ناټو د افغانستان په جنوب کې پوځي مرکز ۲ برخې کوي

ناټو پوځيان په افغانستان کې
Image caption د پوځي قوماندې د نوي مرکز د جوړېدو پرېکړه په سوېل کې د ناټو ځواکونو د سرتېرو له زياتېدو او د دغه تړون له بېلابېلو غاړو سره تر سلامشورو وروسته کېږي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ افغانستان ته رسېدلی. هغه افغانستان د برتانيا د نوي ټاکل شوي ايتلافي حکومت لپاره د خپلو لومړيتوبونو په سر کې بللی دی.

له ښاغلي هېګ سره د دفاع وزير لييم فاکس او د نړيوال پرمختګ وزير انډري ميچل هم مل دي.

افغانستان ته د ښاغلي هېګ تر سفر څو ساعته وړاندې ناټو په افغانستان کې د خپلې قوماندې په جوړښت بدلون اعلان کړ.

ناټو وايي چې د افغانستان په جنوب کې به زياتره برتانوي ځواکونه د امريکا تر قوماندې لاندې فعاليت کوي.

له دې کاره يې موخه د پوځي چارو ښه تنظيم او د ياغيانو د ځپلو د چارې اغېزمنول ښودل شوي.

په هلمند کې دېره ۸۰۰۰ برتانوي پوځيان به د امريکايي قوماندان جنرال ډېوېډ مېلز تر مشرۍ لاندې راځي او برتانوی قوماندان جنرال نېک کارټر چې تر دې پرېکړې وړاندې د جنوب د ټولو پوځيانو مسؤول و، په کندهار کې د کاناډايي او امريکايي پوځيانو مشري کوي.

د دې پرېکړې هدف د چارو ښه منظم کول ښودل شوي دي.

په سوېل کې د ناټو د قوماندې د نوي مرکز د رامنځ ته کولو چارې وړاندې پيل شوې، او پلان داسې دی چې تر روان اوړي پورې د عملیاتي چارو د پرمخ بېولو لپاره تيار شي.

د ناټو د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې د دې خبر په اړه نور جزييات ورکړل شوي چې ناټو په سوېل لوېديځ د يوې بلې قوماندانۍ د سنبالولو چاره پيل کړې ده.

دغه پرېکړه په افغانستان د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل لخوا تر پراخو سلا مشورو وروسته شوې چې پر اوسنۍ قوماندانۍ سربېره به د هلمند او نيمروز ولايتونو لپاره د پوځي قوماندې جلا مرکز جوړوي.

ناټو وايي چې له دې پرېکړه سره به په نژدې وخت کې په دغه ناامنه سیمه کې پوځي عمليات او له وسله والو سره جګړه اغېزمنه او په لنډ وخت کې ښه رهبري شي.

د نوي مرکز واک به د متحده ايالتونو له ځواکونو سره وي او مشر به يې د امریکا د سمندري ځواکونو يو جنرال وي.

دغه جوړښت د برتانيا لپاره يوه حساسه مساله بلل کېږي؛ ځکه چې په دې توګه به په هلمند کې مېشت برتانوي ځواکونه د متحده ايالاتو تر قوماندې لاندې راشي.

Image caption دغه پرېکړه په افغانستان د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل لخوا تر پراخو سلا مشورو وروسته شوې چې پر اوسنۍ قوماندانۍ سربېره به د هلمند او نيمروز ولايتونو لپاره د پوځي قوماندې جلا مرکز جوړوي.

خو پخوانۍ قوماندانۍ به هماغسې د برتانوي ځواکونو تر قوماندې لاندې وي ، او عملياتي چارې به يې په هلمند کې نه ، بلکې په کندهار، زابل، ارزوګان او دایکندي ولايتونو کې پرمخ وړل کېږي.

د پوځي قوماندې د نوي مرکز د جوړېدو پرېکړه په سوېل کې د ناټو ځواکونو د سرتېرو له زياتېدو او د دغه تړون له بېلابېلو غاړو سره تر سلامشورو وروسته کېږي.

فکر کېږي چې په سيمه ييزه کچه د جګړو او د ناامنيو د کابو کولو او د وسله والو د فعالیتونو د محدودولو له اړه د دغه نوي مرکز رامنځ ته کېدل به پوځي عملياتي چارې اسانه او د امنیت په خونديتوب کې به مثبت رول ولوبوي.

د پوځي چارو کارپوهان په دې اند دي چې دغه بدلون به ارومرو يو لړ پوښتنې هم راپورته کوي.

په کاناډا کې د پوځي سلطنتي کالج استاد حسن هوشنياري وايي : ''برتانويان په هلمند کې ځای پرځای دي او هلته له کلونو راهيسې د قاچاق وړونکو، طالبانو او نورو بېلابېلو ډلو پرضد جګړه کوي.''

''کله چې په کوم ځای کې برتانوي پوځيان مېشت او مشري يې هم ولري، او بيا يې قومانده دويم هېواد ته سپارل کېږي، بې له شکه پوښتنې راپورته کوي، په دې لړ کې به جدي پوښتنه دا وي چې ايا برتانويانو دا وړتيا نه درلوده چې هلمند کې ورسپارل شوي مسؤوليتونه په ښه توګه ترسره کړي؟.''

د برتانيآ دفاع وزارت ويلي که څه هم په قوماندې کې بدلون راغلی، خو برتانوي پوځيان به د هلمند په مرکزي سيمو کې د پخوا په څېر ځای پرځای پاتې کېږي.

ورته مطالب