.

دغه راز په جګړه کې دوه ولسي وګړي هم ټپيان شوي چې مرکز ته څېرمه پر لارې تېرېدل.

خو طالبانو ادعا کړې چې په دغه بريد کې يې لسګونه کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

له بلې خوا په کندهار ښارکې دملي امنيت پر موټر د سړک غاړې يا شلخي ماين چاودنه شوې چې دوه ولسي وګړي پکې وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي .

د ملي امنيت چارواکي وايي چاودنه سهار وختي د ښار په دويمه ناحيه کې شوې خو د دوی ځواکونو ته يې زيان نه دی اړولی .

په کندهار کې دمېرويس روغتون چارواکي وايي دوی ته يو مړی او پېنځه ټپيان ور وړل شوي چې څلور يې ماشومان دي .

طالبان ادعا کوي چې په دغې چاودنه کې يې د ملي امنيت څو غړي وژلي دي .