افغانستان: د وژل شويو امريکايانو شمېره 1000 ته ورسېده

امريکايي سرتېري
Image caption لوېديځ وايي چې افغانستان ته به نور سرتېري استوي خو دغلته مېشتو قوماندانانو يې لا له وړاندې ويلي چې د سرتېرو له زياتېدو سره به د هغوی مرګ ژوبله هم زياته شي.

په افغانستان کې له 2001 کاله راهيسې تر ټولو ډېر زيان امريکايي ځواکونو ته اوښتي چې دا مهال يې د وژل شويو سرتېرو شمېره تر زرو اوښتې ده.

بهرنيو ځواکونو ته ډېر زيان د ځانمرګو بريدونو او دسړک غاړې يا شلخي ماينونو د چاودنې په پايله کې ور اوړي چې طالبان يې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد د يوې اغېزناکې وسلې په توګه کاروي.

په واشيڼګټن کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد ويلي چې دی او هېواد يې دامريکايي ځواکونو دمرګ ژوبلې له امله خپه دي . ده ويلي تر دې مهاله زر امريکايي سرتېرو په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره وژل شوي دي . د سفارت له لوري په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي : (( د افغانستان تاريخ، خلک او حکومت به د امريکايي سرتېرو قربانيو ته درناوی کوي او کله به يې هېرې نه کړي.))

په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې ډېرېږي چې هره مياشت نوي بهرني

سرتېري دغه هېواد ته را روان دي .

خو له دې سره همهاله د دوی د مرګ ژوبله کچه هم د تېرو نهو کلونو په ترڅ کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د2009 کال د جنوري له پيله دمې، تر اخره پورې په افغانستان کې د ناټو 119 سرتېري وژل شوي ول خو د 2010 کال په همدغې موده کې د ناټو ځواکونو د سرزيان تر 200 اوړي.

دغه راز په ټول 2009 کال کې په افغانستان کې د ناټو ټول ټال 520 سرتېري وژل شوي ول خو د 2009 کال له دوبي را وروسته په منځنۍ کچه هره ورځ د ناټو يو يا دوه سرتېري وژل کېږي .

دا مهال امريکا او ناټو غواړي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره يو نيم لکو ته لوړه کړ ي چې دوه پر درې برخې به يې امريکايان جوړوي .

امريکا وايي د سرتېرو زياتوالی به وکولای شي چې د طالبانو تر اغېزې لاندې سيمو کې دهغوی چارې او پلانونه شنډ کړي اوداسې حالت کې رامنځته کړي چې دوی ته اجازه ورکړي، راتلونکی کال ورو ورو د خپلو سرتېرو ايستل پيل کړي .

پوځي قوماندانان له ډېرې مودې راهيسې دا ګواښونه کوي چې که نوي سرتېري، را ورسېږي نو ورسره جوخت به د پوځيانو مرګ ژوبله هم زياته شي په ځانګړي ډول د دوبي په مياشتو او ګرمه هوا کې چې ډېرې جګړې په کې کېږي .