امنيتي چارواکي: ''کابل کې مو ګڼ مهمات ونيول''

زمري بشري او جنرال عبدالرحمن رحمن

د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن د دغو مهماتو د لېږد او ځای پرځای کولو پړه د ګاونډيو هېوادونو پر استخباراتي کړيو ورواچوله، خو د کومې ځانګړې ډلې نوم يې وانخيست.

د سولې د ملي مشورتي جرګې په رارسېدو سره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کابل ښار کې د ځينو وسلو او مهماتو د کشفولو خبر ورکړی.

د کابل امنيتي چارواکو په يوې خبري غونډه کې د کابل له شکردرې ولسوالۍ نه د شاوخوا ۳۰۰ میله راکټو او ۱۲۸ مرميو د نيول کېدو خبر ورکړی.

دغو چارواکو د دې موادو په نيولو کې د سيمه ييزه خلکو هڅې ستايلې دي او وايي چې دغه مهمات د کورنيو جګړو له مهال راهيسې پاتې شوي دي.

په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د حکومت وسله وال مخالفين په دې وتوانېدل چې پر کابل ښار دوه ځلې بريدونه وکړي، نن امنيتي چارواکو اعلان وکړ چې په کابل کې يې د ناامنيو مخه نیولې ده.

د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييز امنيت نيولو پلان له وړاندې نيولی، چې خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

زمری بشري

د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن وويل يوه کشفي ډلې د سيمې د خلکو په همکارۍ د يوې اندازې مهماتو د کشف خبر ترلاسه او د تېرې جمعې د ماځيګر پر څلورو بجو يې کشفي عمليات پيل کړل، چې د شپې تر نهو بجو پورې يې د کابل شکردرې ولسوالۍ له خواجه ګانو څخه يوشمېر مهمات ترلاسه کړل:

''د يو لړ اپراتيفي او کشفي اطلاعاتو پر بنسټ چې له پخوا څخه له ځمکې نه ځمکې ته د راکټونو يوه غورځوونکې ډيپو وه، چې د مالوماتو له مخې امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې د دغو مرميو ځای پيدا کړي.''

د کابل دغه امنيتي چارواکي په داسې حال کې چې د کوم هېواد نوم يې وانخيست، وويل چې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ او د حکومت مخالفين پر دغو مهماتو خبر وو، چې په وينا يې بل ځای ته د دغو مهماتو د لېږد لپاره د ۲۰ ميليون کلدارو ژمنه شوې وه.

پر همدې حال د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري د امنیت په ټينګښت کې د خلکو هڅې اغېزناکه بولي او په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره د جدي امنيتي تدبيرونو د نيولو خبر ورکوي:

''د رواني فشار د نقطې له نظره زموږ پر هېوادوالو ډېر زيات منفي اغېز لري، راکټي بريدونه نه يوازې مالي او ځاني تلفات لري، بلکې امنيتي فضا داسې ښکاره کوي چې ګني په کابل کې امنیت نه شته، له بده مرغه د کابل چارچاپېره خواوې او غرونه ځينې وخت پر کابل د راکټي بريدونو لپاره زمينه برابروي، په همدې منظور د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييز امنيت نيولو پلان له وړاندې نيولی، چې خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي. ''

له کابل ښاره داسې مهال د شاوخوا ۳۰۰ ميله راکټو او ۱۲۸ مرميو د نیول کېدو خبر ورکول کېږي، چې ټاکل شوې په نژدې څو ورځو کې کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګه جوړه شي.

يو شمېر کارپوهان وايي د کابل ښار په دې حساسه سيمه کې د دا ډول مهماتو ځای پرځای کول او لېږدول د حکومت د مخالفينو هغه احتمالي هڅې بولي، چې په وينا يې غواړي د سولې د ملي مشورتي جرګې په مخ کې خنډونه رامنڅ ته کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .