برتانوي وزيرانو د افغانستان بیارغونې ته خپله ژمنتيا وښوده

برتانوي وزيران د ناټو له عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل سره
Image caption برتانوي پلاوي ويل چې دوى د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرگې ته هم هيله من دي ځکه چې د ټول افغانستان څخه به په کې خلک گډون کوي.

د برتانيا د دفاع وزير په کابل کې خبريالانو ته ويلي دي چې برتانويان د خپلې ملي دفاع په موخه افغانستان ته راغلي دي ځکه چې وايي د افغانستان امنيتي حالات پر برتانيا هم ناوړه اغېز کولاى شي.

د برتانيا ددفاع وزير ليم فاکس دا خبرې هغې خبرې غونډې ته کولې چې د يادشوي هيواد د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ او د هغه هيواد د نړيوالې پرمختيا وزير انډري ميچل هم ورسره ملگري وو .

د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ بيا پر خپل وار غوښتنه وکړه چې افغانستان بايد د پاکستان په گډون له خپلو گاونډيانو سره ښې اړيکې ولري .

په برتانيا کې د لومړي وزير ډېوېډ کامېرن د نوي حکومت تر واکمنېدو وروسته لومړى ځل دى چې د درېيو برتانوي وزيرانو ډله افغانستان ته راځي.

دغو وزيرانو وويل چې افغانستان د برتانیا په لومړيتوبونو کې راځي او دا خبره له دې هم په ډاگه کيږي چې په برتانيا کې نوى حکومت جوړ شو، نو د دغه هېواد امنيت شورا خپله لومړۍ غونډه د افغانستان حالاتو ته ځانگړې کړه.

وايي افغانستان هم له برتانيا سره خپلې اړيکې ارزښتناکې بولي ځکه خو ولسمشر حامد کرزى د نړۍ لومړى ولسمشر وو چې په برتانيا کې يې د نوي حکومت تر جوړيدو وروسته يې هغه هيواد ته سفر وکړ او له لومړي وزير کيمرون سره يې ددوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې.

د برتانيا ددفاع وزيرليام فاکس وويل چې برتانويان د خپلو گټې افغانستان ته راوستي دي چې هغه د برتانيا د ملي امنيت خوندي کول دي:

''په رښتيا سره ولسمشر کرزي خپله ويلي دي چې له طالبانو نه وروسته کوم افغانستان پاتې و، نه يې حکومت درلود نه قضايي سيستم او نه هم بنسټونه، په حقيقت کې د ا د هغه خبره ده چې افغانستان د ١٣ يا ١٤ پېړۍ يو هېواد برېښي خو يوه خبره چې ما ورته اشاره کوله دا وه چې افغانستان ته د برتانوي وسله والو د راليږلو موخه زموږ د ملي امنيت و او زه فکر کوم هر مهال چې موږ چېرته خپل سرتېري ورلېږو موخه يې بايد همدا وي.''

ښاغلي فاکس دا خبرې د خپلې هغې ليکنې د تشريح په مهال کولاى چې يوې برتانوۍ ورځپاڼې خپرې کړي دي په دغه ليکنه کې ښاغلي فاکس ويلي وو چې موږ د دې لپاره په افغانستان کې نه يو چې د ١٣ پيړۍ له يوه وروسته پاتې هېواد سره مرسته وکړو بلکې د برتانيا او نړۍ د امنيت لپاره هلته يو.

برتانوي پلاوي ويل چې دوى د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرگې ته هم هيله من دي ځکه چې د ټول افغانستان څخه به په کې خلک گډون کوي.

پلاوي ويل چې د جوړجاړي هر راز نوښت بايد د افغان حکومت په لاس کې وي،خو دوى يې بشپړ ملاتړ کوي. د وى هيله وښووله چې جرگه به د کورنيو ستونزو د هواري تر څنگه د افغانستان د گاونډيانو سره د اړيکو په ښه کولو کې هم مرسته وکړي.

Image caption ويليم هېګ له کرزي سره پر يو لړ موضوع ګانو خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ په ځانگړي ډول له پاکستان سره د ښو اړيکو جوړولو يادونه وکړه:

''ښه زه فکر کوم چې د افغانستان له بهرنيو چارو وزير سره په خپلو خبرو کې په ځانگړي ډول د بهرني سياست په برخه کې پراخ توافق درلود او کله چې د پاکستان په څېر د يوه گاونډي هېواد خبره راځي، موږ غواړو چې افغانستان له خپلو گاونډيانو سره ښې اړيکي ولري ، موږ هم له دغو هېوادونو څخه ډېرو سره ښه اړيکي لرو، او غواړو چې دوى هم په خپلو کې دوستانه اړيکي ولري.''

د برتانيا ددفاع وزير افغانستان ته تر الوت مخکې په خپل هيواد کې خبريالانو ته ويلي وو چې دا يويشتمه پېړۍ ده موږ نه شو کولاى چې افغان نجونې ښوونځيو ته ولېږو بلکې د هغوى امنيت او د هېواد بيا رغاونې ته به پام کوو، دننه په افغانستان کې ځينو کارپوهانو وار له مخه دې خبرې ته غبرگون ښوولى او د افغانانو سپکاوى يې بللى دى .

د برتانيا د نړيوالې پرمختيا وزير انډري ميچل بيا وويل چې دوى له څلورو کلونو راهيسې په اپوزيسيون کې د ښې ديپلوماسۍ او پرمختيا پر همغږۍ تاکيد کاوه:

''د ښې دېپلوماسۍ، پرمختيا او دفاع هم غږه کولو په اهميت تاکيد کولو، ترکومه چې ما پورې اړه لري ، دې سفر کې ماته ددې چانس راکوي چې وگورو په څه ډول دا اجندا لا پسې په غښتلي ډول پرمخ وړى شو، لکه څرنگه چې د دفاع وزير وويل افغان حکومت سره د اداري بنسټونو جوړولو کې مرسته ديره مهمه ده.''

برتانوي وزيرانو د خپل سفر په پيل کې دا هم ويلي وو چې د افغان امنيتي ځواکونو پياوړي کول دوى ته ډېر ارزښت لري، ځکه چې په دې سره به افغانان ددې جوگه شي چې خپله د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي، د افغانستان او برتانيا د اړيکو ارزول او په دغه هېواد کې له مېشتو برتانوي سرتېرو سره ليدل د سفر نورې موخې په گوته شوې دي.

برتانيا دا مهال په افغانستان کې لس زره سرتېري لري چې ډېر يې په نا ارامه سويلي ولايت هلمند کې مېشت دي.

ورته مطالب