قانوني: تر هغه چې پاتې وزيران معرفي نه شي، غونډه نه کوو

ولسي جرګه
Image caption په تېرو څو ورځو کې ولسي جرګې څو ځلې کريم خليلي جرګې ته وروغوښت، چې د کوميټې ګوزارش ورته وړاندې کړي، خو ښاغلي خليلي ويلي وو چې جرګه د هغه د احضارولو حق نه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر د غونډې په سر کې وويل جرګې ته نه د ولسمشر د دویم مرستيال او د بېړنيو چارو د کوميټې د رييس کريم خليلي رپوټ او نه هم ولسمشر د خپلې کابينې پاتې يوولس وزيران معرفي کړي دي.

د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوني وويل د جرګې د تېرې غونډې له پرېکړې سره سم به نننۍ ناسته چوپه خوله ترسره کېږي:

''ستاسې د دې پرېکړې پر بنسټ موږ په اجنډا کې هېڅ شی نه لرو، زه غواړم په تالار کې په خاموشۍ سره د افغانستان خلکو ته وښيم چې موږ له اساسي قانون سره سم د کابينې معرفي کولو ته منتظر يو، او غواړم رسنيو ته ووايم چې تر بلې پرېکړې پورې به همداسې کښېنو.''

د ولسي جرګې په دې دوه ساعته چوپه خوله غونډه کې له هرو پنځو دقیقو وروسته وکيلانو خپل ميزونه ډبول، او ځانونه يې په احتجاج کې ښکېل څرګندول.

د غونډې په پای کې د جرګې رييس محمد یونس قانوني اعلان وکړ که چېرې په راتلونکو څو ورځو کې د کابينې پاتې وزيران جرګې ته ورمعرفي نه شي او يا ښاغلی خليلي د بېړنۍ کوميټې له مشرۍ لاس وانخلي، نو دوی به يې پروړاندې نور غبرګونونه وښيي.

وروسته له هغه چې ولسي جرګې د کابينې د وزيرانو د معرفي کولو لپاره ضرب الاجل وټاکه، د ولسمشر کرزي يوه ویاند ویلي چې ډېر ژر به د کابينې د پاتې وزيرانو نوملر جرګې ته وړاندې کړي، خو تر دې مهاله د دغه لېست په اړه څه مالومات نشته.

Image caption يوشمېر وکيلان بيا وايي چې ښاغلی خليلي يې د ولسمشر د دويم مرستيال په توګه نه، بلکې د بېړنۍ کومېټې د رييس په توګه جرګې ته ورغوښتی.

د افغانستان يوولس وزارتونه دا مهال د سرپرست وزیرانو لخوا اداره کيږي، چې د جرګې د يو شمېر وزيرانو په وينا دا کار د اساسي قانون خلاف دی.

لا خوا د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکيلان ادعا کوي چې وروستيو سېلابونو زياتو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي، چې په وينا يې تر دې مهاله د بېړنۍ کوميټې لخوا کافي مرستې نه دي ورسره شوې.

په تېرو څو ورځو کې ولسي جرګې څو ځلې کريم خليلي جرګې ته وروغوښت، چې د کوميټې ګوزارش ورته وړاندې کړي، خو ښاغلي خليلي ويلي وو چې جرګه د هغه د احضارولو حق نه لري.

يوشمېر وکيلان بيا وايي چې ښاغلی خليلي يې د ولسمشر د دويم مرستيال په توګه نه، بلکې د بېړنۍ کومېټې د رييس په توګه جرګې ته ورغوښتی.

په دې وروستيو کې افغانستان کې سېلابونو لسګونه تنه مړه ، سلګونه کورونه یې ويجاړ او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکې يې له منځه يووړې.

د ولسي جرګې زياتره غړو له دې امله احتجاجي غونډه وکړه چې ګني د بېړنيو چارو ادارې د میليونونه افغانيو په لګولو سره بيا هم له سېلاب ځپل شوو خلکو سره کافي مرسته ونه کړه.

ورته مطالب