برتانوي وزيرانو کندهار ته خپل سفر 'لغوه کړ'

کندهار کې بهرني ځواکونه
Image caption که څه هم تر دغه هوايي ډګر او اډې چارچاپېره امنيتي پوستې شته او افغان امنيتي ځواکونو هم کمربندونه اچولي، خو کله ناکله دغه اډه د دا ډول بريدونو شاهد وي.

وروسته له هغه چې په کندهار کې د ناټو ځواکونو پر اډې وسله والو بريد وکړ، افغانستان ته ورغلو درو برتانوي وزيرانو دغې اډې ته خپل سفر لغوه کړ.

خو درېواړه وزيران نارامه سوېلي هلمند ولايت ته تللي دي.

وړاندې ناټو ويلي وو تېره شپه وسله والو په کندهار کې د ناټو پر پوځي اډې د راکټونو بريد کړی.

د ناټو يوه وياند بي بي سي ته وویل د کندهار پر هوايي ډګر د راکټونو او توپچي ګوزارونه شوي، چې د ناټو څو کارکوونکي پکې ټپيان شوي.

ناټو وايي په بريد کې ټپيان شوي ملکي او پوځي کارکوونکي دي.

د ناټو وياند بي بي سي ته وويل بريد کوونکو غوښتل چې اډې ته ننوځي، خو امنيتي ځواکونو په شا وتمبول.

په دغه هوايي ډګر کې چې د کندهار په ختيځه څنډه کې پروت دی، شاوخوا ۲۳ زره امنيتي ځواکونه مېشت دي، چې ډېر کله وسله وال طالبان پرې بريدونه کوي.

په کندهار کې د بي بي سي خبريال مامون درانی وايي تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې د ايساف پر دغه هوايي اډه څلور توغندي ولګېدل، چې تر هغه وروسته وسله والو طالبانو پر اډې بريد وکړ.

ښاغلی مامون وايي چې دغه بريد او نښتې شاوخوا يو ساعت دوام درلود.

رپوټونه وايي چې هوايي اډې ته نژدې کلي هم شته، چې ويل کېږي هوايي اډې ته څېرمه د 'خوشاب' په نامه کلي څخه وسله وال ورغلي ول.

Image caption وړاندې درېواړو برتانوي وزيرانو په کابل کې ويلي وو چې د افغان امنيتي ځواکونو پياوړي کول او پر خپلو پښو درېدل دوى ته ډېر ارزښت لري.

يوه اوونۍ وړاندې هم په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو پر دې اډې توغندي توغول شوي ول، چې ورڅېرمه په شاړو ځمکو کې لګېدلي وو.

که څه هم تر دغه هوايي ډګر او اډې چارچاپېره امنيتي پوستې شته او افغان امنيتي ځواکونو هم کمربندونه اچولي، خو کله ناکله دغه اډه د دا ډول بريدونو شاهده وي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ سهار ملابانګ مهال وسله والو د کابل په شمال کې د امريکايي ځواکونو پر سترې بګرام هوايي اډې ورته بريد وکړ، چې تر شاوخوا درې ساعته نښتې وروسته پکې د ناټو په وينا ۱۰ بريد کوونکي ووژل شول.

ناټو ويلي چې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د بېلابېلو پېښو له امله يې درې پوځيان او يو ملکي کارکوونکی وژل شوي دي.

د تېرې سه شنبې په ورځ بیا د پلازمېنې کابل په سوېل کې د ناټو پر کاروان ځانمرګی بريد وشو، چې لږترلږه ۱۸ تنه پکې ووژل شول، چې شپږ پکې بهرني سرتېري ول.

په وژل شوو کې يو کاناډايی او پنځه امريکايي سرتېري وو.

وړاندې طالبانو ګواښ کړی و، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې به د 'الفتح' په نامه عمليات پيلوي.

ورته مطالب